Jump to content

حوسي د سن مارتین

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
حوسي د سن مارتین
حوسي د سن مارتین

د شخص مالومات
زېږون نوم
پيدايښت
مړینه
استوګنځای بوئنوس آيرز

مادريد لندن (۳۱ اگسټ ۱۸۱۱–۱۲ جنوري ۱۸۱۲) پاريس   ويکيډاټا کې (P551) ځانګړنې بدلې کړئ

تابعیت ارجنټاین   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه
د کړنې څانګه سياست [۶]  ويکيډاټا کې (P101) ځانګړنې بدلې کړئ
پوځي خدمت
مقام جنرال [۷]

بريد جنرال   ويکيډاټا کې (P410) ځانګړنې بدلې کړئ

جګړه/جګړې د ټاپو وزمې جګړه   ويکيډاټا کې (P607) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
حوسي د سن مارتین

وېبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ
  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

حوسي فرانسیسکو د سن مارتین ماتوراس (۲۵ فبروري ۱۷۷۸ – ۱۷ اګست ۱۸۵۰ زکال) چې په ساده توګه د حوسي د سن مارتین یا د ارجنټاین، چلي او پیرو د خپلواکي ګټونکي په توګه پېژندل کېږي؛ ارجنټایني جنرال او د هسپانیا له سترواکۍ څخه د سویلي او مرکزي امریکا د خپلواکۍ د مبارزې رهبر و چې د پیرو د ساتونکي په توګه یې خدمت وکړ. نوموړی د معاصر ارجنټاین په یاپایو کورینتس کې وزېږېد او په اووه کلنۍ کې یې ریودولاپلاتا پرېښود څو د هسپانیا په مالاګا کې زده کړې وکړي. [۸]

په ۱۸۰۸ زکال کې سن مارتین د فرانسې په وړاندې د ټاپووزمې په جګړه (Peninsular War) کې له ونډې اخیستو وروسته په لندن کې د سویلي امریکا له خپلواکۍ غوښتونکو سره اړیکه ټینګه کړه. په ۱۸۱۲ زکال کې بونس ایرس ته ولاړ او د ریودولاپلاتا متحدو ایالتونو یا د معاصر ارجنټاین لپاره یې یو لړ خدمات وړاندې کړل. د سن لورنزو له جګړې او په ۱۸۱۴ زکال کې د شمالي پوځ له رهبرۍ وروسته هغه د هسپانوي ځواکونو د ماتولو په موخه چې متحد ایالتونه یې له شمال لوري څخه ګواښل د پیرو د نایب السلطنتۍ د ځای نیونکي مسیر څخه په ګټنې طرح جوړه کړه. په دغه طرح کې د اندیس پوځ په نامه د ارجنټاین په کویو ایالت کې د نوي پوځ جوړول شاملېدل. له دغه ځای څخه نوموړي له آندیس نه چلي ته رسېدل رهبري کړل او د چاکابوکو او مایپو په جګړو (۱۸۱۸ زکال) کې بریالی شو؛ په دې توګه یې چلي له سلطنتي حکومت آزاد کړ. له دې وروسته یې په لیما کې له هسپانویانو سره د جګړې په موخه د پیرو پر لور حرکت وکړ.

د ۱۸۲۱ زکال د جولای په ۱۲ مه د لیما د یوې برخې له کنټرول وروسته سن مارتین د پیرو د ساتونکي په توګه ونومول شو او د جولای په ۲۸ مه د پیرو خپلواکي په رسمي توګه اعلان شوه. د ۱۸۲۲ زکال د جولای په ۲۶ مه یې د بندو دروازو تر شا له خپل ازادي غوښتونکي ملګري سیمون بولیوار سره چې د ایکواډور د ګوایاکیل سیمې څخه و ناسته وکړه. بولیوار د پیرو د بشپړې ازادۍ مسئولیت پر غاړه واخیست. سن مارتین په ناڅاپي ډول له دغه هېواد څخه ووت، له خپل پوځ څخه یې استعفا ورکړه، ځان یې نور له سیاست او پوځ څخه ګوښه کړ او په ۱۸۲۴ زکال کې یې فرانسې ته کډه وکړه. د دغې غونډې جزیات د راتلونکو تاریخ پوهانو لپاره په بحث جوړونکې موضوع واوښتل.

