Jump to content

اتم اډوارډ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
اتم اډوارډ
اتم اډوارډ

د شخص مالومات
زېږون نوم
پيدايښت
مړینه
د مړینې لامل کومييز سرطان   ويکيډاټا کې (P509) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت برېتانيا

د برېتانيا او ايرلينډ متحده پاچايي (–۱۲ اپرېل ۱۹۲۷)  ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ

ښځه
پلار
خور/ورور
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه انګرېزي ژبه [۱]  ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
پوځي خدمت
وفاداري برېتانيا ،  د برېتانيا او ايرلينډ متحده پاچايي   ويکيډاټا کې (P945) ځانګړنې بدلې کړئ
برخه د برتانيا فوځ   ويکيډاټا کې (P241) ځانګړنې بدلې کړئ
جګړه/جګړې لومړنۍ نړېواله جګړه ،  دويمه نړېواله جګړه   ويکيډاټا کې (P607) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
اتم اډوارډ

  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

اتم اډوارډ (اډوارډ البرت کریستین جورج انډریو پتریک ډیویډ، د ۱۸۹۴ ز کال د جون له ۲۳ – د ۱۹۷۲ز کال د مې تر ۲۸ مې پورې) د ۱۹۳۶ ز کال د جنوري له ۲۰ نه د همدې کال تر ډسمبرپورې یعنې د خپلې استعفا  تر وخت پورې، د انګلستان او د بریتانیا د سترواکۍ پاچا او د هند سترواک و.

اډوارډ د خپل پلار د انا، ملکې ویکتوریا د واکمنۍ پرمهال زېږېدلی و او د یارک د ډوک او ډوچیس وروسته پاچا پنځ جورج او ملکه ماري مشر ماشوم و. اووه اوونۍ وروسته له هغه چې پلار یې د پاچهۍ په تخت کېناست، هغه ته د خپلې ۱۶ کلیزې په ورځ د ویلز شهزاده لقب ورکړل شو. اډوارډ د ځوانۍ په ورځو کې د لومړۍ نړیوالې جګړې په اوږدو کې د بریتانیا په پوځ کې دنده ترسره کړه او د خپل پلار په استازیتوب یې څو بهرني سفرونه وکړل. کله چې نوموړی د ویلز شهزاده شو، په یو لړ جنسي اړیکو کې ښکېل شو چې هم یې خپل پلار او هم یې د برتانیا لومړی وزیر ستېنلي بالډوین اندېښمن کړل.

اډوارډ په ۱۹۳۶ ز کال کې د خپل پلار تر مړینې وروسته، د وینډسر د کورنۍ دویم پاچا شو. نوي پاچا د دربار له اصولو سره بې صبري وښوده او له اساسي کنوانسیونونو نه د ښکاره بې غورۍ له امله یې د سیاستوالو ترمنځ اندېښنه را پورته کړه. د خپلې واکمنۍ د یوې میاشتې په اوږدو کې، نوموړي والیس سیمپسون ته د واده وړاندیز وکړ چې د اساسي قانون کړکېچ یې رامنځ ته کړ. والیس یوه امریکایي وګړې وه  چې له خپل لومړي مېړه نه یې طلاق اخیستی و او له دویم نه د طلاق اخستلو په درشل کې وه. د انګلستان لومړيو وزیرانو او واکمنانو د واده مخالفت وکړ او داسې استدلال یې وکړ چې طلاقه شوې ښځه د دوو پخوانیو ژوندیو میړونو په درلودلو سره، له سیاسي او ټولنیز اړخه د احتمالي مېرمنې ملکې په توګه د منلو وړ نه ده. د دې تر څنګ، دا ډول واده د انګلستان د کلیسا د ویاړلي مشر په توګه د اډوارډ له درېځ سره په ټکر کې و، ځکه چې په هغه وخت کې کلیسا د طلاق شوې ښځي سره چې پخوانی مېړه یې لا ژوندی وي، واده کول رد کړل. اډوارډ پوهېده چې که چېرې واده پر مخ ولاړ شي، د بالډوین حکومت به استعفا ورکړي، چې په پایله کې به عمومي ټاکنو ته اړتیا وي او له سیاسي پلوه د بې واکه پاچا په توګه به د هغه حیثیت خراب کړي. کله چې دا څرګنده شوه، چې نوموړی د تخت پاتې کېدو په حالت کې نه شي کولای، له والیس سره واده وکړي، خپله استعفا یې وړاندې کړه. وروسته د هغه کشر ورور شپږم جورج د هغه ځایناستی شو. د ۳۲۶ ورځو په واکمنۍ سره اډوارډ د بریتانیا ترټولو لنډ مهاله پاچا ګڼل کېږي.

