Jump to content

سیاسي تاوتریخوالی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سیاسي تاوتریخوالی، هغه تاوتریخوالي ته ویل کېږي چې سیاسي موخو ته د رسېدلو لپاره ترسره کېږي. دا هغه تاوتریخوالی هم تر خپل چتر لاندې راولي چې یو دولت یې د نورو دولتونو په وړاندې (جګړه) کاروي یا کېدای شي هغه تاوتریخوالی تر بحث لاندې راولي چې د غیر دولتي اړخونو یا لوبغاړو په وړاندې (په ځانګړې توګه د پولیسو زور زیاتی یا نسل وژنه) کارول کېږي. کېدای شي د سیاسي هڅونې تاوتریخوالی (بغاوت، بلوا، خیانت یا کودتا) یا هم تر پوښښ لاندې راولي چې د غیر دولتي لوبغاړو له خوا د دولت په وړاندې ترسره کېږي. هغه تاوتریخوالی هم د دې تر بحث لاندې راتلای شي چې د نورو نا دولتي لوبغاړو په وړاندې کارول کېږي. د حکومت له خوا د عملي ګام نه پورته کول ، د بېلګې په توګه د قحطۍ پروړاندې د ګام نه اخستلو یا هم په خپل خاوره کې کې د تشخیص وړ سیاسي ډلو ته د سرچینو د برابرولو څخه ډډه کول، هم د سیاسي تاوتریخوالي د یوې بڼې په توګه ګڼل کېږي. [۱]

د دولتي او غیر دولتي لوبغاړو ترمنځ د واک د نه انډول د شتون له امله، سیاسي تاوتریخوالی زیاتره د نا انډوله جګړې بڼه اخلي، چې په کې هېڅ اړخ نه شي کولای په مقابل لوري مستقیم برید وکړي او پر ځای یې د ترهګریزې او چریکي جګړې په تګلارو تکیه کېږي. په دې ډول خوځښتونو کې ډېری ملکي یا بل ډول غیر نظامي موخې تر بریدونو لاندې راځي. ښایي د قومي، مذهبي یا سیاسي ډلو د برخو په توګه، وکړي په کې په ډله ایزه بڼه په نښه شي؛ یا په ټاکل شوې توګه ځانګړي کسان په کې د هغو کړنو له مخې په نښه شي چې د ګواښ په توګه یا د مخالف اړخ سره مرسته کوونکی وګڼل شي. [۲][۳]

کله ناکله زیاتره ډلې او کسان په دې باور وي چې د دوی سیاسي نظامونه هېڅکله د دوی غوښتنو ته ځواب نه ورکوي، نو له دې امله  دوی په دې اند وي چې تاوتریخوالی نه یوازې د منلو وړ دی، بلکې خپلو سیاسي موخو ته د رسېدو لپاره اړین ګڼل کېږي. همدارنګه، زیاتره حکومتونه په ټوله نړۍ کې په دې باور دي چې په ځینو حالاتو کې دوی د تاوتریخوالي تګلارې ته اړ دی، ترڅو خپل خلک د غاړې اېښودلو لپاره وډار کړي. په نورو حالاتو کې، دولتونه د بهرنیو یرغلونو یا د ځواک له نورو ګواښونو پروړاندې د خپلو خاورو د دفاع لپاره لپاره ځواک کاروي، ترڅو نور حکومتونه مجبورو کړي یا د ځانګړې سیمه تر خپلې ولکې لاندې راولي.  .[۴][۵]

ډولونه

[سمول]

سیاسي تاوتریخوالی د بڼې، سختیا او عمل له اړخه په پراخه کچه توپیر لري. یو ګډ تنظیم کوونکی چوکاټ په سیاسي علومو کې د تاوتریخوالی ډولونو چې د اړوندو فعالینو له خوا ترسره کېږي، تر بحث لاندې نیسي او هغه دا دي: د غیر دولتي اړخونو ترمنځ تاوتریخوالی، یو اړخیز تاوتریخوالی چې د ملکي وګړو په وړاندې د دولت  له خوا ترسره کېږي او د دولتونو ترمنځ تاوتریخوالی.