سن مارتین د ارجنټاین، چلي او پیرو د ملي اتل، لوی پوځي قوماندان او له هسپانیا څخه د سویلي امریکا ازادي ګټونکی بلل کېږي. د آزادي ګټونکي جنرال سن مارتین مډال (Orden del Libertador General San Martín) چې د هغه په ویاړ جوړ شوی د ارجنټاین تر ټولو لوړ دولتي مډال دی.

په اروپا کې پوځي فعالیت

[سمول]

سن مارتین د افریقا په شمال کې د هسپانویانو په یو شمېر جګړو کې ونډه لرله؛ په دغو جګړو کې په ۱۷۹۱ زکال کې د موورانو په وړاندې په اوران او ملېلا کې جګړې شاملېږي. په ۱۷۹۳ زکال کې د ۱۵ کلنۍ په عمر د هغه رتبه بریدمنۍ (Sub-Lieutenant) ته لوړه شوه. هغه د دویم ائتلاف په جګړه کې له سمندري ځواک سره مل شو دا هغه مهال و چې د فرانسې په انقلاب کې هسپانیا له فرانسې سره د لویې بریتانیا پر ضد یو موټې شوه. د هغوی بېړۍ سانتا دوروتیا (Santa Dorotea) د بریتانیا د سلطنتي سمندریز ځواک له خوا ونیول شوه او نوموړی یې د یو څه مهال لپاره د جګړې د اسیر په توګه وساته. له خوشي کېدو ډېر ژر وروسته هغه د هسپانیا په سویل په ځانګړې توګه په کادیز او جبل الطارق کې په پیاده ځواکونو کې د دویم بریدمن په رتبې جګړې ته ادامه ورکړه. نوموړي په ۱۸۰۱ زکال کې د هسپانیا په لوري کې د پرتګالیانو پر وړاندې جګړه کې ونډه واخیسته. په کادیز کې د استوګنې پر مهال هغه د روڼ آندۍ له هسپانوي نظریاتو اغېزمن شو. [۹][۱۰][۱۱]

په ۱۸۰۸ زکال کې د ټاپو وزمې د جګړې په پیلېدو سره، سن مارتین د فرانسیسکو ماریا سولانو اورتیز د روزاس د یاور په توګه وټاکل شو. روزاس په افرنسادو (د فرانسې له خوا د پرتګال او هسپانیا د نیولو په ملاتړي توب) تورن شو او د یو وګړیز پاڅون له خوا ووژل شو، هغه یې د اعدام له پړي راوغورځاوه او په سړکونو کې یې کش کړ. سن مارتین د اندلس پوځ ته ولېږل شو او هلته یې د داوطلبو ځواکونو مشري وکړه. د ۱۸۰۸ زکال په جون میاشت کې د هغه کنډک د خوان دلاکروز مورژون په مشرۍ له چریکي ځواکونو سره ادغام شو. نوموړی د ارجونیلا په جګړه کې نږدې و چې مړ شو، خو د ډلګی مشر جوآن د ډایوس له خوا وژغورل شو. د ۱۸۰۸ زکال د جولای په ۱۹ مه هسپانوي او فرانسوي ځواکونو په بایلن جګړه کې ونډه واخیسته، د هسپانویانو بریا اندلسي ځواکونو ته لار برابره کړه چې په مادرید برید وکړي او هغه محاصره کړي. په دغه جګړه کې سن مارتین د خپلو فعالیتونو په ویاړ د سرو زرو مډال ورکړل شو او رتبه یې ډګرمنۍ ته لوړه شوه. د ۱۸۱۱ زکال د مۍ په ۱۶ مه هغه د البوئرا په جګړه کې د جنرال ویلیام کاربرسفورډ تر قوماندې لاندې جګړه وکړه. دغه مهال فرانسوي ځواکونو یوازې له کادیز پرته د ایبري ټاپو وزمې ډېرې برخې په خپل کنټرول کې لرلې. [۱۲]

