Jump to content

د متحده ایالاتو پوځي تاریخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د متحده ایالاتو پوځي تاریخ له دوو پېړیو زیات مهال ته اړوندېږي. د دغو کلونو په اوږدو کې، د متحده ایالاتو نوي رامنځته شوی هېواد له لویې بریتانیا څخه د خپلواکۍ له جګړې څخه (۱۷۷۵-۱۷۸۳ ز کال)، د امریکا د کورنۍ جګړې (۱۸۶۱-۱۸۶۵ ز کال) پر مهال او وروسته له متفقینو سره په دویمې نړیواله جګړه (۱۹۴۱-۱۹۴۵ ز کال) کې په همکاري کولو وده وکړه؛ چې د شملې پېړۍ څخه تر نن مهاله پورې یې د نړۍ د زبرځواک موقعیت خپل کړی.[۱]

په ۱۷۷۵ ز کال کې، د متحده ایالاتو قاره یي کانګرس، قاره یي پوځ، قاره یي سمندري ځواک او قاره یي وسله وال ځواک تاسیس کړ او جورج واشنګټن یې د هغو قوماندان وټاکه. دغه نوي تاسیس شوي پوځ، له فرانسوي سرتېرو او پوځي بېړۍ چلوونکو سره اوږه په اوږه جګړه وکړه او په دغه جګړه کې یې بریتانویانو ته ماتې ورکړه. هغه بریا چې د پاریس د هوکړې له مخې د دغه هېواد د خپلواکۍ لامل وګرځېده.  په ۱۷۸۹ ز کال کې نوي اساسي قانون ولسمشر د اعلی سرقوماندان په توګه معرفي کړ او کانګرس ته یې واک ورکړ چې، مالیات وضع کړي، قوانین جوړ کړي او د جګړې اعلان وکړي.[۲]

له ۲۰۲۱ ز کال راهیسې د متحده ایالاتو په وسله والو ځواکونو کې، د دفاع وزارت تر قوماندې لاندې پوځ، سمندري وسله وال ځواکونه، سمندري پوځ، هوايي ځواک او فضايي ځواک او د کورني امنیت د وزارت تر قوماندې لاندې ساحلي ګارد شاملېږي.

د متحده ایالاتو ولسمشر د پوځ اعلی سرقوماندان دی او خپل واکونه د دفاع وزیر او د پوځ د لوی درستیز له لوري چې په پوځي عملیاتو څارنه کوي؛ پلي کوي. د هر ایالت والیان د محدودو موخو لپاره د خپل ایالت د ځواکونو او د ملي هوايي ګارد واحدونه تر کنټرول لاندې لري. ولسمشر دا واک لري، چې د ملي ګارد ټول واحدونه فدرال کړي او د دفاع وزرات تر انحصاري کنټرول لاندې یې راولي.[۳]

استعماري جګړې (۱۶۲۰- ۱۷۷۴ ز کال)

[سمول]

د متحده ایالاتو د پوځ پیل(رامنځته کېدل) په پوله ییزو سیمو کې هغو ملکي وګړو ته اړوند دی، چې د ښکار او اساسي بقا په موخه په دښتو کې وسله وال وو. دوی د کوچنیو ملیشو ډلو په توګه د کوچنیو پوځي عملیاتو لپاره تر ډېره د اصلي امریکايي قبیلو او د ګاونډیو اروپایي مستعمراتو د کوچنیو پوځي ډلو د احتمالي بریدونو پر وړاندې تنظیم کېدل. هغو د هر ډول جدي عملیاتو لپاره د بریتانیا په منظم سمندري ځواک او پوځ تکیه لرله.[۴]

د دوی د استوګنې له سیمو څخه بهر په لویو پوځي عملیاتو کې له دغو ملیشو ډلو څخه د پوځي ځواک په توګه کار نه اخیستل کېده. پر ځای به یې مستعمراتو د رضا کاره جنګیالیو (پیسې به ورکول کېدې) غوښتنه کوله، چې ډېری به یې د دغو ملیشو ډلو غړي وو.[۵]

په شمالي امریکا کې د بریتانیا د استعمار په لومړیو کلونو کې په دیارلسو مستعمرو کې پوځي فعالیتونه چې د متحده ایالاتو د رامنځته کېدو لامل وګرځېدل، په ۱۶۳۷ ز کال کې د پیکوت جګړې، په ۱۶۷۵ ز کال کې د کېنګ فیلیپ جګړې، په ۱۷۱۵ ز کال کې د یاماسي جګړې او په ۱۷۲۲ ز کال کې د پادرریل جګړې (Father Rale's War) په څېر د بومي امریکایانو د شخړو پایله وه.[۶]

لومړۍ نړیواله جګړه (۱۹۱۸-۱۹۱۷ز)

[سمول]