ستاتیس کالیواس د سیاسي تاوتریخوالي یوولس ډولونه په ګوته کوي: چې د هېودانو تر منځ جګړه، کورنۍ جګړه، ترهګري، سیاسي وژنه، پوځي کودتا، ډله ییز لاریون/بلواګري، نړیوال تاوتریخوالی، سازمان شوي جرمونه،جرمې ډلې یا کارتیلونه، قومي تصفیه، نسل وژنه، او دولتي ځپل دي. [۶]

د نا دولتي اړخونو تر منځ تاوتریخوالی

[سمول]

دا ډول تاوتریخوالی د نا دولتي اړخونو ترمنځ شخړو ته ویل کېږي، پرته له دې چې دولتي امنیتي ځواکونه په جګړه کې ونډه ولوبوي.  [۷]

قومي شخړې

[سمول]

قومي شخړې د قومي ډلو تر منځ را منځته کېږي. کله ناکله کېدای شي، یوه ځانګړې قومي ډله، (ښایي په رسمي یا غیر رسمي بڼه)، د دولت ملاتړ ولري (یا برعکس، ښایي یوه ځانګړی قومي ډله د دولت له خوا په نښه شي)، قومي شخړې ښایې، د دوو ډلو ترمنځ پرته د دولت له مستقیمې لاسوهنې یا هڅو ترڅنګ چې د ډلو ترمنځ منځګړیتوب وکړي، را منځ ته شي.

د نا دولتي اړخونو له خوا یو اړخیز تاوتریخوالی

[سمول]

ترهګري

[سمول]

ترهګري د غیر دولتي اړخونو له لوري د یو دولت هاخوا، کېدای شي د نورو سیاسي موخو په وړاندې، (د بېلګې په توګه په بیت المقدس کې د همجنس بازانو په نندارتونو د چاقو بریدونه یا د چارلي ایبډو په پېښه کې ډزې)، په لاره واچول شي. له هغه ځایه چې ترهګري داسې یوه تګلاره ده، چې زیاتره د جګړې د کمزوري اړخ له لوري ترې ګټه اخستل کېږي، کېدای شي د دولت او غیر دولتي لوبغاړو ترمنځ د تاوتریخوالي یوه بڼه وګڼل شي.

د ترهګرۍ لپاره کوم تعریف نشته، خو د متحده ایالاتو د دفاع وزارت ترهګري داسې تعریفوي: "د سنجش شوي ناقانونه تاوتریخوالي کارول یا د ناقانوني تاوتریخوالی ګواښ چې وېره رامنځته کړي او په عمومي توګه د سیاسي، مذهبي یا ایدیولوژیکي موخو په لټه کې حکومتونه یا ټولنې مجبور یا ووېروي." هغه څه چې باید ترهګري وګڼل شي او یا ونه ګڼل شي، په خپله یوه جنجالي سیاسي پوښتنه ده، ځکه چې دولتونو زیاتره د ترهګرۍ ټاپه په ځانګړې توګه د خپلو دښمنانو د کړنو د شیطاني ښوولو لپاره کارولې ده، په داسې حال کې چې د دولت له خوا منظم "قانوني" تاوتریخوالی پټوي (د بېلګې په توګه: د شمالي آیرلنډ ستونزې، په فيلیپین کې کمونېست بلواګر، د ۲۰۱۴ ز کال د اسرائیلو – غزې جکړې).    [۸][۹]

د دولت له خوا یو اړخیز تاوتریخوالی

[سمول]

د یوې منظمې وسله والې ډلې له لوري، که هغه دولتي یا غیر دولتي ډلې وي، د زور کارول چې په پایله کې یې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوړي، یو اړخیز تاوتریخوالی ګڼل کېږي. د بشري امنیت راپور د پروژې پر بنسټ، د یو اړخیز تاوتریخوالي خوځښت په هغه وخت کې ثبت کېږي چې د یوې ډلې له خوا د ملکي وګړو په وړاندې د تاوتریخوالي له امله په یوه کال کې لږ تر لږه ۲۵ مړینې ثبت شي.  [۷]

نسل وژنه

[سمول]

