جي کی چيسترتون
جي کی چيسترتون | |
---|---|
د شخص مالومات | |
پيدايښت | لندن [۱] |
مړینه | |
د مړینې لامل | زړه نابری |
تابعیت | برېتانيا |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه | |
د کړنې څانګه | دينپوهنه [۳]، شعر [۳]، نثر [۳]، خبريالي [۳] |
مؤثر | ټوماس آکوینس ، اډمنډ برک ، جان هنري نيومن ، هيلير بېلاک |
لاسليک | |
وېبپاڼه | |
وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
ګيلبرت کييت چيسترتون KC*SG [د ستر سينټ ګوري د اسقفي خپرونې زړه ور قوماندان: Knight Commander of the Pontifical Order of Saint Gregory the Great] (ژوند: ۱۸۷۴ می ۲۹ څخه د ۱۹۳۶ ز کال جون تر ۱۴ پورې) يو انګليسي ليکوال، فيلسوف، د دينياتو ناروحاني پوهاند او ادبي او هنري کره کتونکی و. نوموړی د «تناقض شهزاده» ګڼل کېږي. ټايم مجلې د نوموړي د ليکنې سبک په دې ډول ذکر کړ: هر وخت چې شوني وي چيسترتون خپل ټکي په نامتو ويناوو، متلونو او رمزي يا مجازي کيسو سره رامنځته کړي، نو لومړي په پاملرنې سره دننه....[۴][۵][۶]
چيسترتون د Father Brown په نوم خيالي يا افسانوي پادري-موندونکی [کتاب] رامنځته کړ او يو د بخښنې غوښتنو په اړه يې وليکل. ان ځيني هغه خلک چې له نوموړي سره مخالف وو، د دې ډول کارونو پراخه غوښتنه کول يې د کلکې عقيدې (Orthodoxy) او د تل پاتې شخص (The Everlasting Man) په توګه وپېژانده. نوموړي په عادي ډول ځان يو کلک عيسوي مذهبه ګڼه او خپل دا دريځ يې د کاتوليک دين په پلوۍ سره نور هم څرګند کړ، چې په پای کې د انګليس کليسا پالنې (Anglicanism) له سترې کليسا څخه رومن کاتوليک پالنې ته واوښت. ژوندليک ليکونکو نوموړی د داسې برياليو ليکوالانو لکه ماتيو ارنولډ (Matthew Arnold)، توماس کالايل (Thomas Carlyle)، جان هنري نيومن (Johan Henry Newman) او جان رسکېن (John Ruskin) ځايناستی بولي. [۷][۸][۹]
ژوند ليک
[سمول]د ژوند لومړي وختونه
[سمول]چيسترتون د لندن د Kensington په Campden Hill کې زېږېدلی دی، چې د (Marie Louse, nee Grosjean) او (Edward Chesterton (۱۹۲۲ – ۱۸۴۱ز کلونه) زوی دی. نوموړي ته د يوې مياشتې په عمر د انګليستان کليسا کې د تعميد غسل ورکړل شو، که څه هم کورنۍ يې په خپله په نامنظم ډول د يوپالنې پېروي کوله. د هغه د خپلې ژوند ليکنې له مخې د يو ځوان په توګه نوموړی له جادو سره مينه درلوده او له خپل ورور Cecil سره يو ځای يې Ouija boards [يوه تخته چې څنډو ته يې توري، ګڼې او نورې نښې ځای پر ځای شوي دي او ګومان کېږي، چې يوه ناسته کې د خلکو پوښتنو ته ځواب ووايي] وازمايله. د St Paul په ښوونځي کې يې زده کړې وکړې او وروسته يې د انځورګر جوړېدلو په موخه د هنر اسليد ښوونځي (Slade School of Art) کې ګډون وکړ. Slade د University College London يوه څانګه ده، چې چيسترتون په کې په ادبياتو کې هم ټولګي واخيستل، مګر په يو مضمون کې يې هم بری ليک تر لاسه نه کړ. نوموړي په ۱۹۰۱ کې له Frances Blogg سره واده وکړ، چې د ژوند تر پايه سره يو ځای واوسېدل. چيسترتون د انګليس کليسا پالنې ته د بېرته ستنېدلو امتياز خپلې مېرمنې ته ورکړ، که څه هم وروسته يې د يادې کليسا پيروي «بې خونده پېروي» وګڼله. هغه په ۱۹۲۲ ز کلونه کې په بشپړ ډول رومن کاتوليک ته ننوت. ياده جوړه د کوچنيانو له لرلو څخه بې وسه وه. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]
د نوموړي د ښوونځي د وختونو يو ملګری د Clerihew [يو څلور کرښيز شعر، چې د ژوند ليک منځپانګه لري] رامنځته کوونکی Edmund Clerihew Bentley و. چيسترتون په خپله هم ورته څلور کرښيز شعرونه وليکل او د (پيل کوونکو لپاره ژوند ليک «۱۹۰۵»: Biography for Beginners) په نوم د خپل ملګري د شعرونو لومړنۍ چاپي ټولګه يې انځورګري کړه، چې د يادو څلور کرښيزه شعري بڼه يې نامتو کړه. نوموړی د Bentley د زوی Nicolas مذهبي پلار شو او (هغه سړی چې پنجشنبه و: The Man Who Was Thursday) ناول يې Bentley ته په يو شعر ليکلو سره پرانيست.
