Jump to content

احمد حسين ديدات

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا






0



لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


مرحوم شیخ احمد حسین دیدات رحمة الله علیه د هندوستان د بمبئي د ښار د سورات په سیمه کي په ۱ جولای  ۱۹۱۸ میلادي کال کي زېږیدلی دئ، د شیخ احمد حسین دیدات د پیدایښت څخه لږ وروسته دده پلار حسین دیدات چي یو مسلکي  خیاط وو، و جنوبي افریقا ته ولاړ، دا چي په هندوستان کي لوږه او قحطي وه نو ځکه ددې سیمو خلکو کوښښ کاوه چي په نورو سیمو کي  د خپل رزق کوښښ وکړي، مرحوم شیخ احمد دیدات وايي:


(زه دداسي لوږې سره مخ سوم، چي غوړه مځکه او غوړ رېګ به مو بویول.)


کله چي شیخ احمد دیدات د ۹ کلونو سو ده هم هندوستان پرېښود او جنوبي افریقا ته په ۱۹۲۷ میلادي کال د اګست په میاشت کي ولاړ، تر څو له پلار سره یو ځای سي، کله چي مرحوم شیخ احمد دیدات و جنوبي افریقا ته ورسېدی څو میاشتي وروسته یې مور وفات سوه، احمد دیدات د مور د مینې او لورینې څخه د تل لپاره بې برخې سو. (انا لله و انا الیه راجعون)


هلته په جنوبي افریقا کي احمد دیدات مکتب شروع کړ، په درسونو کي ممتاز وو، تر ۶ ټولګۍ پوري یې په ښه میړانه او لېوالتیا سره درسونه ولوستل، کله چي ۱۶ کلونو ته ورسېدی، دا چي اقتصادي مشکلات یې ډې درلودل، نو مجبور سو چي باید کار شروع کړي، په همدې ترڅ کي یې په یوه پلورنځۍ کي کار پیل کړ، په دې پلورنځۍ کي خوراکي توکي خرڅېدل لکه؛ بوره مالګه او داسي نور شیان.


په ۱۹۳۶ میلادي کال کي، کله چي ده په یوه پلورنځۍ کي کار پیل کړ، چي د ډربن له ښار څخه ۳۰ کیلومتره لیري وو، دغه پلورنځۍ د عیسایي پوهنتون آدم بایبل کالج (Adam Bible Institute) سره مخامخ وه ، دی د لومړي ځل لپاره د عیسایي مبشرینو سره په جنوبي ساحل ناتال (Natal South Coast )  کي مخ سو، ، هغو مبشرینو چي به څه په پوهنتون کي زده کول بیا به یې پر مسلمانانو باندي عرضول، همدا د دوی لپاره تمرین وو، وبل لورته مبشرینو د خپل زاړه عادت مطابق پر رسول الله صلی الله علیه وسلم او په عمومي ډول سره پر اسلام  باندي اعتراضونه کول، او په دې ترڅ کي یې غوښتل چي مسلمانان مرتد کړي، دوی تل داسي بېهوده پوښتنې کولې، لکه:


۱: ولي د اسلام پېغمبر خلک د تورې په زور سره اسلام ته داخلول؟

۲: ولي د اسلام پېغمبر ۹ ښځې په نکاح کړیدي؟

۳: ولي د اسلام پېغمبر قرآن له بایبل څخه کاپي کړیدئ؟

۴: ولي مسلمانان د مځکې پر مخ باندي شر او فساد خپروي؟

۵: ولي په اسلام کي قصاص او رجم سته؟

۶: ولي په اسلام کي څلور ښځې په نکاح کول روا دي؟ وجه څه ده؟


او داسي نور...


مقاله: ساینس- تر یوه زیاته نکاح د نارینه عمر اوږدوي


دا چي مرحوم احمد دیدات په یوه پلورنځۍ کي مزدور وو، او څه مطالعه یې نه درلودل، نو ځکه ده به ویل:

( کله چي به عیسایي مبشرین راغلل، کله به مي داسي قصد وکړ، چي په چاقو یې وواهم، خو چاقو کار نه کاوه، ځکه که زه یو ووژنم، نور مبشرین خو پاتي دي، نو ښه خبره دا ده چي زه باید علمي پانګه ولرم او په منطق سره ورته ماتې ورکړم دا چي عیسايي مبشرین هره ورځ راتلل، نو ځکه مي له مطالعې سره مینه پیدا سوه، په ځانګړي ډول سره د نړیوالو مذهبونو سره.)


مخکي تر مطالعې مرحوم احمد دیدات رحمة الله علیه د خپل علمي توان په هکله وايي:

(زه صرف په دې يوهېدم چي کلمه وایم، او بس، هر هغه څوک راته ښکلی ښکارېده چي کلمه یې ویل، نور په دې نه پوهېدم چي یو مسلمان پخپله ټولنه کي څه مسؤلیت لري؟ یو مسلمان باید په داسي کفري نړۍ کي لکه زه چي اوس پکښې یم باید څنګه مجادله، مناقشه او مباحثه وسي؟ ایا په یوه داسي غیر مسلمانه ټولنه کي صرف و مسلمان ته کلمه کفایت کوي؟ زما مسؤلیت څه دئ؟ د یوه عالم مسؤلیت څه دئ؟ او داسي نور...)


