Jump to content

ديميتر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په لرغوني يوناني دين او افسانو کې، ديميتر د فصلونو د لو او کرنې المپايي ښځينه خدايه ده، چې په فصلونو، غلو دانو، خوراکونو او د ځمکې په ښېرازۍ څارنه کوي. که څه هم ديميتر تر ډېره بريده د غلو دانو د ښځينه خدايې په توګه پېژندل کېږي، هغه همدا راز د روغتيا، زېږون، او واده د خدايې په توګه هم راڅرګنده شوې ده، او د مړيو له نړۍ سره يې اړيکې درلودې. هغې ته Deo (Δηώ Dēṓ) هم ويل کېدل. په يوناني روايت کې، ديميتر د «ريا» او «کرونس» ټيتانانو دويم بچی دی، او د هيسټيا، هيرا، هيډز، پوسيډن او زيوس خور ده. له زيوس پرته د نورو خوېندو وروڼو په څېر، هغه هم خپل پلار تېره کړې وه خو زيوس ژغورلې وه.[۱][۲]

د خپل ورور له لارې، هغه د پرسفيني مور شوه، چې د ښېرازۍ يوه ښځينه خدايه او بيا راژوندۍ شوې خدايګوټې وه. د هومريکي حمدونو څخه يو مشهور حمد چې ديميتر ته د هومريکي حمد په نوم دی، د هيډز له خوا د پرسفيني د تښتولو او د ديميتر له خوا د هغې د لټون کيسه کوي. کله چې د مړيو د نړۍ پاچا «هيډز» هيله وکړه چې پرسفيني خپله مېرمنه کړي، هغه يې د زيوس په اجازې سره، له يوې کروندې هغه مهال وتښتوله، کله چې هغې ګلان ټولول. ديميتري هر ځای کې هغه ولټوله تر څو خپله ورکه لور پيدا کړي؛ خو تر هغه وخته يې دا لټون بې ګټې و چې هغې ته خبر و رکړل شو چې هيډز هغه د مړيو نړۍ ته وړې ده. په ځواب کې، ديميتر د کرنې د ښځينه خدايې په توګه خپلو دندو ته شا کړه، ځمکه يې په يوه وژونکې قحط کې واچوله، چېرته چې به هېڅ نه راشنه کېدل، او په دې ډول د فاني کېدونکو د مړينې لامل وګرځېده. زيوس هيډز ته امر وکړ چې د ناورين څخه د خوندي کېدو لپاره پرسفيني خپلې مور ته ستنه کړي. په هر حال، له دې امله چې پرسفيني د مړيو د نړۍ خوراک کړی و، هغې نه شول کولای له ديميتر سره د تل لپاره و اوسېږي، بلکې اړ وه چې کال د خپلې مور او خپل مېړه تر منځ ووېشي، موسمي جريان يې تشریح کړ، ځکه که پرسفيني ولاړه شي، نو ديميتر به بوټي شنه کېدو ته پرېږنږدي.[۳][۴]

د هغې د فرقې په القابو کې سيټو (Σιτώ) لقب شامل دی، "يعنې د غلو دانو والا"، يعنې د خوراک او غلې ورکونکې، او «تيزموفوراس» (θεσμός: تيسموس: خدايي حکم، ناليکلی قانون؛ φόρος، فورس: راړونکی، پورته کونکی)، "د دودونو ورکونکې" يا "قانون جوړونکې"، چې دا يوازې د ښځو لپاره د پټ جشن «تيسموفوريا» سره تړاو لري. که څه هم ديميتر اکثره د فصل د ښځينه خدايې په توګه تشریح کېږي، خو هغې د سپېڅلي قانون او د ژوند او مرګ جريان څارنه هم کړې ده. هغه او د هغې لور پرسفيني په اليوسينيايي اسرارو کې مرکزي څېرې وې، دا يو مذهبي دود دی، کوم چې د اولمپيايي عبادتځای څخه مخکې و، او ښايي چې په مايسينيايي پړاو شا او خوا 1400 – 1200 مخزېږديز کې خپلې رېښې ولري. [۵][۶][۷][۸]

ديميتر اکثره د اناتوليا د ښځينه خدايې «سايبيلي» د شخصيت په توګه بلل کېږي، او هغه د رومي ښځينه خدايې «سيريس» سره يوځای پېژندل کېږي.