نسل وژنه، د سیاسي تاوتریخوالي یوه بله بڼه ده. نسل وژنه په ټولیزه توګه "د یوې قومي، نژادي، مذهبي، یا ولسي ډلې، که په بشپړه بڼه وي یا د یوې برخې په بڼه وي، د قصدي او منظمې محوې په توګه تعریف شوې ده "، که څه هم هغه څه چې د نسل وژنې د شرایطو لپاره اړینه "برخه" جوړوي، د حقوق پوهانو له خوا د پراخو بحثونو موضوع ده. په هغو هېوادونو کې چې نسل وژنه ترسره کېږي، زیاتره د دې هېوادونو د حکومتونو له ښکاره یا پټ ملاتړ سره مل وي. هولوکاست د نسل وژنې تر ټولو لویه تاریخي بېلګه ده.  [۱۰][۱۱]

شکنجه

[سمول]

شکنجه هغه کړنې ته ویل کېږي چې په یو کس باندې د سزا، غچ، جبري معلوماتو یا اعتراف لپاره سخت دردونه (که فزیکي وی یا هم رواني وي) وتپل شي، یا په ساده ډول یوې ظالمي کړنې په توګه وکارول شي. په ۲۱مه پېړۍ کې شکنجه په نړیوالو قوانینو او د ډېرو هېوادونو په کورنیو قوانینو کې منع شوې ده. دا کړنه د بشري حقونو سرغړونه ګڼل کېږي او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د اعلامیې د پنځمې مادې له مخې د منلو وړ نه ده. د جنیوا په د درېیم کنوانسیون او د جینوا په څلورم کنوانسیون کې لاسلیک کوونکو په رسمي توګه هوکړه کړې چې په وسله والو شخړو کې به بندیان نه شکنجه کوي. د شکنجې په اړه د ولسي او نړیوال قانوني ممانعت له هغې اجماع څخه ترلاسه کېږي چې شکنجه او ورته ناوړه چلند غیر اخلاقي او همدارنګه غیر منطقي ګڼل کېږي. په نړیوالو کنوانسیونونو سربېره، لا هم شکنجې کارول کېږي، لکه په ۲۰۰۴ ز کال ابو غریب د زندان شکنجه او د متحده ایالاتو د اردو د نظامي پولیسو د پرسونل له خوا د بندیانو څخه ناوړه ګټه اخیستنه. بنسټونه لکه د بښنې نړیوال بنسټ او د شکنجې د قربانیانو لپاره د بیا رغولو نړیواله شورا د بشري حقونو سرغړونې څاري او د نړۍ په زیاتره سیمو کې د دولتونو له خوا د بشري شکنجې د پراخو سرغړونو راپور ورکوي. د بښنې د نړیوال بنسټ د اټکل له مخې: اوس مهال لږ تر لږه ۸۱ حکومتونه شکنجه ترسره کوي، چې ځینې یې حتې په ښکاره ډول دي.  [۱۲][۱۳][۱۴]

د مرګ سزا

[سمول]

د مرګ سزا د دولت له خوا د یوه جرم لپاره یوه کس ته د اعدام سزا ده. په دې کې له قانون څخه پورته وژنه، چې د دولتي چارواکو له خوا د کوم قضايي یا قانوني بهیر له تصویب پرته د یوه کس وژنه ده، تر بحت لاندې نه راځي. د هېوادونو په کچه د مرګ د سزا کارول توپیر لري، د بښنې نړیوال سازمان پر بنسټ، ۵۸ هېوادونه لاهم په فعاله توګه د مرګ سزا کاروي او په ۲۰۱۰ ز کال کې په ۲۳ هېوادونو کې د مرګ سزا پلې شوې او ۶۷ هېوادونو د مرګ د سزا حکمونه صادر کړي دی. د سر پرې کول، برق ورکول، ځړول، وژونکي پیچکاري تطبیق کول او ډزو وژل، په ۲۰۱۰ ز کال کې د مرګ د سزا له تګلارو وې. [۱۵]

قحطي

[سمول]