مسلک
[سمول]چيسترتون د ۱۸۹۵ ز کال سپټمبر کې د لندن خپرونکې [ادارې] جورج رېډوی (George Redway) سره کار پيل کړ، چې يوازې له يو کال څخه د زياتې مودې لپاره په کې پاتې شو. نوموړی د ۱۸۹۶ ز کال اکتوبر کې T. Fisher Unwin په نوم خپرندويه ځای ته کوچ شو، چې تر ۱۹۰۲ز کال پورې هملته پاتې شو. د دې دورې پر مهال يې د خپلواک هنري او ادبي کره کتونکي په توګه، خپل لومړنی ژورنالېستيکي کار هم تر لاسه لاندې ونيوه. په ۱۹۰۲ ز کال کې ورته Daily News [ورځپاڼې] د اونيزې نظريې يو کالم ورکړ، وروسته يې په ۱۹۰۵ ز کال په (Illustrated London News) کې هم اونيز کالم تر لاسه کړ، چې راتلونکي دېرش کالونه يې د ياد کالم لپاره ليکلو ته دوام ورکړ. [۱۸]
چيسترتون په لومړيو کې له هنر سره ستره ليوالتيا او په کې ستره وړتيا ښکاره کړه. نوموړي د انځورګر جوړېدلو پلان جوړ کړی و او ليکنه يې يوه منظره څرګندوي، چې ذهني نظريې يې په مادي او د يادونې وړ انځورونو کې وپوښلې. که څه هم د نوموړي خيالي کيسې پټې لنډې اخلاقي کيسې درلودلې. Father Brown د جرم په صحنه کې په پرله پسې ډول د ترهول شويو وګړو ناسم ليد سموي او په پای کې يې له مجرم سره لالهانده کوي، چې د پېژندنې او توبې خپله ملا وزمه يا روحاني ونډه پلي کړي. د بېلګې په ډول: په قيصه کې «الوتونکي ستوري»، Father Brown د خپل جرمي ژوند د پرېښودلو په موخه د مشعل ځانګړتيا غواړي: «په تا کې اوس هم ځواني او درنښت او ښه خوی شته؛ فکر مه کوه، هغوی به په دې راکړه ورکړه کې دوام وکړي. وګړي ښايي د ښه والي د کچې يوه لړۍ وساتي، مګر هيڅوک هم تر اوسه نه دی توانېدلی، چې د بدۍ يوه کچه وساتي. هغه سړک ښکته او ښکته ځي. مهربانه سړی څښي او ظلم کوي؛ بې پردې يا سپين ويونکی شخص وژل کوي او بيا يې په اړه دروغ وايي. زيات هغه خلک چې زه يې پېژندم، ستا په شان يې يو ريښتنی سرکښه او د شتمن يو خوښ يا بختور غل اوسېدل پيل کړل او په سرېښت کې نښتي پای ته ورسېدل. [۱۹]
د چيسترتون مناظره کول خوښېدل او زياتره وخت د George Bernard Shaw، H. G. Well، Bertrand Russel او Clarence Darrow غوندې وګړو سره په دوستانه ډول عمومي بحث کې بوختېده. د نوموړي د خپل ژوندليک له مخې، هغه او Shaw په يو بې غږه فلم کې د شپونکيانو ونډې ولوبولې، چې هيڅکله خپور نه شو. چيسترتون د ۱۹۱۴ جنوري پر ۷ باندې له خپل ورور Cecil او راتونکې ښينې (Ada) سره په ګډه دEdwin Drood د وژنې لپاره د (John Jasper) په د ملنډو محاکمه کې برخه واخيسته. چيسترتون قاضي و او George Bernard Shaw د منصفه هيئت د مشر ونډه ولوبوله. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]
