Jump to content

جان مېجر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جان مېجر
جان مېجر
جان مېجر

د شخص معلومات
پيدايښت
لندن   د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت برېتانيا [۲]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قد 1.83 متر [۳]  د (P2048) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
د برېتانیې لومړی وزیر (72  )   د (P39) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د واکمنۍ دوران
۲۸ نومبر ۱۹۹۰  – ۲ مې ۱۹۹۷ 
مارگريت تاچر  
توني بلیر  
عملي ژوند
کار/مسلک
مورنۍ ژبه انګليسي ژبه   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي)
د کړنې څانګه سياست [۴]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
وېبپاڼه د تاييدولو سرچينه،  د تاييدولو سرچينه  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

سر[1] جان مېجر کې جي سي اېچ (Sir John Major KG CH ) چې د ۱۹۴۳ کال د مارچ په ۲۹ زېږېدلی یو بریتانوی سیاستوال دی چې له ۱۹۹۰ څخه تر ۱۹۹۷ پورې یې د بریتانیا د لومړي وزیر او د محافظه کار ګوند د مشر په توګه خدمت وکړ. هغه له ۱۹۸۷ څخه تر ۱۹۹۰ پورې د ټاچر په دولت کې د خزانه دارۍ د لوی وزیر، د بهرنیو چارو وزیر او د مالیې وزیر په توګه خدمت وکړ، له ۱۹۷۹ څخه تر ۲۰۰۱ د هانتیګدون/ Huntingdon (پخوانی هانتینګونشایر) د پارلمان غړی و.  

مېجر د لندن په سېنټ هېلر (St Helier,) کې زېږېدلی. په ۱۹۵۹م کال کې يې ښوونځی له درې اوو سطحې (three O-levels) سره پرېښود. د بیلابیلو کارونو له ترسره کولو وروسته او د بې روزګارۍ د یوې دروې له تېرولو سره مېجر په یو معیاري بانک کې دنده ترلاسه کړه. هغه په لمبېث (Lambeth) کې د شورا غړی وټاکل شو او وروسته په د ۱۹۷۹م کال په عمومي ټاکنو کې د پارلمان غړی شو. هغه په لومړیو کې د خصوصي پارلماني منشي او د ګوند د غړیو  د څارونکي په توګه خدمت وکړ وروسته د وزیر په توګه له دولت سره یو ځای شو. د ۱۹۸۷ د ټاکنو په دوام یې د مارګاریټ ټاتچر (Margaret Thatcher) له خوا په کابینه کې د مالیې د وزیر په توګه ارتقاع وکړه. وروسته د ۱۹۸۸ کال په جولای میاشت کې د مالیې تر وزیر کېدو د مخه د نېګل لاوسون (Nigel Lawson) د ناڅاپي استفا په دوام یوازې درې میاشتې وروسته د بهرنیو چارو وزارت ته منصوب شو. هغه په ۱۹۹۰ کال کې د لومړي وزیر په توګه  بودیجه وړاندې کړه او دا لومړنۍ بودیجه وه چې پر تلویزون خپره شوه.

د ۱۹۹۰کال  په نوامبر کې د مایکل هېزلټاین له خوا د ټاچر د مشرۍ پر وړاندې د ننګونې په دوام دهغې تر استعفا وروسته، مېجر د لوبې دویم پړاو ته د ننه او بریالی شو. هغه د نومبر په ۲۸ د لومړي وزیر موقف ته منصوب شو. د خپل کار په لومړنیو میاشتو کې یې د ښاروندۍ میثاق پر لار واچوه، د ټولنې غیرعام مالیات (چې د ټول پوښتنې د مالیاتو په نوم پېژندل کېږي) یې د شورا له مالیاتو سره بدل کړل. بریتانوي سرتېري يې د خلیج جګړې ته ژمن کړل او د اوروپايي اتحادیې د ماسټرېچ تړون Maastricht)) مذاکره یې وکړه. مېجر د ۱۹۹۲م کال په ټاکنو کې د سخت کړکېچ سره سره د محافظه کار ګوند په مشرۍ څلورمې پرلپسې بریا ته لار هواره کړه او له څوارلس میلیون څخه ډېرې رايې يې وګټلې، چې تر نن ورځې د بریتانیا د سیاسي ګوند لپاره په عوام مجلس کې له لږ اکثریت سره، یو ریکارډ دی. یوازې څو میاشتې وروسته مېجر د ۱۹۹۲ د سپټمبر په ۱۶مجبور شو د استرلېنګ پونډ د اروپا د اسعارو د تبادلې د نرخ له میکانیزم څخه وباسي چې یاده ورځ په توره چهارشنبې مشهوره شوه. دا د میجر د اقتصادي اعتبار د باور بایللو لامل شو او هغه هېڅکله ونه شو کولی په ټول‌پوښتنو کې غوره‌والي ته ورسېږي. مېجر د اکثریت له لږ محبوبیت سره سره د تعلیم او جرمي عدالت په برخه کې نور اصلاحت/سمونې منظور کړل، د بریتانیا د ډبرو د سکرو او اورګاډي صنعت یې خصوصي کړ، د ډاونېنګ سټرېټ (Downing Street) اعلامیه یې لاسلیک کړه، د شمالي ایرلنډ د سولې پروسه يې بیا غښتلي کړه چې په پای کې د ښې جمعې (Good Friday Agreement) د توافق لامل شو.[۵]

