Jump to content

د قفقاز جګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د قفقاز جګړه یا د قفقاز لښکر کشي (په انګلیسي: Caucasus campaign) د روسیې سترواکۍ او عثماني سترواکۍ ترمنځ د وسلوالو نښتو ټولګه وه چې، وروسته ارمنستان، اذربایجان، ګرجستان، د شمالي قفقاز غرنی جمهوریت، د المان سترواکۍ، د مرکزي کسپین دیکتاورۍ او د برتانیې سترواکۍ هم د لومړۍ نړیوالې جګړې په اوږدو کې د منځني ختیځ جبهې د برخې په توګه په کې ګډون وکړ. د قفقاز جګړه له سویلي قفقاز څخه د ارمنستان تر لوړو سیمو پورې وغځېد او تر ترابزون، بیتلیس، موش او وان پورې ورسېده. د ځمکنیو جګړو سره په تور سمندر کې سمندریزې نښتې هم ملې وې.

د ۱۹۱۷ز کال په فبروري کې، د روسیې له انقلاب وروسته په سیمه کې د روسیې پرمختګ ودرېد. د روسیې قفقاز پوځ ډېر ژر تجزیه شو او د نوي ارمنستاني حکومت چې، له داوطلبو ارمني ځواکونو او غیر منظمو واحدونو سره، چې مخکې د روسي پوځونو برخه وه، څخه تشکیل شوی و، تعویض شو. د ۱۹۱۸ز کال په اوږدو کې سیمه لاهم د مرکزي کسپین دیکتاتورۍ، د غرني ارمنستان جمهوریت او د دانسترفورس په مستعار نامه د متحدینو یو مداخله کوونکی ځواک، چې د بین النهرین او غرب له جبهو څخه رامنځته شوی و، د استقرار شاهد و.      

د ۱۹۱۸ز کال د مارچ په ۳ مه نېټه، د عثماني سترواکۍ او روسیې ترمنځ د برست-لیتوفسک تړون سره جګړه پای ته ورسېده او د ۱۹۱۸ز کال د جون په ۴ مه نېټه عثماني سترواکۍ د ارمنستان، آزربایجان او ګرجستان سره د باتوم تړون لاسلیک کړ. د دې سره-سره، نښتو دوام پیدا کړ ځکه چې عثماني سترواکي لاهم د مرکزي کسپین دیکتاتورۍ، د غرني ارمنستان جمهوریت او د برتانیې د سترواکۍ دانسترفورس سره ښکېله وه، تر هغه پورې چې د ۱۹۱۸ز کال د اکتوبر په ۳۰مه نېټه د مودروس اوربند لاسلیک شو. د ارمنیانو ټولوژنه د یادې جګړې د بهیر په اوږدو کې ترسره شوه.

مخینه

[سمول]

د عثماني سترواکۍ اصلي موخه په قفقاز کې د سیمو بېرته نیول وو، د هغو سیمو په ګډون چې د روسو-ترکیې، ۱۸۷۷-۷۸ز کلونو د جګړې په پایله کې د روسیې سترواکۍ ورځنې نیولې وې. د عثماني ځواکونو لپاره د قفقاز جګړې ستراتیژیکې موخې د ارتیین، اردهان، قارص او باتوم بندر بېرته نیول وو. په دې سیمه کې بریا له پولنډي او ګالېشیایي جبهو څخه دې جبهې ته د روسي ځواکونو د انحراف په معنا وه. قفقاز ته لښکر کشۍ به په روسي ځواکونو منحرفوونکی اغېز کړی وای. د عثماني سترواکۍ دغه پلان د المان د ګټو سره همغږي لرله. المان د سرچینو د کمښت تشه ډکه کړه او د عثماني پوځ دریم پوځي ځواک مطلوبې منحرفونې ته د رسېدو لپاره وکارول شو. د جګړې وزیر انور پاشا هیله لرله چې بریا به د قفقاز د مسلمانانو د بغاوت سره په ګډه، تفلس او هاخوا ته د لارې پرانیستل اسانه کړي. د عثماني سترواکۍ ستراتیژیکه موخه د روسیې له لاسه د کسپین سمندر شاوخوا د هایدروکاربن د سرچینو ویستل وو. [۱][۲][۳]

