Jump to content

سيد حسن نصرالله

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سید حسن نصرالله د حزب الله پوځي او سیاسي ډلې سرمنشي او پوځی مشر وو، چي په ۱۹۹۲ کال کي د عباس الموسوي تر وفات وروسته د حزب الله لارښود شو او د نژدې ختیځ په سیاست کې مهم رول ولوباوه.

سيد حسن نصرالله
حسن نصر الله (عربي ) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږونځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۳۱ اگسټ ۱۹۶۰[۱][۲] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۲۷ سپټمبر ۲۰۲۴[۳][۴][۵] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې لامل
مړينې ځای
مړينې لامل
زدکړنځی
ژبې
اغېزمن شوی له
ګوند
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
دین
اړين مالومات
مهمې پېښې
جګړه
جوړښت
د معماري سټایل

حسن نصرالله په ۱۹۶۰ کال کې د بیروت په ختیځ کې زېږېدلی دی او په ۲۰۲۴ کال کي د سپټمبر میاشتي پر ۲۷ نېټه د لبنان په بیروت کي د اسراییلو له لوري په یوه برید کي ووژل سو . په ۱۹۷۵ کال کې په لبنان کې کورنۍ جگړه پېل شوه او حسن نصرالله د خپل کورنۍ سره البازوریه ته ولاړ. حسن نصرالله د اسلام سره ډېره علاقمندی لرل او د دی لپاره د قرآن کریم د زده کړي لپاره نجف ته ولاړ. حسن نصرالله د آية الله العظمى السيد محمد باقر الصدر په مدرسې کې تر ۱۹۷۸ کال پورې زده کړه کوله. هغه په ۱۹۷۸ کې لبنان ته راستن شو او د امل د مؤسسې سره یوځای شو.کله چی په ۱۹۸۲ کال کې د صهیونیست رژیم پر لبنان برید وکړ نو حسن نصرالله د حزب الله سره یوځای شو. په ۱۹۸۹ کې حسن نصرالله د قرآن د زده کړي لپاره د قم ښار ته ولاړ. په ۱۹۹۲ کال کې د عباس الموسوي تر وژنې وروسته حسن نصرالله د حزب الله لارښود شو.

حسن نصرالله او حزب الله

شیخ حسن نصرالله د ایران په مرسته حزب الله په عصری پوځی او سیاسی مؤسسه تبدیل کړ. حزب الله د ۱۹۹۲ کال څخه د لبنانی د پارلمان د حزبونو څخه دی. د ۲۰۰۵ کال څخه حزب الله په لبنانی حکومت کې وزیران لري. د ۱۹۹۲ کال څخه حزب الله د لبنان په سوېل کې مدرسې، روغتونونه جوړوی او د المنار په نوم تلوېزيون او د النور په نوم راديو لري چې پرې بېلابېل خپرونې کيږي، د حزب الله پوځی برخه چی د المقاومة الإسلامية په نوم یادېږی تقریبًا ۱۰۰۰ جنگیالان لری مگر د جگړې په وخت کې د جنگیالانو شمېر ۱۰،۰۰۰ تنو ته رسېدلای شی حزب الله هم دیوې ځانگړې ادارې بنسټ کېښود چې دغه اداره ( الشهید ) د شهید بنسټ په نوم یادېږی. دغه مؤسسه د شهیدانو د کورنیو څخه ملاتړ کوی.

مړينه

بشپړې ليکنې لپاره ولولئ: د حزب الله په مرکز هوايي بريد
د ۲۰۲۴ زېږديز کال د سېپتمبر په ۲۷ مه نېټه، داسراييلو دفاعي ځواکونو وياند اعلان وکړ چې اسراييلو هوايي ځواک، په بيروت کې د حزب الله په مرکزي دفتر د حسن نصرالله د وژلو په موخه بريد کړی دی. د حزب الله اړوند سرچينو رويټرز ته ويلي دي چې هغه ژوندی دی، د دې ترڅنګ د ايران خبري اژانس تسنيم خبر ورکړ چې هغه او سید هاشم صفی‌الدین «ژوندي» دي. يو جګپوړي ايراني چارواکي رويټرز ته په اشاري سره وويل چې ايران د هغوی د وضعيت څېړلو په حالت کې دی.[۱۰]

په بله ورځ اسراييلي ځواکونو ادعا وکړه چې حسن نصرالله د هوايي بريد پرمهال دضاحيه ناحيې د يوې ودانۍ په ځمکتل کې چې د بيروت په سوېل کې موقعيت لري وژل شوی دی.[۱۱] څو ساعته وروسته د نوموړي د وژل کېدو خبر د حزب الله له لوري هم ومنل شو.[۱۲][۱۳]

