Jump to content

جېن آسټن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جېن آسټن
Jane Austen (انګليسي) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږونځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۱۶ ډيسمبر ۱۷۷۵[۴][۵][۶] — ۱۷۷۵[۷] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۱۸ جولای ۱۸۱۷[۸][۹][۶] — ۱۸۱۷[۷] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې لامل
مړينې ځای
مړينې لامل
ښخولو ځای
زدکړنځی
ژبې
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وروڼه او خويندې
ژانر
ژانر
دین
جوړښت
د معماري سټایل
د اوب رنگو او وچکښ په مرسته کښل شوی د جېن آسټن انځور ، ښايي د هغې د خور کسندرا آسټن لخوا په کال ۱۸۱۰ زېږيز کې کښل شوی وي

جېن آسټن (په انگرېزي:Jane Austin) يوه انگرېزه ناول لیکونکې وه . د هغې ادبي ځېل د مينې په کړکیسه اییز بنسټ ولاړه وه . له همدې کبله ېې په انگرېزي ادبياتو کې تر ټولو ډېر لوستوال وموندل.. د هغې په لیکنو کې د ريښتینوالي او ټولنیزو تودو نیوکو برسېره په لیکنه کې ېې د کرکتر د شنلو اړخ په کنايه اییزه توگه او خندني طرز له کبله د خلکو ، نقادانو او پوهاندو ترمنځ يو ځانگړی او مهم ځای خپل کړ.

دناولونو ځېلونه

د نوموړې نالونه د هغې د خپل ژوند انعكاس او انځورونه جوړوي، دې خپل ټول ژوند د ټولنې له ځينو برخو څخه ليرې تېر كړ، د دې نژدې ملگري د خپلې کورنۍ غړي او يا هم د ورته ټولنيز موقف څښتنان وو، ځكه خو يې په ناولونو كې يوازې دوې يا درې منځنۍ او يا هم بډايه كورنۍ ليدلاى شو.

همدارنگه د نوموړې ناولونه زياتره د كليوال او له ښاره ليرې ژوند په اړه دي، كوم چې د جاني زړه ته ډېر نژدې و.

د جېن په ناولونو كې په خپل زړه او سم واده كولو موضوع هم ډېره تر سترگو كيږي، د هغې په وخت كې د نر او ښځو دواړو لپاره واده كول ډېره غټه مسله وه، زياتره مهال به د واده پر وخت د يو بل پيسې او شتمنې هم په پام كې نيول كېده.

د يوې ليكوالې په توگه هغې هر وخت دغه ټكي غندلې، د ساري په ډول په Pride and Prejudice (غرور او تعصب) نومي ناول كې په هغې مور ډېرې ټوكې او ملنډې وهل شوى چې غواړې خپلې لوڼې د شتمنۍ په بدل كې واده كړي.

جېن پخپله هيڅكله واده و نه كړ،بېله يو څو د مينې له اړيكيو نه ټول وخت همداسې يوازې پاته شوه، نوموړې د خپلو ناولونو د لوبغاړو برعكس په واده كې هيڅ دلچسپي نه لرله.

د جېن د ناولونو زور په دې كې هم دى چې نوموړې دا وړتيا لرله چې د خپل لوبغاړي، او انساني اړيكيو تل ته تلله، كه څه هم له دې دواړو لږ ليرې پاته شوې وه.

هغې په ځانگړې ډول د خپل ځان غوندې د منځنۍ طبقې د ښځو د رول او غوښتنو په اړه وليكل او په دې برخه كې يې مرسته وكړه، همدارنگه يې د ښځو پر وړاندې ټولنيزو بنديزونو ته په ډېر شوخ انداز پېغور وركړ، او د ښځو د آواز په جگولو كې يې مرسته وكړه.

د جېن آسټن د ژوند پر مهال هم د هغې ناولونه ډېر زيات مشهور و، د هغې د مرستندويانو څخه يو هم والټر سكاټ و چې د دې د ناولونو په اړه يې ويلي:

دغه ځوانه نجلۍ د دې پوره وړتيا او استعداد لري چې د عام وگړي احساسات بيان كړي، ما تر اوسه پورې داسې ليكنه نه ده ليدلې.

د برتانيې څلورم پاچا له نوموړې څخه غوښتنه وكړه چې د هغې يو ناول دې ده ته ډالۍ شي، يو ناول يې Emma هغه ته ډالۍ شوى خو پر دې سربېره جېن د پاچا خوا ته ډېر پام نه كوه او په هغه كې يې څه خاصه دلچسپې يې نه ښودله.