د نوم رېښې (لغتپوهنه)

[سمول]

ښايي چې ديميتر په A خطي ليک کې په درې اسنادو (AR Zf 1 او 2 او KY Za 2) د da-ma-te په توګه راڅرګند شوی نوم وي، درېیواړه مذهبي حالاتو ته وقف شوي دي، او درېيواړه يوازې يو نوم لري (په AR Zf 1 او 2 i-da-ma-te). د دې شونتيا نه شته چې ديميتر د B خطي ليک (مايسينيايي يوناني) ډبرليک (PY En 609) کې د da-ma-te په توګه راڅرګند شوی نوم وي؛ ښايي چې د da-ma-te د ټکي څخه موخه "کورونه" وي. له بلې خوا د si-to-po-ti-ni-ja ټکی، چې معنا يې ده "د غلو پوټنيا" [پوټنيا د ښځينه خدایې لقب دی، چې د مالکې او مېرمنې معنا لري]، داسې بلل کېږي چې د هغې د برونز عصر سلف يا د هغې له القابو څخه يو لقب ته اشاره کوي.[۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د مور خدايې په توګه د ديميتر حيثيت د هغې د نوم په دويم عنصر meter (μήτηρ) کې پېژندل شوی دی چې له پروټو-اندو-اروپايي ټکي *méh₂tēr (يعنې مور) څخه اخيستل شوی دی. په لرغونې زمانه کې، د دې د نوم د لومړي عنصر [برخې] لپاره بېلا بېل تشريحات وړانديز شوي دي. شونې ده چې د Da (Δᾶ) برخه يې، هغه ټکی چې په اټيکي ژبه کې له Gē (Γῆ) سره برابر دی، دا د De (Δῆ) د ټکي ډوريک بڼه وي چې د ځمکې په معنا دی، دا د مړيو د نړۍ د ځمکې د ښځينه خدايې زوړ نوم و، او دا چې ديميتر بيا "مور-ځمکه" ده. «ليډل» او «سکاټ» دا ناشونې بولي، او «بيکس» ليکلي دي چې، "داسې هېڅ اشاره نه شته چې [da] د ځمکې معنا لري، په داسې حال کې چې دا د «پوسيډين» په نوم هم اټکل شوی دی، کوم چې په B خطي متن کې د E-ne-si-da-o-ne "د ځمکې لړزونکی" معنا لري. «جان چاډويک» همدا راز دليل وايي چې د ديميتر په نوم کې د dā عنصر په دومره اسانۍ له "ځمکې" سره برابر نه دی.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

«ايم.ايل. ويسټ» وړانديز کړی د ديميتر (Demeter) ټکی، چې په لومړيو کې د Damater په بڼه ليکل کېدو، ښايي چې د اليرين معبود څخه پور شوی وی، چې په «ميسيپکي» معبود «Damatura» کې يې تاييد شوی دی، په داسې حال کې چې له matura (مور) سره د dā- (ځمکه، د پروټو-اندوـاروپايي *dʰǵʰ(e)m- څخه اخيستل شوی دی) بڼه يوځای کړای شوې ده، چې د اليرين خدای Dei-paturos (dei، يعنې اسمان، له paturos سره وصل شوی دی چې د پلار معنا لري) مشابه دی. د ليزبيان بڼه يې چې Dō- ده، ښايي په ساده ډول د يو غير يوناني نوم، د يو مختلف ولسي تلفظ څرګندونه وکړي.[۲۰]