د حماس اسلامي غورځنګ، فلسطين اسلامي جهاد، کتايب حزب الله، حشد شعبي او انصارالله یمن هر يوه د يوې بيانيې په خپرولو د غمرازۍ ښودنه کړې.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸] سيد علي خامنه يي ايران اسلامي جمهوريت لارښود، د هغه له مرګ وروسته، ۵ ورځې ماتم اعلان کړ.[۱۹]

سرچینې

  1. ذکر کېدنه: Encyclopædia Britannica Online. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: biography/Hassan-Nasrallah. Subject named as: Hassan Nasrallah. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګرېزي ژبه.
  2. ذکر کېدنه: Munzinger Personen. Subject named as: Hassan Nasrallah. Munzinger person ID: 00000025756. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: جرمني ژبه.
  3. "IDF says Hezbollah leader Hassan Nasrallah was killed in Beirut strike" (په انګرېزي ژبه). ۲۸ سپټمبر ۲۰۲۴.{{cite web}}: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link)
  4. "A Hezbollah megerősítette, hogy az izraeli hadsereg támadásában meghalt a vezetőjük". ۲۸ سپټمبر ۲۰۲۴.
  5. "جيش الاحتلال الإسرائيلي يعلن اغتيال حسن نصر الله". ۲۸ سپټمبر ۲۰۲۴.
  6. "Nasrallah's killing reveals depth of Israel's penetration of Hezbollah". Reuters. ۲۹ سپټمبر ۲۰۲۴. His assassination was the culmination of a rapid succession of strikes that have eliminated half of Hezbollah's leadership council and decimated its top military command
  7. Bibliothèque nationale de France. "BnF authorities" (په فرانسوي ژبه). نه اخيستل شوی 10 October 2015.{{cite web}}: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link)
  8. ذکر کېدنه: BnF authorities. Bibliothèque nationale de France ID: 15801998h. Retrieved: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵. ليکوال: Bibliothèque nationale de France. اثر ژبه: فرانسوي ژبه.
  9. ذکر کېدنه: يوټيوب. YouTube video ID: 66Sv7_mkvt8. اثر ژبه: multiple languages. ليکوال: Steve Chen.
  10. "Israeli airstrikes rock Beirut, target Hezbollah command". Reuters. 2024-09-27. نه اخيستل شوی 2024-09-27.
  11. "ارتش اسرائیل مدعی ترور سید حسن نصرالله شد". خبرگزاری تسنیم. نه اخيستل شوی 7 ميزان 1403. {{cite web}}: Check date values in: |بياکتنه= (help)
  12. "حسن نصرالله، دبیرکل حزب‌الله لبنان، در حمله اسرائیل به بیروت کشته شد". بی‌بی‌سی فارسی (په فارسي). 2024-09-28. نه اخيستل شوی 2024-09-29.
  13. Mroue, Bassem; Lidman, Melanie (28 September 2024). "Hezbollah confirms its leader Hassan Nasrallah was killed in an Israeli airstrike". AP News (په انګليسي). نه اخيستل شوی 28 September 2024.
  14. "واکنش مقاومت به شهادت سید حسن نصرالله". باشگاه خبرنگاران (په فارسي). 1403-07-07. نه اخيستل شوی 2024-09-29. {{cite web}}: Check date values in: |نېټه= (help)
  15. "رئیس سازمان حشد الشعبی عراق: شهید نصرالله در موضوع فلسطین سازش نکرد". qudsonline.ir.
  16. "جهاد اسلامی فلسطین شهادت دبیرکل حزب‌الله لبنان را تسلیت گفت". ایسنا (په فارسي). 2024-09-28. نه اخيستل شوی 2024-09-28.
  17. "گردان‌های حزب‌الله عراق شهادت سید حسن نصرالله را تسلیت گفت". ایرنا (په فارسي). 2024-09-28. نه اخيستل شوی 2024-09-28.
  18. "رهبر انصارالله: شهادت سیدحسن نصرالله خسران بزرگی برای امت اسلام است". ایسنا (په فارسي). 2024-09-28. نه اخيستل شوی 2024-09-28.
  19. "پیام تسلیت رهبر انقلاب به مناسبت شهادت سید حسن نصرالله/ اعلام 5 روز عزای عمومی". روزنومه دنیای اقتصاد (په فارسي). 2024-09-29. نه اخيستل شوی 2024-09-29.