قحطي کېدای شي، د سرچینو د بندولو، اطاعت ته د مجبورولو، یا له یوې سیمې د سرکشو او بې باوره خلکو د شړلو لپاره پیل او په لاره واچول شي.  [۱۶][۱۷][۱۸]

د پولیسو وحشت

[سمول]

د پولیسو وحشت، د سیاسي تاوتریخوالي بله بڼه ده. دا ډول تاوتریخوالی په عمومي توګه د توندلاري  ځواک له اصطلاح سره ورته دی. د پولیسو زورزیاتی د مدني حقونو د سرغړونې په توګه تعریف کېږي چې هغه وخت رامنځ ته کېږي چې یو پولیس افسر د ملکي خلکو پروړاندې له اړتیا څخه پورته له توندلاري ځواک څخه کار واخلي." د پولیسو وحشت او د توند ځواک کارول په ټوله نړۍ کې شته او د ۲۰۱۰ ز کال په اوږدو کې یوازې په متحده ایالاتو کې، د پولیسو د ناوړه چلند ۴۸۶۱ پېښې ثبت شوې دي چې په کې ۶۸۲۶ تنه قربانیان او ۲۴۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. [۱۹][۲۰][۲۱]

د دولتي او غیر دولتي اړخونو تر منځ تاوتریخوالی

[سمول]

په دې ډول تاوتریخوالي کې لږ تر لږه د جګړې له ښکېلو اړخونو څخه یو دولت دی. [۲۲]

بلواګري

[سمول]

اړودوړ(اړودوړ )

[سمول]

اړودوړ د خلکو د یوې ډلې له خوا د تاوتریخوالي ډکې ګډوډۍ ته ویل کېږي چې د ناوړو کړنو یا بې عدالتیو پروړاندې د نیوکو لپاره په لاره اچول کېږي. دا ډول تاوتریخوالی کېدای شي، د بې وزلۍ او نابرابرۍ څخه نیولې تر بېکارۍ او دولت له خوا تر ظلم پورې موضوعات تر پوښښ لاندې راولي. دا ډول تاوتریخوالی کېدای شي په بېلابېلو بڼو را څرګند شي، خو په عمومي ډول د ملکیتونو او شتمنیو د ورانکاریو په بڼه وي. د اړودوړ ځانګړتیا دا ده چې د وړاندوینې وړ نه دي او برخه اخیستونکي په کې مشخص هویت نه لري. دا دواړه ځانګړتیاوې د ګډون کوونکو په پېژندلو کې چارواکې له ستونزو سر مخامخ کوي. [۲۳]

اړودوړ، په بېلابېلو بڼو کې تر شننې لاندې نیول شوی، خو په دې وروستیو کې د نا هیلۍ - غوصې ماډل تیوري په شرایطو کې، دا څرګنېږي چې په زیاتره اړودوړونو کې غوصه د ګډونوالو د ژوند د یوه ځانګړي اړخ د ناهیلیو مستقیمه پایله دي. پراخ او اوږده اړودوړونه کېدای شي، د بلوا یا انقلاب لامل شي. په دې ځای کې د اړودوړ یو شمېر ډولونه شته، خو اړودوړ دې ډولونو ته محدود نه دی چې د پولیسو اړودوړ، نژادي اړودوړ، د زندان اړودوړ او د ورزش اړودوړ دي  

انقلاب

[سمول]

په سیاسي علومو کې، انقلاب په سیاسي ځواک او سیاسي بنسټونو کې یو بنسټیز او یوڅه ناڅاپي بدلون ته ویل کېږي، چې هغه وخت رامنځ ته کېږي چې ولس د دولت په وړاندې، په ځانګړي ډول د ظلم (سیاسي، ټولنیز، اقتصادي) یا سیاسي بې کفایتۍ له امله، پاڅون وکړي.[۲۴]

په انقلاب کې سیاسي تاوتریخوالی زیاتره معمول دی. د سیاسي تاوتریخوالی ډېری د انقلابي موخو د لاس ته راوړلو لپاره او د کورني کرکېچ په ترڅ کې د روان حالت د ګواښ لپاره کارول کېږي. سیاسي تاوتریخوالی بېلابېلې موخې لري، لکه: د یوې ډلې درېځ پیاوړی کول، یا د مخالف لوري کمزوری کول.  [۲۵][۲۶]