کله چي د مرحوم شیخ احمد دیدات لېوالتیا له مطالعې سره پیدا سوه، نو اوس دی کوښښ کوي چي څنګه د عیسایي مبشرینو و زهر شیندونکو سوالونو ته د پای ټکی کښېږدي؟ ډېرې هلي ځلي یې پیل کړې چي هر شی (ورځپاڼه، کتاب، مجله او نور...) په مخه ورتلل هغه یې مطالعه کول، دی وايي:


(هر ورځ به عیسايي مبشرین وهغه ځای ته راتلل  چیري چي ما کار کاوه، دا ځکه بایبل کالج راته نژدې مخامخ وو، و خدای ته مي په ډېر عجز او خاکسارۍ سره وویل چي ای الله ته خو د ټولو اسبابو برابرونکی یې وماته ستا د دین د خدمت کولو اسباب برابر کړې. زه لکه لیونی هر چیري چي به اخبارونه، مجلې وې هغه مي مطالعه کول، و هر کتابتون ته ورتلم، داسي هم پېښه سوه چي په هغه کتابتون کي چي ما مطالعه کول داسي کتاب او مجله نه وه چي ما اقلاً دوه ځلي نه وه لوستې، له دې څخه وروسته مي و زړو اخبارونو او زړو کتابونو ته چي هر ځای به پراته وه، مخه کړه، او هغه مي لوستل، که څه هم اخبار به څو کاله مخکي چاپ سوی وو، خو ماته هر څه نوي وه، یوه ورځ مي بخت کار وکړ، د خپل ارباب وکور ته ولاړم، هلته کښته سوم، و ګدام ته ورغلم، چیري چي زاړه اخبارونه، مجلې او کاغذونه پراته وه، زاړه اخبارونه او مجلې مي پر له اړول، چي یو کتاب مي په مخه راغلی چي یو خو زوړ وو او بل چینجو خوړلی وو، چي راپورته مي کړ، دوړې او ګرځونه مي ایسته کړل، پر کتاب لیکلي دي ((اظهار الحق))چي لاندي ورته لیکلي دي، The Truth Revealed، او د لیکوال نوم هم ورته لیکلی دئ، شیخ رحمت الله کیرانوي الهندي رحمة الله علیه. دغه کتاب ((اظهار الحق)) په هندوستان کي په ۱۹۱۵ میلادي کال کي چاپ سوی وو، دغه کتاب تر ما درې کاله مشر وو، یعني تر ما مخکي چاپ سوی وو، زما پیدایښت په ۱۹۱۸ وو،  دا کتاب مي یو وړ، دا چي زما پلار مصروفه وو، کار یې کاوه او زه هم یواځي وم، صرف د ډوډۍ پر مهال به مو سره لیدل، نو ځکه مي مطالعه ډېره کړه، کتاب چي مي وکتی، په کتاب کي د عیسایي مبشرینو، راهبانو او اسقفانو سره مناظرې او مباحثې شتون لري، په لومړی سر کي خپله د لیکوال او د یوه عیسایي راهب فنډر تر منځ مناظره ده.


په دې کتاب کي دغه حالات هم لیکلي دي چي څنګه عیسائي مبشرینو پر هندوستان باندي حمله وکړه، څنګه انګریزانو خلک مرتد کړل، دا چي ټوله واک  د انګریزانو په لاس کي وو و دوی ته معلومه وه چي مسلمانان خو ساده او ژر خطا ایستل کیږي او هندوان صرف د خپلو بتانو او یا هم د غواوو عبادت کوي، نو ځکه عیسايي مبشرینو ته ښه زمینه مساعده وه چي خلک څنګه او په کوم ډول سره و عسایت ته واړوي؛ انګریزانو دا فکر وکړ چي په هندوستان کي هندوان کوم مشکل موږ ته نسي جوړولای، خو باید لومړی مسلمانان مرتد کړل سي تر څو ۱۰۰۰ کاله نور هم  پر هندوستان باندي دوی حکومت وکړي، دا ټول هغه څه وه چي عیسائي راهبانو او مبشرینو د باران د چنګوښو په شان و هندوستان ته خپل سفرونه او راتلل پیل کړل، دا هغه څه دي په دې ښکلي کتاب کي نویشته دي.


هره ورځ مي دغه کتاب (اظهار الحق)  مطالعه کوی، دا هغه کتاب دئ چي زه یې مسلح کړم، هره ورځ به مي کتاب مطالعه کوی او بیا به مي پر عیسايانو باندي نیوکې کولې،  دا چي په کتاب کي د بایبل حوالې وي، هغه تنخوا چي ما په دغه پلورنځۍ کي اخیستل د هغه تر نیمايي قیمت زیات مي یو بایبل رانیوی.))


هغه اظهار الحق چي مرحوم شیخ احمد دیدات رحمة الله علیه هر څه پکښې زده کړل، هغه اوس هم دده په شخصي کتابتون کي پروت دئ، خپله مرحوم احمد دیدات یادښتونه پر لیکلی دي، د بایبل ایاتونه یې هم پر لیکلي دي.


مر حوم احمد دیدات رحمة الله علیه چي کله د عیسائیت مطالعه پیل کړه، او د خپلو ټولو مشکلاتو حل یې په اظهار الحق کي پیدا کړ، ډېر خوښ سو، خو صرف عیسائت کفایت نه کوي، ده د اسلامي علومو مطالعه هم پیل کړه، د شیخ عبدالله یوسف علي رحمة الله علیه د قرآنکریم انګلیسي ژباړه او مختصر تفسیر هم راونیوی، دی ددې تفسیر د رانیولو په هکله وايي:


(دا چي په اظهار الحق کي د بایبل د ایاتونو سره د قرآنکریم حوالې او ایاتونه هم ذکر سوي وه، نو ځکه ما خپل لومړی قرآنکریم په ۱۹۳۵ میلادي کال کي د یوې میاشتې په نیمايي تنخوا دوه نیم پاونډه رانیوی، دا ځکه زما ټوله میاشتنۍ تنخوا ۵ پاونډه وه، لله الحمد))


نور بیا...