په ۱۹۹۵ کال کې د اروپایي اتحادیې وېش او د یو  لړ جنسي او مالي فسادونو (چې په پراخ ډول د سلیز/"sleaze" په نوم پېژندل کېږي) له امله د پارلمان د لوی شمېر غړو له لاسه ورکولو میجر د ګوند د مشر په توګه په جون میاشت کې استعفا ته اړ کړ، خپل منتقیدین/ نیوکه کوونکي یې وننګول چې یا یې ملاتړ وکړي یا دی وننګوي; هغه د جان رېډووډ له خوا په مناسب ډول وننګول شو، خو په اسانۍ سره بیا وټاکل شو. دا چاره د هغه په سیاسي موقف کې د پرمختګ لامل نه شوه. او د ۱۹۹۶ کال تر ډېسمبر پورې دولت خپل اکثریت په عوام مجلس/ ولسي جرګه کې له لاسه ورکړ. د ۱۹۹۷ په ټاکنو کې د محافظه کارانو له اتلس کلنې واکمنۍ وروسته د ۱۸۳۲م کال د لویو سمونو/ اصلاحاتو د قانون راهیسې مېجر د کارګر ګوند د ټوني بېلر له خوا له  تر ټولو سختې ماتې سره مخ شو. مېجر تر ماتې وروسته د محافظه کار ګوند د مشر په توګه استعفا وکړه او وېلیم هګو (William Hague) یې ځای ناستی وټاکل شو. [۶]

مېجر د ۲۰۰۱ کال په ټاکنو کې له عوام مجلس/ ولسي جرګې څخه تقاعد شو او له هغه مهال وروسته په خیریه او سوداګریزو چارو کې د خپلو ګټو په لټه کې شو. په داسې حال کې چې د هغه د واکمنۍ د مهال یوې لومړنۍ ارزونې هغه یو ضعیف او بې باوره مشر بللی و. په دوام یې په نورو وروستیو کلونو کې نوې ارزونې د شمالي ایرلنډ د سولې په پروسه کې د هغه بریالیتوب، د اقتصادي ودې بیارغونه، د عمومي سېکتور سمونه، د هنرونو او سپورتونو د پروفایل وده او په نړیواله کچه د بریتانیا د نفوذ ساتل د هغه د لاسته راوړنو په توګه په ګوته کړل. په ۲۰۱۳م کال کې د ټاچر تر مړینې وروسته هغه د بریتانیا د ژوندیو پخوانیو لومړي وزیرانو تر ټولو زوړ او تر ټولو  لومړی خدمت کوونکی و.

لومړنۍ ژوند او زدکړې (۱۹۴۳-۱۹۵۹)

[سمول]

جان مېجر د ۱۹۴۳ کال د مارچ په ۲۹ د  سېنټ هېلر په ساري (Surrey) کې د سېنت هېلر روغتون او د ماشومانو لپاره د کوین مري په روغتون کې زېږېدلی، د ګوین مېجر (د ګوتس له کورني نوم سره، ۱۹۰۵ -۱۹۷۰) او د موسیقي په سالون کې د نڅاګر ټام مېجور - بال (۱۸۷۹ - ۱۹۶۲) زوی دی چې د مېجر د زېږېدلو پر مهال ۶۳ کلن و. په هغه یې  جان روی مېجر (John Roy Major) نوم کېښود خو د زېږون په کارت/ پېژندپاڼه کې یوازې جان مېجر ثبت شو. هغه د ۱۹۷۰ لسیزې تر لومړیو پورې له خپل منځنی نوم څخه کار اخیست. د هغه زېږون یو له ستونزمنو څخه و، مور یې د پېلیوریسې/pleurisy  (یو دول تنفسي ناروغي) او سینه بغل په رنځ اخته وه او جان مېجر د عفونت له امله څو ځله د وینې لېږد ته اړتیا لرله، چې دا د هغه په پښو کې د دایمي داغونو لامل شو. د مېجر کورنۍ (جان, مور, پلار او مشران ورڼه یې ټيري او پیټ) د لانګفیلو په ۲۶۰ سړک، وورسېسټر پارک، ساري کې ژوند کاوه، دا یو د منځنۍ کچې سیمه وه او د مېجر پلار په کې د باغ د ښکلاګانو کاروبار کاوه او مور یې په یو سیمه‌ییز کتابوتون کې د نڅا د ښوونکي په توګه نیمه ورځې کار کاوه. جان مېجر وروسته په دغه وخت کې د خپلې کورنۍ وضعیت "هوسا وباله خو ښه نه " په سیمه کې د الماني وي یوهوایي بم (V-1 flying bomb) تر برید وروسته په ۱۹۴۴م  کال کې چې څو کسان په کې ووژل شول، د مېجر کورنۍ د جنګ له دوام څخه سهام ټوني، نارفولک (Norfolk ) ته ولاړه.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۱][۱۴]