کورنۍ جګړه

[سمول]

کورنۍ جګړه چې د هېوادنۍ جګړې په نامه هم یادېږي، هغې جګړې ته ویل کېږي چې په یوه دولت یا یو هېواد کې د سازمان شویو ډلو تر منځ پیل شي. کله ناکله دا جګړه د هغو دوو هېوادونو ترمنځ هم ترسره کېږي چې د یوه پخوانی متحد دولت له تجزیې څخه رامنځ ته شوي وي. په دې شخړو کې زیاتره یوه داسې ډله ګډون لري چې غواړي د یوې سیمې کنټرول ترلاسه کړي یا له حکومت څخه ناخوښه وي. په دې کې په عمومي توګه د موجوده واک راپرځول یا لږترلږه د هغه د ځینو سیاستونو د بدلولو هیله شته دي. په زیاتره حالاتو کې، ښایي یو بهرنی ځواک د یوه اړخ په استازیتوب په داسې حال کې منځګړيتوب وکړي چې ګډه ایډیالوژي ولري یا د خپلو مخالفینو تګلاره اوموخې وغندي.

د بلواګرۍ ضد ګامونه

[سمول]

د بلواګرۍ ضد ګامونه، د سیاسي تاوتریخوالي بله بڼه ده، چې داسې ګامونه تر پوښښ لاندې راولي چې رسمي حکومت یې د هغه بلواګرۍ د مخنیوي یا ځپلو لپاره ترسره کوي چې پر وړاندې یې را پورته شوې وي. د بلواګرۍ ضد ګامونو په اړه بېلابېل نظریات، تیورۍ او تاکتیکونه شته چې موخه یې د دولت د واک ساتل او د بلواګرو د واک کمول یا له منځه وړل دي. له هغه ځایه چې ښایي دا ستونزمنه یا ناشونې وي چې د یوه بلواګر، د هغه د ملاتړی چې غیر نظامي وي او په بشپړه توګه د ناښکېله خلکو تر منځ توپیر وشي، د بلواګرۍ ضد ګامونه ډېری پېچلې، نسبي او په ځینو حالاتو کې د بلواګرو او غیر نظامي ملاتړو پر وړاندې توپیر لري. د بلوا ضد عملیات د جګړې، نیواک او وسله والو اړودوړونو په وخت کې په عام ډول را منځ ته کېږي.  [۲۷]

ټاکنیز تاوتریخوالی

[سمول]

ټاکنیز تاوتریخوالی زور، ګواښ، یا د فزیکي زیان هر ډول هغو کړنو یا ګواښونو ته ویل کېږي چې ټاکنیز بهیر اغېزمن کړي او یا د ټاکنیزو سیالیو په ترڅ کې رامنځ ته شي. دا ډول تاوتریخوالی د ټاکنو د پایلو د اغېزمن کولو، د رایو د بهیر ځنډولو، ګډوډۍ یا له مسیر څخه د ټاکنو د اېستلو او یا د ټاکنو د پایلو پر ضد لاریونونه او یا د ټاکنو د پایلو پر ضد د اړودوړ ځپل تر پوښښ لاندې راولي.  ټاکنیز تاوتریخوالی د ټاکنو په پایلو د اغېز لپاره هغه وخت کارول کېږي چې ګوندونه ونه شي کولای، یوازې د درغلیو له لارې ټاکنې وګټي او یا چې نوماندان د درغلیو په جاسوسانو بارو ونه شي کولای، چې د دوی لپاره په پر له پسې توګه درغلۍ ترسره کړي، ځکه چې درغلۍ پټې ترسره کېږي، خو تاوتریخوالی ښکاره بڼه لري.  [۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

د هېوادونو تر منځ جګړه

[سمول]