چيسترتون (Chesterton) يو لوی سړی و، چې ۶ فوټه او ۴ انچه (۱،۹۳ متره) لوړوالی او نږدې ۲۰ ټنه او ۶ پونډه (۱۳۰ کېلوګرام: ۲۸۶ پونډ) وزن يې درلود. د نوموړي ګېډبند يا د ملا اندازې د لومړۍ نړيوالې جګړې پر مهال يوه لنډه کيسه رامنځته کړه، چې لندن کې يوې ښځې وپوښتل چې هغه ولې محاذ کې نه دی؛ نوموړي ځواب ورکړ: «که تاسې چېرې اړخ ته ګردچاپېر لاړه شې، وبه وينئ چې زه [محاذ کې] يم». په يوه بله موکه هغه خپل ملګري جورج برنارد شا (George Bernard Shaw) ته يادونه وکړه، «چې ځان ته دې وګوره، هر څوک به فکر وکړي چې يوې ښځې انګليستان باندې بريد کړی دی». شا ځواب ورکړ چې «ته دې ځان ته وګوره، هر څوک به فکر وکړي چې ته يې لامل شوی يې». يو ځل P. G. Wodehouse په خورا لوړ غږ يو ټکر د «داسې غږ لکه G. K. Chesterton چې د ټيم پر تخته يا څادر باندې غورځېږي» په توګه بيان کړ. چيسترتون په عادي ډول پيک لرونکي او مروړل (ګونجې شوې) خولې اغوستله، د تورې لښته به يې په لاس کې وه او سګرټ به يې له خولې څخه د باندې زنګېده. نوموړي د هغې انګېرل شوي ځای يا رېل ګاډي د هېرولو طبيعي ميلان درلود، چې دې به ورته يا په کې تګ کاوه. داسې راپور هم ورکړل شوی دی، چې چيسترتون په بېلابېلو وختونو کې له يو ناسم درک څخه خپلې مېرمنې Frances ته ټيلګرام استولی دی او لکه «زه په مارکېټ هاربوورغ کې يم. زه بايد چېرته اوسم؟» غوندې شيان يې په کې ليکلي دي، چې هغې ورته «کور» ځواب ورکړی دی. نوموړي په خپله دا کيسه بيان کړه، که څه هم د نوموړي په خپل ژوندليک کې د هغه د مېرمنې ادعا شوی ځواب نه مني. [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]
په ۱۹۳۱ ز کال کې بي بي سي چيسترتون د راډيوي خبرو اترو د يوې لړۍ وړاندې کولو په موخه راوبله. نوموړي په لومړيو کې په ازمايښتي ډول ومنله. که څه هم له ۱۹۳۲ ز کال څخه د هغه تر خپلې مړينې پورې يې په کال کې له ۴۰ څخه زياتې خبرې اترې وړاندې کړې. نوموړي ته له سکرېپ څخه د تياري پرته د ويلو اجازه ورکړل او وهڅول شو. دې چارې د هغه خبرو اترو ته اجازه ورکړه، چې يو دننه شخصيت وساتي؛ لکه څرنګه چې له نوموړي سره د خپرونو پرمهال د هغه مېرمنې او ميرزا ته يې د کېناستلو د اجازې پرېکړه وکړه. د بي بي سي يو چارواکي د چيسترتون له مړينې څخه وروسته څرګنده کړه، چې «په يو بل کال يا ورته نږدې وختونو کې به ښايي چيسترتون د خپرونې له ځايه يو واکمن غږ جوړ شوی وی. [۳۰][۳۱]
چيسترتون د Detection Club غړی و. ياد کلب د برتانوي پټو ليکوالانو يوه ټولنه وه، چې په ۱۹۲۸ ز کال کې يې Anthony Berkeley بنسټ ايښی و. نوموړی د يادې ټولنې د لومړي رئيس په توګه وټاکل شو او له ۱۹۳۰ ز کال څخه تر هغې مودې پورې يې خدمت وکړ، چې په ۱۹۳۶ ز کال کې يې E. C. Bentley ځايناستی شو. [۳۲]
سرچينې
[سمول]- ↑ NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn19990003827 — د نشر نېټه: ۲۹ جنوري ۲۰۲۳
- ↑ پیوستون : 118520393 — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn19990003827 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
- ↑ "Obituary", Variety, 17 June 1936
- ↑ "Orthodoxologist", Time, 11 October 1943, archived from the original on 20 November 2009, نه اخيستل شوی 24 October 2008
- ↑ Douglas, J. D. (24 May 1974). "G.K. Chesterton, the Eccentric Prince of Paradox". Christianity Today. Archived from the original on 1 November 2014. نه اخيستل شوی 8 July 2014.