روسیې د قفقاز جبهه د ختیځې (اروپایي) هغې په پرتله د لږ اهمیت وړ ګڼله. ختیځه جبهه د روسیې د تر ټولو ډېر انساني ځواک او سرچینو څخه برخمنه وه. روسیې په ۱۸۷۷ز کال کې د قارص ښار له ترکانو څخه نیولی و او د قارص او تورم بندر د بېرته نیولو په پار د قفقاز په لور د عثمانیانو پرمختګ ته اندیښمنه وه. د ۱۹۱۵ز کال په مارچ میاشت کې، د روسیې د باندنیو چارو وزیر، سرګي سازونوف، د برتانیې سفیر جورج بوچانان او د فرانسې سفیر وریس پالیولوګ سره په لیدنه کې وویل چې له جګړې وروسته د بادوامه توافق لپاره باید روسیه په قسطنطنیه (د عثماني سترواکۍ پلازمېنه)، د باسفوروس او دردانیل ابنا ګانو، د مرمرې سمندر، د انوس-میدیا تر لیکې پورې سویلي ترېس او همدارنګه د با سفوروس، ساکاریا سیند او د ازمیت خلیج ته نږدې نامشخصې نقطې ترمنځ د اناتولیې د تور سمندر ساحل ځینې برخو، بشپړ تسلط ولري. د روسیې تزاري ریژیم نیت درلود تر څو د شمالي اناتولیې او استانبول مسلمان نفوس د باور وړ قزاق مهاجرینو سره تعویض کړي.[۴][۵]

برتانویانو د انور پاشا د خپلواک ماورای قفقاز د رامنځته کولو د موخې د مخنیوي لپاره د روس انقلابي ځواکونو سره یوځای شول. د انګلیس-ایران د نفتو شرکت د عثماني سترواکۍ د جاه طلبیو په وړاندیز شوې لاره کې واقع و او د ایران په ټوله سترواکۍ کې، پرته له اذربایجان، ګیلان، مازنداران، اسدراباد او خراسان ولایتونو څخه یې د پترولیمو ذخیرو د استخراج انحصاري حق درلود. د برتانیې حکومت په ۱۹۱۴ز کال کې، مخکې له جګړې، د سمندریزو ځواکونو د تیلو د اکمالاتو لپاره له یاد شرکت سره قرارداد کړی و.   [۶]

ځواکونه

[سمول]

عثمانیان

[سمول]

عثمانیانو په سیمه کې د دریم پوځ په نامه یو مستقر پوځ درلود. په ۱۹۱۶ز کال کې یې مرستندوی ځواکونه ورته را ولېږل او دویم پوځ یې جوړ کړ. د نښتې په پیل کې د عثمانیانو د ترکیبي ځواکونو شمېر د ۱۰۰۰۰۰ څخه تر ۱۹۰۰۰۰ تنو رسېده. د دغو ځواکونو ډېرې برخې خورا کمزورې وسله لرله.

روسیه

[سمول]

روسیې له جګړې وړاندې، د قفقاز لوی نایب ایلاریون ورونتسوف-داشکوف په قوماندانۍ، د روسیې قفقاز پوځ همالته مېشت کړی و، چې شمېر یې ۱۰۰۰۰ تنه و. حقیقي قوماندان د هغه د پرسونل رییس جنرال نیکولای یودینیچ و. د قفقاز جګړې په پیل کې، روسان مجبور شول ترڅو د تاننبرګ او ماسوري جهیلونو په جګړه کې د ماتې خوړلو له امله تقریباً خپل نیمایي ځواکونه بروس ته ولېږي او یوازې ۶۰۰۰۰ سرتېري د ځان سره پرېږدي. سربېره پر دې، دا پوځ د ارمني جنرالانو نظربکوف، سیلیکیان او پیروموف سره چې په قفقاز کې پاتې شول، له خورا ډېر ارمني ملاتړ څخه برخمن و. د روسیې قفقاز پوځ په ۱۹۱۷ز کال کې شو پشو شو، ځکه چې د روسیې پوځ منظمو واحدونو له انقلاب وروسته لومړۍ لیکه پرېښوده. تر ۱۹۱۷ ز کال پورې، هغه وخت چې د روسیې قفقاز پوځ تجزیه شو، په یاده جبهه کې د ارمني توکم ۱۱۰۰۰۰—۱۲۰۰۰۰ سرتېري موجود وو. ختیځ ته نږدې د عثماني ځواکونو سره د جګړې په وخت کې، د ارمنیانو مجموعي شمېر ۱۵۰۰۰۰ تنو ته ورسېده (د نورو متحدو ځواکونو په ګډون).[۷][۸]