جګړه یو منظم، وسله وال او پر له پسې نښته ده چې د دولتونو، ملتونو، یا نورو اړخونو تر منځ ترسره کېږي چې توند یرغل، ټولنیزه ګډوډي او معمولاً لوړه مړینه یې له ځانګړتیا وو څخه دي. جګړه د سیاسي ټولنو تر منځ د یوې حقیقي، قصدي او پراخې وسله والې نښتې په توګه پېژندل کېږي او له همدې امله د سیاسي تاوتریخوالي د یوې بڼې په توګه تعریف شوې ده. د مړینې د کچې پر بنسټ، له لسو ډېرو زیان اړوونکو جګړو څخه دری په تېره پیړۍ کې را منځ ته شوې دي: د دویمې نړیوالې جګړې د مړینې کچه، له ۶۰ میلیونو وګړو لوړه اټکل شوې ده چې د نورو ټولو جګړو په پرتله یې ځاني زیانونه لوړ دي. داسې ویل کېږي چې: د ۱۹۸۵ او ۱۹۹۴ ز کلونو ترمنځ هر کال ۳۷۸۰۰۰ کسان د جګړو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. [۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

سرچینې

[سمول]
  1. Bardall, Gabrielle; Bjarnegård, Elin; Piscopo, Jennifer M. (November 2020). "How is Political Violence Gendered? Disentangling Motives, Forms, and Impacts". Political Studies. SAGE Publications on behalf of the Political Studies Association. 68 (4): 916–935. doi:10.1177/0032321719881812. ISSN 1467-9248. LCCN 2008233815. OCLC 1641383. S2CID 213536755.
  2. Stepanova, Ekaterina (2008). Terrorism in asymmetrical conflict : ideological and structural aspects (PDF). Oxford: Oxford University Press. ISBN 978-0199533565. نه اخيستل شوی 18 August 2021.
  3. Balcells, Laia; Stanton, Jessica A. (11 May 2021). "Violence Against Civilians During Armed Conflict: Moving Beyond the Macro- and Micro-Level Divide". Annual Review of Political Science. 24 (1): 45–69. doi:10.1146/annurev-polisci-041719-102229.
  4. Valentino, Benjamin A. (11 May 2014). "Why We Kill: The Political Science of Political Violence against Civilians". Annual Review of Political Science. 17 (1): 89–103. doi:10.1146/annurev-polisci-082112-141937.
  5. Cohan, John Alan (January 2006). "Necessity, Political Violence and Terrorism" (PDF). Stetson Law Review. 35 (3): 903–982. نه اخيستل شوی 18 August 2021.
  6. Kalyvas, Stathis N. (2019), Chenoweth, Erica; English, Richard; Gofas, Andreas; Kalyvas, Stathis N. (eds.), "The Landscape of Political Violence", The Oxford Handbook of Terrorism (په انګليسي), Oxford University Press, pp. 10–33, doi:10.1093/oxfordhb/9780198732914.013.1, ISBN 978-0-19-873291-4
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Human security report 2013 : the decline in global violence : evidence, explanation, and contestation (PDF). Vancouver: Human Security Research Group, Simon Fraser University. 2014. ISBN 978-0-9917111-1-6. نه اخيستل شوی 18 August 2021.
  8. "Terrorism". U.S. Fire Administration. 21 August 2020. Archived from the original on 18 August 2021. نه اخيستل شوی August 17, 2021. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help)
  9. Schmid, Alex Peter; Jongman, A. J. (2005). Political terrorism : a new guide to actors, authors, concepts, data bases, theories, and literature (Reprint, revised ed.). New Brunswick, NJ: Transaction Publishers. ISBN 9781412804691.
  10. Funk, T. Marcus (2010). Victims' Rights and Advocacy at the International Criminal Court. Oxford, England: Oxford University Press. ISBN 978-0-19-973747-5.
  11. What is Genocide? Archived 2007-05-05 at the Wayback Machine. McGill Faculty of Law (McGill University)
  12. "Torture and Ill-Treatment in the 'War on Terror'". Amnesty International. 2005-11-01. نه اخيستل شوی 2008-10-22.
  13. Amnesty International Report 2005 Archived 2005-06-01 at the Wayback Machine. Report 2006
  14. "Report 08: At a Glance". Amnesty International. 2008. Archived from the original on July 8, 2008. نه اخيستل شوی 2008-10-22.