جان په ۱۹۴۸م کال کې د چېم کامن (Cheam Common) په ابتدايي ښوونځی کې زدکړې پیل کړې. په ټوله کې د هغه د ماشومتوب دروان خوښ و، هغه د لوستلو، سپورټ (په ځانګړي ډول فوټبال او کرېکټ) او د کورنیو ژویو لکه سویې له ساتلو څخه خوند اخیست. په ۱۹۵۴م کال کې جان په یوولس پلس (11+) ازموینه کې ګډون وکړ، چې ویې کولی شوی په وېمبلډون (Wimbledon) کې د روټلېش Rutlish)) ګرامري  ښوونځي ته لار ومومي. د جان له اندېښنې سره د هغه پلار ټنګار وکړ چې د جان مېجر بال په نوم ورته نوم‌لیکنه وکړي. د پلار د روغتیايي حالت له خرابوالي سره یې د کورنۍ مالي حالت مخ په خرابېدو شو او سوداګري يې له شدیدو مالي ستونزو سره مخ شوه. یو سوداګریز پور چې کورنۍ یې د بېرته ادا کولو توان نه درلود ټام مېجر دې ته اړ کړ چې د ۱۹۵۵ کال په مې مياشت کې په وورسیسټر پارک کې خپل کور خرڅ کړي، کورنۍ یې د کولډهربرلین، برېکسټون ۱۴۴ بلاک کې یو تنګ کرایي اپارتمان ته کډه شوه او په پورتني پوړ کې مېشت شول. دا چې مور او پلار یې د خپل ژوند د ناسمو شرایطو له امله له ذهني ناکرارۍ سره مخ شول نو په روټلېش کې د جان ستونزې له پامه وغورځول شوې. جان چې د نورو زده‌کوونکو په پرتله له خپلو ستونزو څخه خبر و، یو منزوي شخص و او له سپورټ  پرته یې نور دایماً ډېر لږ کار کاوه او ښوونځي ته يې «د هغې توبې په سترګه کتل چې باید یې وزغمي». مېجر په ۱۹۵۹ کال کې د خپلې ۱۶ کلنۍ له کلیزې څخه مخکې په درې مضمونونو تاريخ، انګلیسي ژبې او انګلیسي ادبیاتو کې د درې اوو لیول (O-level) له تېرولو سره ښوونځی پرېښود او مور او پلار یې ناهیلي شول.   [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

سرچینې

[سمول]

[1] په انګلستان کې تر ټولو لوړه ټولنیزه درجه یا نښان دی، چې له نوم څخه مخکې کارول کېږي د ښاغلي په معنا هم دی  سر/sir 

  1. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w62v2n9q — subject named as: John Major — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. http://www.nytimes.com/1990/10/13/world/hoping-to-rebound-tories-end-parley.html
  3. https://www.imdb.com/name/nm0538196/bio
  4. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jo20231188105 — د نشر نېټه: ۲۳ مې ۲۰۲۳
  5. "European Council (Maastricht)". Hansard. 11 December 1991. Retrieved 17 May 2011.
  6. "The Major minority". The Independent. 13 December 1996. Retrieved 23 October 2017.
  7. "Ex Prime Minister Sir John Major and his Sewell Ancestors". Sole.org.uk. Archived from the original on 4 March 2016. Retrieved 22 October 2013.
  8. "Index entry". FreeBMD. ONS. Retrieved 2 January 2018.
  9. "John Major". History and Tour. 10 Downing Street. Archived from the original on 11 October 2008. Retrieved 31 October 2008.
  10. "John Major". History and Tour. 10 Downing Street. Archived from the original on 11 October 2008. Retrieved 31 October 2008.
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Seldon 1998، م. 9.
  12. Seldon 1998، م. 8.
  13. Major 2000، م. 8.
  14. Major 2000، مم. 8-9.
  15. Seldon 1998، م. 14.
  16. Major 2000، م. 25.
  17. Seldon 1998، مم. 13, 16.
  18. Major 2000، مم. 20-21.
  19. Major 2000، مم. 16-17.
  20. Seldon 1998، م. 13.
  21. Major 2000، م. 15.
  22. Seldon 1998، مم. 12-13.
  23. Major 2000، م. 14.
  24. Seldon 1998، مم. 11, 15.
  25. Major 2000، مم. 10-12.
  26. Seldon 1998، م. 11.
  27. Major 2000، م. 10.