هغه مهال چې د ۱۹۱۴ ز کال په اګست میاشت کې لومړۍ نړیواله جګړه پیل شوه، متحده ایالاتو د جګړې په پیل کې لېوالتیا لرله، څو بې پلوه پاتې شي. په ورته مهال یې په داسې حال کې چې بېړیو به یې بریتانیا ته خواړه او خام توکي لېږدول، د یو بې پلوه لوري په توګه یې د آلمان د سمندریزو ځواکونو له برید څخه د خوندیتوب اړوند په خپل حق ټینګار کاوه. په ۱۹۱۷ ز کال کې جرمنیانو د سمندري پوځي بېړیو بریدونه په داسې حال کې بېرته پیل کړل، چې پوهېدل په جګړه کې به د امریکا د ښکېل کېدو لامل وګرځي. هغه مهال چې د ۱۹۱۷ ز کال د اپرېل په لومړیو کې متحده ایالاتو د جګړې اعلان وکړ، د متحده ایالاتو ځواکونه د اروپايي معیارونو له مخې لا په ډېر شاته پاتې حال کې و (ډېری سرتېري یې هم د اجباري خدمت له مخې و) او د دوی بسیج لږ تر لږه یو کال وخت غوښت. په ورته مهال متحده ایالاتو د بریتانیا او فرانسې لپاره د مالي منابعو برابرولو ته دوام ورکړ او د سولې د مهال لپاره یې په لومړنۍ مسوده کار پیل کړ. صنعتي خوځښت له تمې څخه زیات مهال ونیو، له همدې امله ځواکونه له تجهیزاتو پرته اروپا ته ولېږل شول او د هغو د سمبالښت په موخه په بریتانیا او فرانسې باندې تکیه وشوه.[۷][۸]

د ۱۹۱۸ ز کال تر اوړي پورې یو میلیون امریکايي سرتېري په اروپا کې و چې په لویدیځه جبهه کې د جنران جان پرشینګ تر قوماندې لاندې یې جګړه کوله او هره ورځ به ۱۰۰۰۰ نور نوي سرتېري ورته رسېدل. په پسرلنیو بریدونو کې د جرمني د پوځ په ماتې سره د مقابل لوري انساني زېرمې تشې شوې او و یې نه شو کولای، نوي بریدونه ترسره کړي. د جرمني د سترواکۍ سمندریزو ځواکونو او داخلي جبهې بغاوت وکړ، نوي جرمني حکومت د مشروطې تسلیمۍ اړوند اوربند اعلان کړ، چې له امله یې د ۱۹۱۸ ز کال د نومبر په ۱۱ مه نېټه په لویدیځه جبهه کې جګړه پای ته ورسېده.[۹]

دویمه نړیواله جګړه (۱۹۴۱- ۱۹۴۵ ز کال)

[سمول]

دویمه نړیواله جګړه د تر ټولې لویې بریا په توګه د دغه هېواد په روحیه کې ځای لري، هغه جګړه چې په کې د متحده ایالاتو پوځي پرسونل په مکرر ډول د «لوی نسل» په توګه یاد شوی. له ۱۶ میلیونو څخه زیاتو امریکایانو (د ټولو وګړو نږدې ۱۱ سلنه برخه) په دغه جګړه کې ونډه لرله او څه باندې ۴۰۰۰۰۰ په کې ووژل شول. متحده ایالات او شوروي اتحاد، د دوو زبرځواکونو په توګه راڅرګند شول، په داسې حال کې چې د شوري اتحاد پر خلاف متحده ایالات د جګړې له ویجاړیو څخه خوندي پاتې و. د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال او وروسته له هغې، متحده ایالاتو او بریتانیا په مخ پر زیاتېدونکي ډول دفاعي او استخباراتي اړیکې رامنځته کړې. [۱۰][۱۱][۱۲]

له ترهګرۍ سره جګړه (۲۰۰۱ ز کال- تر اوسه)

[سمول]

د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه، د نړیوالو ترهګریزو ډلو (د القاعده په ګډون تر ډېره د اسلامي سخت درېځه ترهګرو ډلو) پر وړاندې د ګڼ شمېر هېوادونو د حکومتونو (په ځانګړې توګه د متحده ایالاتو او د هغو د اصلي متحدینو) نړیواله هڅه وه، څو ډاډ ترلاسه کړي چې د متحده ایالاتو یو شمېر د پام وړ هېوادونه او د هغو نور متحدین د یاغي هېوادونو په توګه له ترهګریزو کړنو نور ملاتړ ترسره نه کړي. دغه جګړه په لومړي سر کې په متحده ایالاتو باندې د سپټمبر د یوولسمې بریدونو په غبرګون کې پیل شوه.