يو بل اند دا وړانديز کوي چې ښايي د De- عنصر له Deo سره تړاو ولري، چې د ديميتر يو لقب دی، او ښايي چې دا بيا له «کريټي» ټکي dea (δηά)، «ايوانيکي» ټکي zeia (ζειά)- څخه اخيستل شوی وي، چې اوسنيو پوهانو په جلا جلا ډول د سپينو شويو غنمو، سپيلټ ډوله غنمو، جودرو او نورو غلو دانو په ډول پېژندلي دي – نو په دې ډول هغه مور او په عام ډول د خوراک ورکونکې ده. دا اند د برتانوي پوهاند «جين ايلن هيريسن» له خوا هم شريک شوی دی، څوک چې وړانديز کوي چې د ديميتر د نوم معنا ده د غلو مور، نه دا چې د ځمکې مور. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

يوه بديله پروټو-اندو-اروپايي لغتپوهنه د «پوټنيا» او «ډيسپوينا» له لارې منځ ته راغلې ده، چېرته چې Des- د پروټو-اندو-اروپايي *dem (کور، ګمبده) استازولي کوي، او د Demeter معنا ده "د کور مور" (چې د پروټو-اندو-اروپايي د *dems-méh₂tēr څخه اخيستل شوی ټکی دی). «ار.ايس.پي.بيکس» يو يوناني تفسير ردوي، خو اړينه نه ده که يوناني نه وي، نو بيا دې دا اندو-اروپايي وي.[۲۵][۲۶]

انځور پوهنه

[سمول]

ديميتر ډېر ځله د ګلانو، تازه ميوو، او غلو دانو په ګډون د فصل د لو کولو له انځورونو سره تړلې وي. کله کله هغه له خپلې لور پرسفيني سره انځور شوې ده. په هر حال، ديميتر په عموم کې له خپل کوم مېړه سره نه ده انځور شوې؛ يوازېنۍ استثناء يې «ايژن» دی، د «کريت» هغه ځوان چې له نوموړې سره درې ځلې په قلبه شوي فصل کې ملاست و، او له هغې وروسته د کينه کښ زيوس له خوا په اسماني برېښنا وژل شوی و.

«مارکس مينيليس» د لومړۍ پېړۍ په خپل رومي اثر «Astronomicon» کې، ديميتر د ابراجو د سيمې د غړوسکې د پېغلې، يعنې پېغله، په توګه ټاکلې ده. په هنر کې، د ستورو د غړوسکې پېغله په لاس کې وېږی لري، دا د هغې په لاس کې د غنمو يو ګورت دی او د زمري له برج سره نږدې ناسته ده.[۲۷]

په ارکاډيا کې، هغه د "توره ديميتر" په نوم مشهوره وه. د هغې په اړه ويل کېدل چې د خپل کشر ورور پوسيډن له تعقيب څخه د خوندي کېدو لپاره يې د اس بڼه خپله کړې وه، او د هغې د شکل سره سره، د هغه له خوا ورباندې جنسي تيری شوی و، هغې ټول تور لباس پر تن کړ او د وير کولو او د خپل ځآن د پاکولو په موخه يو غار ته ولاړده. له همدې امله نوموړې په دې سيمه کې د اس د سر لرونکې په توګه انځور شوې ده.[۲۸]

د تورې ديميتر يوه مجسمه اونټاس جوړه کړې وه.[۲۹]