- ↑ O'Connor, John (1937). Father Brown on Chesterton (PDF). Frederick Muller Ltd. Archived (PDF) from the original on 3 April 2013. نه اخيستل شوی 7 April 2013.
- ↑ Douglas 1974: "Like his friend Ronald Knox he was both entertainer and Christian apologist. The world never fails to appreciate the combination when it is well done; even evangelicals sometimes give the impression of bestowing a waiver on deviations if a man is enough of a genius."
- ↑ Ker 2011، م. 485.
- ↑ Simkin, John. "G. K. Chesterton". Spartacus Educational. Archived from the original on 4 February 2015. نه اخيستل شوی 4 February 2015.
- ↑ Haushalter, Walter M. (1912), "Gilbert Keith Chesterton", The University Magazine, vol. XI, p. 236 – via Internet Archive
- ↑ Chesterton and the child - A Collection of Papers presented at a conference of the Australian Chesterton Society on October 20, 2018, at Campion College Australia, Sydney (PDF). Sidney, Australia: Australian Chesterton Society. 2018. p. 41. Archived (PDF) from the original on 1 August 2019. نه اخيستل شوی 13 November 2019.
- ↑ Ker 2011، م. 162–163.
- ↑ Ker 2011، م. 265–266.
- ↑ Chesterton 1936، Chapter IV.
- ↑ Ker 2011، م. 1.
- ↑ Ker 2011، م. 13.
- ↑ Ker 2011، م. 41.
- ↑ Chesterton, G. K. (1911), "The Flying Stars", The Innocence of Father Brown, London: Cassell & Company, Ltd., p. 118
- ↑ Do We agree? A Debate between G. K. Chesterton and Bernard Shaw, with Hilaire Belloc in the Chair, London: C. Palmer, 1928
- ↑ "Clarence Darrow debate". American Chesterton Society. 30 April 2012. Archived from the original on 21 May 2014. نه اخيستل شوی 21 May 2014.
- ↑ "G.K. Chesterton January, 1915". Clarence Darrow digital collection. University of Minnesota Law School. Archived from the original on 21 May 2014. نه اخيستل شوی 21 May 2014.
- ↑ Programme, The Trial of John Jasper for the Murder of Edwin Drood, at King's Hall, Covent Garden, January 7th 1914. (A copy in a private collection, annotated by the original owner.)
- ↑ Chesterton 1936، مم. 231–235.
- ↑ Wilson, A. N. (1984), Hilaire Belloc, London: Hamish Hamilton, p. 219
- ↑ Cornelius, Judson K. Literary Humour. Mumbai: St Paul's Books. p. 144. ISBN 978-81-7108-374-9.
- ↑ Wodehouse, P.G. (1972), The World of Mr. Mulliner, Barrie and Jenkins, p. 172
- ↑ Ward 1944، chapter XV.
- ↑ Chesterton 1936، Chapter 16.
- ↑ Ker 2011.
- ↑ "Detection Club, The". Gadetection / Detection Club, The, gadetection.pbworks.com/w/page/7930445/Detection%20Club%2C%20The.
- Pages with script errors
- د ويکيډېټا په کينډيو کې تېروتنې
- د ويکيډاټا تيروتنې
- د ويکيډاټا توکو کاروونکي مخونه
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P19
- په ويکيډاټا کي خرابي
- د وفات کيدو سببونه د ويکيډاټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P27
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P101
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P737
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P856
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P345
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P935
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P227
- په ويکيډاټا کې غير پښتو نښانونه