افغانستان

[سمول]

په افغانستان باندې په برید سره (د افغانستان د اوږد مهالې آزادۍ عملیات) په دغه هېواد کې د طالبانو د حکومت نسکورول او د القاعده د روزنیزو کمپونو له منځه وړل، د ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې د پیل او د هغو پر وړاندې د بېلابېلو لاروچارو څرګندونکی و.[۱۳]

د ۲۰۲۰ ز کال د فبروري په ۲۹ مه نېټه، متحده ایالاتو او طالبانو د سولې یو مشروط هوکړه لیک په دوحه کې لاسلیک کړ، چې له مخې یې باید امریکايي ځواکونه په ۱۴ میاشتو کې له دغه هېواده ووځي. همدارنګه طالبانو هوکړه وکړه چې اجازه به نه ورکوي چې د دوی د ډلې غړي او یا هم د القاعده په ګډون د نورو ترهګرو ډلو غړي د افغانستان له خاورې څخه د متحده ایالاتو او د هغو د متحدینو پر وړاندې ګواښ رامنځته کړي. د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د دغې هوکړې برخه نه و. وروسته له هغه چې جوبایډن د متحده ایالاتو ولسمشر شو، هغه له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د وتلو مهال له اپرېل څخه د اګست ۳۱ مې نېټې ته رامخکې کړ. طالبانو افغان وسله وال ځواکونه پر شا کړل او د ۲۰۲۱ ز کال کې د اګست په ۱۵ نېټه کابل سقوط وکړ.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د عراق جګړه

[سمول]

نږدې ۲۵۰۰۰۰ امریکايي ځواکونه، د ۴۵۰۰۰ بریتانوي، ۲۰۰۰ اسټرالیايي او ۲۰۰ پولنډي ځانګړو ځواکونو په ملاتړ په کویټ کې له خپلې اډې څخه عراق ته ننوتل. ائتلافي ځواکونو د عراقي کردي ملیشې ملاتړ کاوه، چې شمېر یې له ۵۰۰۰۰ کسانو څخه زیات اټکل کېده. د نږدې درېیو اونیو جګړې وروسته د صدام حسین او بعث ګوند دولت په زور له واکه وغورځول شو او له هغه وروسته امریکايي او د هغو ائتلافي ځواکونو په دغه هېواد کې د خپل ۹ کلن شتون پر مهال له نوي عراقي دولت سره په خوا کې د ګڼ شمېر یاغي ډلو پر وړاندې جګړه وکړه.

سرچینې

[سمول]
  1. John Whiteclay Chambers, ed., The Oxford Guide to American Military History (1999)
  2. Jeremy Black, America as a Military Power: From the American Revolution to the Civil War (2002)
  3. Fred Anderson, ed. The Oxford Companion to American Military History (2000)
  4. Spencer C. Tucker, James Arnold, and Roberta Wiener eds. The Encyclopedia of North American Colonial Conflicts to 1775: A Political, Social, and Military History (2008) excerpt and text search
  5. James Titus, The Old Dominion at War: Society, Politics and Warfare in Late Colonial Virginia (1991)
  6. Fred Anderson, The War That Made America: A Short History of the French and Indian War (2006)
  7. Kendrick A. Clements, "Woodrow Wilson and World War I," Presidential Studies Quarterly 34:1 (2004). pp 62+. online edition Archived 2012-05-25 at the Wayback Machine.
  8. Anne Venzon, ed., The United States in the First World War: An Encyclopedia (1995)
  9. Edward M. Coffman, The War to End All Wars: The American Military Experience in World War I (1998)
  10. "All in – 'over-sexed, over-paid and over here'". Australia's War 1939–1945. Archived from the original on 3 March 2008. نه اخيستل شوی 2 March 2008.
  11. "Fact Sheet: Pearl Harbor". Naval History & Heritage Command. United States Navy. نه اخيستل شوی 13 September 2014."Remembering Pearl Harbor" (PDF). .nationalww2museum.org. The National WWII Museum. نه اخيستل شوی 13 September 2014.Shaw, Daron R. (15 September 2008). The Race to 270: The Electoral College and the Campaign Strategies of 2000 and 2004. University of Chicago Press. p. 162. ISBN 9780226751368.
  12. Statistical and accounting branch office of the adjutant general p. 76
  13. Christopher N. Koontz, Enduring Voices: Oral Histories of the U.S. Army Experience in Afghanistan, 2003–2005 (2008) online Archived 2010-11-08 at the Wayback Machine.
  14. "U.S.-Taliban sign landmark agreement in bid to end America's longest war". NBC News. 29 February 2020. نه اخيستل شوی 15 August 2021.
  15. Dadouch, Sarah; George, Susannah; Lamothe, Dan (29 February 2020). "U.S. signs peace deal with Taliban agreeing to full withdrawal of American troops from Afghanistan". The Washington Post. Archived from the original on 1 March 2020. نه اخيستل شوی 1 March 2020.
  16. Schuknecht, Cat (1 March 2020). "Afghan President Rejects Timeline For Prisoner Swap Proposed In US-Taliban Peace Deal". NPR. نه اخيستل شوی 1 March 2020.
  17. Miller, Zeke; Madhani, Aamer (2021-07-08). "'Overdue': Biden sets Aug. 31 for US exit from Afghanistan". AP NEWS (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2021-07-09.{{cite web}}: ساتل CS1: url-status (link)