سرچينې

[سمول]
  1. Merriam-Webster's Encyclopedia of Literature. Merriam-Webster. 1995. p. 314. ISBN 9780877790426.
  2. کينډۍ:LSJ
  3. Lorena Laura Stookey, Thematic Guide to World Mythology, p. 99.
  4. Lee W. Bailey, "Dying and rising gods" in: David A. Leeming, Kathryn Madden and Stanton Marlan (eds.) Encyclopedia of Psychology and Religion (2009) ISBN 038771801X Springer, pages 266–267
  5. کينډۍ:LSJ. Cf. کينډۍ:LSJ.
  6. Eustathius of Thessalonica, scholia on Homer, 265.
  7. The Broadview Anthology of Social and Political Thought: Volume 2: The Twentieth Century and Beyond (په انګليسي). Broadview Press. p. 643.
  8. John Chadwick, The Mycenean World. Cambridge University Press, 1976.
  9. Y. Duhoux, "LA > B da-ma-te=Déméter? Sur la langue du linéaire A," Minos 29/30 (1994–1995): 289–294.
  10. Y. Duhoux and A. Morpurgo-Davies, Companion to Linear B, vol. 2 (2011), p. 26. But see Ventris/Chadwick,Documents in Mycenean Greek p.242: B.Dietriech (2004):The origins of the Greek religion Bristol Phoenix Press. p.172
  11. "da-ma-te". Deaditerranean. Minoan Linear A & Mycenaean Linear B. Archived from the original on 18 March 2016. Retrieved 13 March 2014. "PY 609 En (1)". DĀMOS: Database of Mycenaean at Oslo. University of Oslo.
  12. Inscription MY Oi 701. "si-to-po-ti-ni-ja". Deaditerranean. Minoan Linear A & Mycenaean Linear B. Archived from the original on 20 March 2016. Retrieved 13 March 2014. "The Linear B word si-to". Palaeolexicon. Word study tool of Ancient languages. "MY 701 Oi (63)". DĀMOS: Database of Mycenaean atOslo. University of Oslo. Cf. Lua error in Module:Lang at line 998: attempt to call field 'is_Latin' (a nil value)..
  13. "mother | Origin and meaning of mother by Online Etymology Dictionary". etymonline.com.
  14. کينډۍ:LSJ.
  15. "demeter | Origin and meaning of the name demeter by Online Etymology Dictionary". etymonline.com.
  16. کينډۍ:LSJ.
  17. R. S. P. Beekes. Etymological Dictionary of Greek, Brill, 2009, p. 324.
  18. Adams, John Paul, Mycenean divinities – List of handouts for California State University Classics 315. Retrieved 7 March 2011.
  19. Chadwick, The Mycenaean World, Cambridge University Press, 1976, p. 87) "Every Greek was aware of the maternal functions of Demeter; if her name bore the slightest resemblance to the Greek word for 'mother', it would inevitably have been deformed to emphasize that resemblance. [...] How did it escape transformation into *Gāmātēr, a name transparent to any Greek speaker?" Compare the Latin transformation Iuppiter and Diespiter vis-a-vis *Deus pater.
  20. West 2007, p. 176: "The ∆α-, however, cannot be explained from Greek. But there is a Messapic Damatura or Damatira, and she need not be dismissed as borrowing from Greek; she matches the Illyrian Deipaturos both in the agglutination and in the transfer to the thematic declension (-os, -a). (It is noteworthy that sporadic examples of a thematically declined ∆ημήτρα are found in inscriptions.) Damater/Demeter could therefore be borrowing from Illyrian. An Illyrian Dā- may be derived from *Dʰǵʰ(e)m-"
  21. Orphic Hymn 40 to Demeter (translated by Thomas Taylor: "O universal mother Deo famed, august, the source of wealth and various names".
  22. Compare sanskr. yava, lit. yavai, Δά is probably derived from δέFα :Martin Nilsson, Geschichte der Griechischen Religion, vol. I (Verlag C.H.Beck) pp 461–462.
  23. Harrison, Jane Ellen (5 September 1908). "Prolegomena to the study of Greek religion". Cambridge [Eng.] : The University press – via Internet Archive.
  24. "Myths of Greece and Rome: Demeter and Persephone (Ceres and Proserpine)". sacred-texts.com.
  25. Frisk, Griechisches Etymological Woerterbuch. Entry 1271
  26. R. S. P. Beekes. Etymological Dictionary of Greek, Brill, 2009, p. 324.
  27. Stott, Carole (2019-08-01). Planisphere and Starfinder, pp. 69 (په انګليسي). Dorling Kindersley Limited. ISBN 978-0-241-42169-7.
  28. Simon Hornblower, Antony Spawforth, Esther Eidinow, eds. The Oxford Companion to Classical Civilization. OUP Oxford, 2014; Pausanias, 8.42.1–4.
  29. Pausainias, 8.42.7.