هوږه
اوږده ليکنه | ||||||||||||||||||||||
---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|
هوږه د پيازو له نسله يانې له( Allium ) نه گڼل كيږي. هغه په خپل تركيب كې د شتو موادو لكه البومينو ، قندو ، عضوي تېزابو ، منرالي مالگو ( په ټوليزه توگه د كاليوم پوتاشيم او مگنيزم ) ، د B او C گروپونو ويټامينونو ، يد ( يود ) ، سلولوز ، د اثيرو ( ايترو ) غوړو په لرلو سره سارى نه لري. له هوږې نه د والگي ، د گېډي ساري ناروغۍ ، د نو لرونكو ټپونو او دانو ، په بدن كې د ويټامينونو د كموالي د وقايې او درملنې لپاره كار اخيستل كيږي ؛ همدا راز د غاښو د ناروغۍ اسقربوط " څينگه " مخنيوى كوي او د بدن دفاعي سيستم "ايمونيتېت" پياوړى كوي. هوږه د وبا ( كولرا ) ، "سالمونېلېزا" او لويې تبې ( محرقې ) په درملنه كې اغېزمنه ده. د سابو روغتيايي ځانگړنې انسانانو ته له پخوا نه جوتې وې. هغوى د كاربن هايدريتونو ، ويټامينونو او منرالي موادو د سرچينې په توگه چوپړ كاوه ، چې تر ټولو نه په لوړه كچه يې په هوږې پورې اړه لرله او لري يې. د هغې د روغتيايي ( طبي ) ځانگړنو نه لا لرغوني مصريان هم خبر وو ، چې له ميلاد نه درې زره كاله مخكې يې لا په خوړو كې له پيازو او هوږې نه كار اخيست. پرته له مصريانو نه ، د نړۍ په نورو لرغونو تمدنونو كې هم د هوږې له گټو نه خبر وو. د بېلگې په توگه د مراكش پاچا دويم " بالادان " په نړيوال تاريخ كې د هوږې او پيازو د پالېز په لرلو سره نامتو دى. پاچا " بالادان " ته خپل د هوږې او پيازو پالېز دومره گران وو ، چې ان معبد ته يې هم اجازه ورنكړه ، چې د هغه پر ځاى ودان شي ، تر څو چې يې د سابو بل لوى پالېز سمسور نكړ. پر روغتيايي ځانگړنو سربېره ، هوږه د خواړو د يوې ډېرې خوندورې او په زړه پورې مسالې په توگه نامتو وه او ده. اوس هم په بېلابېلو هېوادو كې د ساوس ( روب ) ، سلاټې په جوړولو كې ، همدا راز د قورمې ، پټاټو ، غوښې ، پلو ، د مرغانو غوښې ، ښوروا ، سوپ او نورو بېلابېلو خواړو په پخلي كې د خواړو د لا خوندوركولو لپاره ترې كار اخيستل كيږي. هوږه تازه هم خوړل كيږي ، همدا راز له هغې نه اچار ( ترشي ) هم جوړوي چې له خوړو سره يې كارونه اشتها زياتوي. د هوږې شنې اوږدې پاڼې د B له ويټامينو شتمنې دي چې سلاټ ترې جوړوي او په ځينو هېوادو كې اچار هم ترې جوړوي. په نړۍ كې هسپانويان د هوږې تر ټولو ډېر لوى مينه وال گڼل كيږي او په نړۍ كې د هوږې تر ټولو ډېر لوى توليدوونكي هم دوى دي. هوږه تېز بوى لري او له خولې نه ژر نه لري كيږي ، همدا يواځينى لامل دى ، چې ډېرى وختونه انسان د تازه او اومې هوږې له خوراك نه ډډه كوي. د اسلام له نظرههوږه چې په عربی کې ورته (ثوم) وایې ؛ د هوږی په اړوند پیغمبر(ص) فرمایلی (هوږه وخوری چی د ۷۰ ناروغیو درمل دی) او په خپل ترکیب کی زیات عناصر لری لکه عضوی تیزاب ، منرال، قند ویټامینونه ، کالیوم ،پوتاشیم ،مگنیزیم ،او داسی نور زیات او هوږه د ایترو په غوړو کی ساری نه لری له هوږی نه د والگی ، دگیډی ساری ناروغی، دنولرونگو ټپونو او دانو ، په بدن د ونټامنونو د کموالی د وقایی او درملنی لپاره تری کار اخیستل کیږی همدارنگه د غاښونو د نارغی مخنیوی کوی .د نفس تنگی لپاره هم هوږه ډیره گټوره ده. دعصابو د تقوی ،توری ټوخلی، قولنجو د تکلیف ، د کلمو دناروغیو لپاره، د وینی فشار،د زړه د ناروغیو، د اندامونو د لړزیدا ، د بدن د پوستکی د ښکلا، روماتیزوم ، د شکر د ناروغی ، د مفاصلو د درد لپاره ، معدی د زیاتو ناروغیو او دردونو لپاره حتی دا چی سرطان یوه خطرناکه ناروغی ده د سرطان د ناروغی په مخنیوی کی هم هوږه خورا گټوره ده د سابو روغتيايي ځانگړنې انسانانو ته له پخوا نه جوتې وې. هغوى د كاربن هايدريتونو ، ويټامينونو او منرالي موادو د سرچينې په توگه چوپړ كاوه ، چې تر ټولو نه په لوړه كچه يې په هوږې پورې اړه لرله او لري يې. د هغې د روغتيايي ( طبي ) ځانگړنو نه لا لرغوني مصريان هم خبر وو ، چې له ميلاد نه درې زره كاله مخكې يې لا په خوړو كې له پياز او هوږې نه كار اخيست. پرته له مصريانو نه ، د نړۍ په نورو لرغونو تمدنونو كې هم د هوږې له گټو نه خبر وو. پر روغتيايي ځانگړنو سربېره ، هوږه د خواړو د يوې ډېرې خوندورې او په زړه پورې مسالې په توگه نامتو وه او ده. اوس هم په بېلابېلو هېوادو كې د ساوس ( روب ) ، سلاټې په جوړولو كې ، همدا راز د قورمې ، پټاټو ، غوښې ، پلو ، د مرغانو غوښې ، ښوروا ، سوپ او نورو بېلابېلو خواړو په پخلي كې د خواړو د لا خوندوركولو لپاره ترې كار اخيستل كيږي. هوږه تازه هم خوړل كيږي ، همدا راز له هغې نه اچار ( ترشي ) هم جوړوي چې له خوړو سره يې كارونه اشتها زياتوي. د هوږې شنې اوږدې پاڼې د B له ويټامينو شتمنې دي چې سلاټ ترې جوړوي او په ځينو هېوادو كې اچار هم ترې جوړوي. په نړۍ كې هسپانويان د هوږې تر ټولو ډېر لوى مينه وال گڼل كيږي او په نړۍ كې د هوږې تر ټولو ډېر لوى توليدوونكي هم دوى دي. هوږه تېز بوى لري او له خولې نه ژر نه لري كيږي ، همدا يواځينى لامل دى ، چې ډېرى وختونه انسان د تازه او اومې هوږې له خوراك نه ډډه كوي. هیره دی نه وی چی هوږ د سلنیوم منبع بلل کیږی نو پدی خاطر د باکتریا او ویروس ضد ده . سرچينه
|