Jump to content

خالده ضيا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
خالده ضيا
خالده ضيا

د شخص مالومات
پيدايښت ۱۹۴۵
تابعیت برېتانوي هند

پاکستان بنګله دېش   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ

ګوند بنګله دېش ملتپال ګوند   ويکيډاټا کې (P102) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
مورنۍ ژبه بنګالي ژبه   ويکيډاټا کې (P103) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکې ژبه بنګالي ژبه   ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ

خالده ضیا ( بنګالي : খালেদা জিয়া) ( په ۱۵ اګست ۱۹۴۵ په بنګله دېش کې زېږېدلې) یوه بنګله دېشۍ سیاستواله ده. نوموړې له ۱۹۹۱ تر ۱۹۹۶ او بیا له ۲۰۰۱ تر ۲۰۰۶ پورې د بنګله دېش لومړۍ وزیره وه.

خالده ضيا د بنګله دېش د محافظه کار ګوند مشري کوله، چې د مرکزي ښي اړخ ګوند ګڼل کیږي، په داسې حال کې چې د هغې اصلي سیالې شيخ حسينه د مرکزي کیڼ ګوند عوامي لیګ مشري کوله، چې لېبرال او سیکولر نظرونه لري. [۱]

سياسي ژوند

[سمول]

د جنرال ضیاء الرحمن له ترور سره سم په ۱۹۸۱ زېږديز کال، خالده ضيا د سياست ډګر ته راننوته او د بنګله دېش ملتپال ګوند مشري يې په لاس کې واخيسته. ټولټاکنو ته د زمينې برابرېدو سره سم يې د ۱۹۹۱زېږديز کال د فېبرورۍ مياشتې ټاکنو کې د بنګله دېش ملتپال ګوند له لوري ونډه واخيسته، چې د پارلمان زياتره څوکۍ د دوی ګوند وګټلې او د بنګله دېش په تاريخ کې د لومړنۍ ښځينه لومړۍ وزيرې په توګه يې د بنګله دېش له پارلمانه د باور رايه واخيسته.[۲]

دغه ګوند د ۱۹۹۶ کال د ټاکنو په بل پړاو کې د پام وړ بریا تر لاسه کړه او مېرمن ضیا بیا د لومړۍ وزيرې په توګه وګمارل شوه. [۳]

خالده ضیا د ۲۰۰۶ کال په ډېسمبر میاشت کې د دغه هېواد د ملتپال ګوند له مشرې لېرې شوه. دا اقدام په داسې حال کې وشو چې د بنګله دېش ملي ګوند کې د خالده ضیا د پلویانو او اصلاح غوښتونکو تر منځ سخت اختلافات رامنځ ته شول. د بنګله دېش د مالیې پخوانی وزیر چې د دغه هېواد د ملتپال ګوند له مخالفانو څخه دی، اعلان وکړ چې د خالده ضیا په غیاب کې د هغې د کفيل په توګه ټاکل شوی دی. په ورته وخت کې خالده ضیا او د هغې زوی عرفات رحمان د اختلاس په تور ونیول شول. [۴]

خالده ضيا د اختلاس، مالي فساد او له واکه د ناوړه استفادې په تور زندان ته ولېږل شوه، په داسې حال کې چې د عوامي ليګ ګوند مشره او د خالده ضيا سخته سياله مېرمن شيخ حسينه واجد هم له ورته برخليک سره مخ شوه. دواړو ادعا کوله چې تورونه يې سیاسي انګېزه لري او هیڅ قانوني بنسټ نه لري. [۵]

د دغو دوو ګوندونو ترمنځ شخړه چې د بنګله دېش په سیاسي ډګر کې تر ټولو معتبر ګوندونه ګڼل کېږي، د دې لامل شو چې پوځ د انتقالي حکومت ملاتړ وکړي او په بنګله دېش کې پر ټولو سیاسي فعالیتونو بندیز ولګوي. [۶]

سرچينې

[سمول]
  1. غیبت سیاستمداران به سود سیاستمداران دیپلماسی ایرانی، ۱۳ شهریور ۱۳۸۶. بازدید: اوت ۲۰۱۱.
  2. همشهری آن‌لاین، به نقل از بی‌بی‌سی: خالده ضیا. بازدید: سپتامبر ۲۰۱۱.
  3. همشهری آن‌لاین، به نقل از بی‌بی‌سی: خالده ضیا. بازدید: سپتامبر ۲۰۱۱.
  4. روزنامه کیهان> شماره ۱۸۹۳۷ ۹/۸/۸۶> صفحه ۱۶ (اخبار خارجی).
  5. دیپلماسی ایرانی[مړه لينکونه]، ۱۳ شهریور ۱۳۸۶. بازدید: اوت ۲۰۱۱.
  6. همان.