د نوموړي له استعفا وروسته، اډوارډ ته وینډسر د ډوک لقب ورکړل شو. هغه د ۱۹۳۷ ز کال د جون په ۳ مه نېټه په فرانسه کې له والیس سره وروسته له هغه واده وکړ، چې دویم طلاق یې قطعي شو. دې جوړې د همدې کال په وروستیو کې نازي المان ته سفر وکړ. اډوارډ د دویمې نړیوالې جګړې په ترڅ کې، په لومړي سر کې فرانسې ته په پوځي ماموریت ولېږل شو، خو د داسې تورونو له امله چې ګواکي  له نازیانو سر خواخوږی څرګندوي، هغه د بهاماس والي وټاکل شو. له جګړې وروسته، اډوارډ خپل پاتې ژوند په فرانسه کې تېر کړ. هغه او والیس په ۱۹۷۲ ز کال کې د نوموړي تر مړینې پورې یوځای پاتې شول.  

د ژوند لومړي کلونه

[سمول]

اډوارډ د ۱۸۹۴ ز کال د جون په ۲۳ مه نېټه د لندن ښار په څنډو کې د ریچموند پارک په وایټ لاج سیمه کې د خپل پلار د انا ملکې ویکتوریا د واکمنۍ پر مهال نړۍ ته سترګې خلاصې کړې. نوموړی د یارک د ډوک او دوچیس (وروستي پاچا پنځم جورج او ملکې ماري) مشر زوی و. د هغه پلار د وېلز د شهزاده او شهزادګۍ (وروسته پاچا اووم اډوارډ او ملکه الکساندرا) زوی و. د هغه مور د کیمبرج د شهزادګۍ ماري اډېلېډ او د تېک د ډوک فرانسس مشره لور وه. نوموړی د زېږون په وخت کې، له خپل نیکه او پلار نه وروسته، د تخت لپاره درېیم کس و.  [۲]

نوموړي د ۱۸۹۴ ز کال د جولای په ۱۶ مه نېټه د وایټ لاج په شنه نقاشي شوې کوټه کې د کانټربري د اوسېدونکي روحاني اډوارډ وایټ بینسن له خوا، د اډوارډ البرت کریستین جورج انډریو پتریک ډیویډ په توګه د تعمید غسل ترلاسه کړ. د "اډوارډ" نوم د هغه د خدای بښلي تره، د کلیرنس او ایواندیل دوک، چې په کورنۍ کې د "ایډي" په نوم پیژندل کېده ( او اډوارډ هغه ته ورکړل شوی نوم و) له امله وټاکل شو؛ د "البرټ" نوم د ملکې ویکتوریا له امر سره سم د هغه د خدای بښلي مېړه البرټ، چې د کنسورت شهزاده و، و ټاکل شو. "کرستین" د هغه د جد، د ډنمارک پاچا نهم کرستین په ویاړ ورکړل شو او وروستي څلور نومونه - جورج، انډریو، پیټریک او ډیویډ - په ترتیب سره د انګلستان، سکاټلنډ، آیرلنډ او ویلزد مقدسو ساتونکو له نومونو نه اخیستل شوي وو. نوموړی د خپلې کورنۍ او نږدې ملګرو تر منځ د وروستي ډیویډ په نوم مشهور و.  [۳][۴]

لکه څنګه چې د هغه وخت د لوړو طبقو د ماشومانو لپاره دود و، اډوارډ او د هغه کوچني وروڼه او خویندې، په مستقیمه توګه د مور او پلار له خوا نه،  بلکې د وینځو له خوا لوی شوي وو. مخکې له دې چې هغه خپل مور او پلار ته ولېږل شي، د اډوارډ لومړنۍ وینځې ډېری وختونه هغه په چیچلو سره ځوراوه. ورپسې د هغه ژړا او غوغا ډوک او دوچیس دې ته اړ کول چې نوموړې وینځه له ځانه لرې ولېږي. کله چې د وینځې دا ناسم چلند څرګند شو، له دندې ګوښه شوه او پر ځای یې شارلت بېل وټاکل شوه. [۵][۶]

د اډوارډ پلار، که څه هم یو سخت درېځه اصولي و، په ښکاره توګه یې مینه ښودله او مور یې له خپلو ماشومانو سره له خوښۍ ډک اړخ ښود، چې د هغې د عامه زیږغبرګون پرخلاف و. نوموړې له خپلو ماشومانو سره بوخته وه چې د هغوی فرانسوي ښوونکي ته یې د ټوکو په بڼه په ډوډۍ کې د چنګښې بچي جوړول او دوی یې وهڅول، چې په هغې باندې باور وکړي.[۷][۸][۹][۱۰]

سرچینې

[سمول]
  1. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/162795363
  2. Windsor, p. 1
  3. Ziegler, p. 5
  4. Ziegler, p. 6
  5. Windsor, p. 7; Ziegler, p. 9
  6. Wheeler-Bennett, pp. 16–17
  7. Windsor, pp. 25–28
  8. Ziegler, pp. 30–31
  9. Windsor, pp. 38–39
  10. Ziegler, p. 79