سن مارتین د یو شمېر بحث پارونکو لاملونو له امله د هسپانیا له پوځ څخه استعفا ورکړه؛ سویلي امریکا ته یې کډه وکړه او هلته له هسپانیا څخه له خپلواکي غوښتونکو امریکايي جګړو سره مل شو. تاریخ پوهان د نوموړي د دغه کار لپاره ګڼ شمېر لاملونه یادوي: تر ټولو رایج یې دا دي چې هغه په خپله مورنۍ خاوره پسې خواشینی شوی و، یا  د بریتانویانو له خوا استخدام شوی و او بل دا چې د دواړو جګړو موخې له یوبل سره همغږې وې. لومړنی توضیح څرګندوي هغه مهال چې د خپلواکۍ جګړې پیل شوې سن مارتین فکر وکړ چې نور یې مسئولیت خپل هېواد ته بېرته تګ او هلته په پوځي برخه کې خدمت کول دي. دویمه توضیح بیا د دې څرګندويي کوي چې بریتانیا د سویلي امریکا د هېوادو له خپلواکۍ ګټه اخیستله او د همدې لپاره یې سن مارتین د دغې موخې د پوره کولو لپاره لېږلی و. دریم یې بیا څرګندوي چې د هغه دواړو جګړو د روڼ آندۍ او مطلق پالنې ترمنځ له شخړو سرچینه اخیسته، له همدې امله سن مارتین همدارنګه هماغه جګړه پیل کړه چې د امریکا په لویه وچه کې یې یوازې د هسپانیا د مطلقې بېارغونې وروسته جدايي غوښتونکي اهداف راوپارول. [۱۳]

سن مارتین په ۱۸۱۱ زکال کې له Lodge of Rational Knights څخه په کار لاس پورې کړ. دوی د کارلوس ماریا د الوئار په کور کې سره راغونډ شول؛ د دغې ناستې نور غړي حوسي میګل کارارا، الدائو، بلانکو انکالادا او نور کریلو وګړي یا هسپانوي الاصله امریکایان و. دوی ومنله چې خپلو سیمو ته ستانه شي او هلته له انقلابي خوځښتونو سره لاس یو کړي. سن مارتین له پوځ څخه د تقاعد غوښتنه وکړه او بریتانیا ته کډه شو. هغه د لنډ مهال لپاره هلته پاتې شو او هلته یې له ګڼ شمېر نورو سویلي امریکایانو سره ولیدل د هغوی ناستې د لندن د بلومزبري د ګرافټون واټ په ۲۷ سړک کې د وینزویلایي جنرانل فرانسیکو دمیرانډا په کور کې ترسره شوې. وروسته د بریتانوي جورج کنیینګ په کشتۍ کې له نورو سویلي امریکایانو لکه الوئار، فرانسیسکو حوسي د ورا او ماتیاس زاپیولا او همدارنګه هسپانوي فرانسیسکو چېلاورت وادواردو سره په ګډه بونس ایرس ته ولاړل. دوی د ۱۸۱۲ زکال د مارچ په ۹ مه هلته ورسېدل څو د هغه ځای د لومړني درې اړخیز دولت په اډانه کې خدمت وکړي. [۱۴][۱۵][۱۶]

سرچينې

[سمول]
  1. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/4367 — subject named as: José de San Martin — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/4366 — subject named as: José de San Martin — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/4115 — subject named as: José de San Martin — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/san-martin-jose-de — subject named as: José de San Martín — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. انټرنېټ موويز ډېټابېس آئ ډي: https://www.imdb.com/name/nm4660606/ — د نشر نېټه: ۱۳ اگسټ ۲۰۱۵
  6. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jo20191033646 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  7. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jo20191033646 — د نشر نېټه: ۱۹ ډيسمبر ۲۰۲۲
  8. John Lynch, San Martin: Argentine Soldier, American Hero (2009)
  9. Galasso 2000، م. 26–27.
  10. Galasso 2000، م. 28.
  11. Galasso 2000، م. 24–26.
  12. Galasso 2000، م. 26–32.
  13. Galasso 2000، م. 33–50.
  14. "Francisco de Miranda Blue Plaque". londonremembers.com. نه اخيستل شوی 7 May 2013.
  15. Jaksic, Ivan (2006). Andrés Bello: Scholarship and Nation-Building in Nineteenth-Century Latin America. Cambridge University Press. p. 33. ISBN 978-0-521-02759-5.
  16. Galasso 2000، مم. 51–64.