ارمنستان

[سمول]

د ۱۹۱۴ز کال په دوبي کې، د روسیې د وسلوالو ځواکونو تر نظر لاندې د داوطلبو ارمنیانو واحدونه رامنځته شول. یاد واحدونه په لومړیو کې د قفقاز نایب السلطنه لخوا د پوځي واحدونو په توګه (نه د روسیي قفقاز د امر لاندې برخې په توګه) رامنځته شول. د یادو ځواکونو قومانداني اندرانیک اوزانین کوله. نور مشران یې درستامات کانایان، همازاسپ سروندزیتیان، ارشاک ګافایان او سارګیس مهرابیان وو. یو عثماني استازی کاریکین باسفیرمادجان (ارمین کارو) د دې ځواک سره متحد شوی و. په لومړیو کې، دوی ۲۰۰۰۰ تنه وو، خو د نښتې په اوږدو کې ریپوټ ورکړل شو چې شمېر یې زیات شوی دی. د ۱۹۱۶ز کال په وروستیو کې، نیکولای یودینیچ پریکړه وکړه چې، یا دا واحدونه د روسیې قفقاز پوځ سره ګډ کړي یا یې منحل کړي.

د یادو نښتو په اوږدو کې، د ارمنیانو د خپلواکۍ غورځنګ د ارمني فدایانو (په ارمني ژبه: Ֆէտայի Fētayi) مشري کوله. یاد غیر نظامي ځواکونه د مشهورو مشرانو لکه د سباستیا مراد (په ارمني ژبه: Սեբաստացի Մուրատ Sebastats'i Murat) لخوا تنظمېدل. دوی عموماً د ارمني پارتیزیان ډلو په نامه یادېدل. د ارمنستان د ملي جرګې رییس بوغوس نوبار د ۱۹۱۹ز کال د پاریس د سولې په کانفرانس کې اعلان وکړ چې، دوی د اصلي ارمني واحدونو ملتیا کوي. د روسیې دفاعي لیکه له وان څخه تر ازربایجان پورې د یادو واحدونو لخوا اداره کېدله.[۹]

سرچينې

[سمول]
  1. Hinterhoff, Eugene (1984). Persia: The Stepping Stone To India. Marshall Cavendish Illustrated Encyclopedia of World War I. Vol. 4. New York: Marshall Cavendish Corporation. pp. 499–503. ISBN 0-86307-181-3.
  2. Pollard, A. F. (1920). "The first winter of the war". A Short History of the Great War. London: Methuen.
  3. The Encyclopedia Americana. Vol. 28. 1920. p. 403.
  4. Bobroff, Ronald Park (2006). Roads to glory – Late Imperial Russia and the Turkish Straits. London: I.B. Tauris. p. 131. ISBN 1-84511-142-7.
  5. Hovannisian, R. G. (1967). Armenia on the Road to Independence, 1918. Berkeley and Los Angeles: University of California Press. p. 59.
  6. The Encyclopedia Americana. Vol. 28. 1920. p. 403.
  7. Nansen, Fridtjof (1976). Armenia and the Near East. Middle East in the Twentieth Century. New York: Da Capo Press. p. 310. ISBN 0-306-70760-8.
  8. Kayaloff, Jacques (1973). The Battle of Sardarabad. Near and Middle East Monographs. Vol. 10. Paris: Mouton. p. 73. ISBN 3-11-169459-3.
  9. Boghos Nubar the president of the "Armenian National Assembly" declared to Paris Peace Conference, 1919 through a letter to French Foreign Office – December 3, 1918