د جېن په اړه ادبي كره كتوونكى مارك ټوېن ويلې:

جېن آسټن؟ زه به يوازې دومره ووايم چې هر هغه كتابتون ښه دى چې د جېن يو اثر په كې پروت وي، كه څه هم په ټوله كتابتون كې بل كتاب نه وي.

جېن آسټن په ۱۸۱۶ كې د ۴۱ كلونو په عمر مړه شو، او په وينچسټر كې خاورو ته وسپارل شوه، د نوموړې په نوم دوه ميوزيمونه جوړ شوي دي، چې يو يې هغه ځاى دى چيرې چې دا اوسېدله.

په ۲۰۰۵ م كال كې د هغې Pride and Prejudice ناول د بي بي سي د رايې ټولونې له مخې د ټول وخت ښه ناول وټاكل شو.

جېن آسټن همدارنگه د خلكو د رايو له مخې په ۱۰۰ لويو برتانويانو او په ۵۰ هغه ښځو كې راغلې چې نړۍ ته يې بدلون وركړى.

ژوند او زده کړې

آسټن خپل ټول ژوند د يوې اشرافي کورنۍ د غرور دچتر لاندې په محرومه فضا کې تېر کړ. هغه د يوه پريسټ (عیسوي ملا) لور وه . هغې ته لومړنۍ زده کړې خپل له کوره پیل شوې . په لومړي سر کې ېې پلار پرې خپل لخوا لوست پیل کړ بیا ېې مشرانو وروڼو او په پای کې دې خپله د لوست سره د مینې لرلو له کبله ځان تر د لیکوالۍ کچې پورې ورساوه .

د جېن آسټن کورنۍ

جوېنیه (د يادښت لیکچه)

پېغلتوب

لومړني ناولونه

مړینه

سرچینې

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ناجوت ارزښت. "Jane Austen". Brockhaus and Efron Encyclopedic Dictionary. Volume II, 1890 (په روسي).
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ذکر کېدنه: Great Soviet Encyclopedia (1969–1978). Section, verse, paragraph, or clause: Остин Джейн. Retrieved: ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۵. Publisher: The Great Russian Encyclopedia. اثر ژبه: روسي. خپرېدو نېټه: ۱۹۶۹.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ذکر کېدنه: Concise Literary Encyclopedia. Publisher: The Great Russian Encyclopedia. اثر ژبه: روسي. خپرېدو نېټه: ۱۹۶۲.
  4. ذکر کېدنه: Concise Literary Encyclopedia. Quotation: 16.XII.1775. عنوان: Jane Austen. Publisher: The Great Russian Encyclopedia. اثر ژبه: روسي. خپرېدو نېټه: ۱۹۶۲.
  5. Bibliothèque nationale de France. "Jane Austen (1775-1817)". BnF authorities (په فرانسوي ژبه). نه اخيستل شوی 10 October 2015.{{cite web}}: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link)
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ "SNAC" (په انګرېزي ژبه). نه اخيستل شوی 9 October 2017.{{cite web}}: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link)
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ ۷٫۲ ذکر کېدنه: Library of the World's Best Literature. خپرېدو نېټه: ۱۸۹۷.
  8. ذکر کېدنه: Concise Literary Encyclopedia. Quotation: 18.VII.1817. Publisher: The Great Russian Encyclopedia. اثر ژبه: روسي. خپرېدو نېټه: ۱۹۶۲.
  9. ذکر کېدنه: انټرنېټ ادارې دوتنه. Retrieved: ۹ اپرېل ۲۰۱۴. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
  10. "Jane Austen: A great English novelist - Winchester Cathedral".
  11. "Why did Jane Austen go to school in Reading?". Reading Museum. نه اخيستل شوی 21 January 2019.
  12. Bibliothèque nationale de France. "BnF authorities" (په فرانسوي ژبه). نه اخيستل شوی 10 October 2015.{{cite web}}: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link)
  13. ذکر کېدنه: Czech National Authority Database. NL CR AUT ID: jn19990000321. Retrieved: ۱ مارچ ۲۰۲۲.
  14. CONOR.SI ID: 8965475. ذکر کېدنه: CONOR.SI.
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ ذکر کېدنه: BeWeB. BeWeb person ID: 4586. Retrieved: ۱۳ فبروري ۲۰۲۱.
  16. ISBN-13: 978-0-140-43334-0.
  17. Bibliothèque nationale de France. "BnF authorities" (په فرانسوي ژبه). نه اخيستل شوی 10 October 2015.{{cite web}}: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link)
  18. ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ ۱۸٫۲ ۱۸٫۳ ۱۸٫۴ ۱۸٫۵ ۱۸٫۶ ذکر کېدنه: Kindred Britain.