  15. "The Death Penalty in 2010". Amnesty International. نه اخيستل شوی 22 November 2011.
  16. "Famine Is Being Used as a Weapon of War in Syria". VICE. 2014-01-30. نه اخيستل شوی 20 April 2016.
  17. Peter Beaumont (2002-11-10). "Famine becomes Mugabe weapon". the Guardian. نه اخيستل شوی 20 April 2016.
  18. Rana Mitter (2013). China's War with Japan, 1937–1945: The Struggle for Survival. London: Allen Lane. p. 268.
  19. "2010 NPMSRP Police Misconduct Statistical Report -Draft- - PoliceMisconduct.net".
  20. "Police Brutality Law & Legal Definitions". uslegal.com. نه اخيستل شوی 2011-11-20.
  21. Chevigny, P. (2008). "Police Brutality", In Encyclopedia of Violence, Peace and Conflict. oxford: Elsevier Science and Technology, 2008.
  22. Human security report 2013 : the decline in global violence : evidence, explanation, and contestation (PDF). Vancouver: Human Security Research Group, Simon Fraser University. 2014. ISBN 978-0-9917111-1-6. نه اخيستل شوی 18 August 2021.
  23. Wada, George, and James C. Davies. "Riots and Rioters". The Western Political Quarterly 10.4 (1957): 864–874. Web...
  24. The New Fontana Dictionary of Modern Thought Third Edition (1999), Allan Bullock and Stephen Trombley, Eds. pp. 754–46
  25. Buchanan, Allen (2017). "Revolution". In Zalta, Edward N. (ed.). The Stanford Encyclopedia of Philosophy (Fall 2017 ed.). نه اخيستل شوی 18 August 2021. This spiral of strategic violence is not merely a theoretical possibility: some of the leading empirical work on revolutions indicates that it is typical of the revolutionary environment.
  26. Weede, Erich; Muller, Edward N. (1998). "Rebellion, Violence and Revolution: A Rational Choice Perspective". Journal of Peace Research. 35 (1): 43–59. doi:10.1177/0022343398035001004. JSTOR 425230. S2CID 145655409.
  27. An insurgency is a rebellion against a constituted authority (for example an authority recognized as such by the United Nations) when those taking part in the rebellion are not recognized as belligerents (Oxford English Dictionary second edition 1989 "insurgent B. n. One who rises in revolt against constituted authority; a rebel who is not recognized as a belligerent.")
  28. UNDP. 2009. “Elections and Conflict Prevention: A Guide to Analysis, Planning and Programming,”p. 4.
  29. Fjelde, Hanne; Höglund, Kristine (2021). "Introducing the Deadly Electoral Conflict Dataset (DECO)". Journal of Conflict Resolution (په انګليسي). doi:10.1177/00220027211021620. ISSN 0022-0027.
  30. Emile M. Hafner-Burton and Susan D. Hyde and Ryan S. Jablonski. 2014. “Why Do Governments Resort to Election Violence.” British Journal of Political Science. 44(1): 149-179; Fjelde, Hanne and Kristine Hoglund. 2016. “Electoral Institutions and Electoral Violence in Sub-Saharan Africa.” British Journal of Political Science 46(2):297–320; Princeton University Press.
  31. Dawn Brancati and Elizabeth M. Penn. “Stealing an Election: Violence or Fraud?” Paper Presented at the Annual Political Science Conference, Virtual Event, September 10–13, 2020.
  32. "American Heritage Dictionary: War". Thefreedictionary.com. نه اخيستل شوی 2011-01-24.
  33. "Merriam Webster's Dictionary: War". Merriam-webster.com. 2010-08-13. نه اخيستل شوی 2011-01-24.
  34. Obermeyer Z, Murray CJ, Gakidou E (June 2008). "Fifty years of violent war deaths from Vietnam to Bosnia: analysis of data from the world health survey programme". BMJ. 336 (7659): 1482–6. doi:10.1136/bmj.a137. PMC 2440905. PMID 18566045.
  35. Lazar, Seth (2020). "War". In Zalta, Edward N. (ed.). The Stanford Encyclopedia of Philosophy (Spring 2020 ed.). نه اخيستل شوی 18 August 2021.