Jump to content

والنشیا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
والنشیا
València (کتلونيايي)[۱][۲][۳] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
پلازمېنه
پلازمېنه د
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وګړو شمېر
  لړۍ...
۸۰۷٬۶۹۳[۴] — ۷۹۲٬۳۰۳[۵] — ۷۹۷٬۰۲۸[۶] — ۷۹۸٬۰۳۳[۷] — ۸۰۹٬۲۶۷[۸] — ۸۱۴٬۲۰۸[۹] — ۸۰۷٬۲۰۰[۱۰] — ۷۹۷٬۶۵۴[۱۱] — ۸۰۵٬۳۰۴[۱۲] — ۷۹۶٬۵۴۹[۱۳] — ۷۸۵٬۷۳۲[۱۴] — ۷۶۱٬۸۷۱[۱۵] — ۷۴۶٬۶۱۲[۱۶] — ۷۸۶٬۴۲۴[۱۷] — ۷۸۶٬۱۸۹[۱۸] — ۷۹۰٬۲۰۱[۱۹] — ۷۸۷٬۸۰۸[۲۰] — ۷۹۱٬۴۱۳[۲۱][۲۲] — ۷۹۴٬۲۸۸[۲۳] — ۸۰۰٬۲۱۵[۲۴] — ۷۸۹٬۷۴۴[۲۵] — ۷۹۲٬۴۹۲[۲۶] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
رسمي ژبه
د حکومت مشر
وګړنوم
  لړۍ...
valenciana[۲۹]valenciàvalencianavalencianoValencianValencienneValencienvalentí[۳۰][۳۱]valentina[۳۱]ValencijčanValencijčanka ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اداري سیمه
هېواد
ځایناستی د
Balansiya (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
کچه او لوړوالی
د ځای کچه
۱۳۴٫۶۵ كيلومتر مربع ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور اړين مالومات
برخه د
جوړښت
جایزې
نور مالومات
وېب‌پاڼه
valencia.es[۳۳] (کاتالونيايي ژبه، اسپانيايي ژبه) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
پوسټ‌کوډ
46000 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
کورډي‌نېشن
۳۹°۲۸′۱۲″شمال ۰°۲۲′۳۵″لويديځ / 39.47°شمال 0.3764°لويديځ / 39.47; -0.3764 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

والنشیا د والنشیا دخپلواکې ټولنې مرکز دی چې په هسپانیا کې دریمه درجه د ډیرو وګړو لرونکی ښار دی چې ۷۹۱.۴۱۳ وګړې پکې ژوند کوي. دا دهغه ولایت مرکز هم دی چې په همدې نامه یادیږي.  د دې ولایت پراخه ښاري سیمه ځانته نژدې ښارونه لري چې ۱.۶ میلیونه وګړي لري چې د مدیترانې د سمندر اروپایي اړخ ته خورا لویه ښاري سیمه بلل کیږي. والنشیا  دتوریا Turia ( په هسپانیا کې یو سیند دی) د سیند په غاړه د ایبرین Iberian Peninsula شبه جزیری په ختیځه څنډه د آلبوفرا Albufera د جهیل شمال ته په والنسیا په خلیج کې پروت دي. [۳۴][۳۵][۳۶]

والنشیا د روم د مستعمرې په توګه په ۱۳۸ م ز کې جوړ کړای شو. اسلامي واکمنۍ او کلتورمننې په ۸ میلادې پېړۍ کې دواړو یو ځاي د اوبو لګولو نوي سیستمونو او زراعتي محصولاتو پېژندنه وهڅوله. په ۱۲۳۸ ز کال کې د اراګونیس Aragonese عیسوي سوبه پېښه وه نو له همدې امله دا ځای د والنشیا سلطنت مرکز شو. د دې ښار وګړي په ۱۵ میلادي پېړۍ کې ډیر شول او د نورې لیبریني شبه جزیرې، ايټالوي بندرونو او د مدیترانې د سمندر له نورو سیمو سره تجارت پیل کړ او د پېړۍ په پای کې ستر اروپایي ښار شو. دا ځای د اتلنتیک د سمندر د پورته کېدو چې په مدیترانه کې یې نړېوالې سودا ګري زیانمنه کړه او هغې نا امنې له امله چې د بربري Barbary سمندري غلا څخه را منځته شوې وه د دې ښار اقتصاد فعالیت په ۱۶ پېړۍ کې په ۱۶۰۹ ز کال کې د  موریسکوس خلکو د شړلو په مهال یو بحران تجربه کړ. په ۱۸ پېړۍ کې دا ښار د ورېښمو د تولید عمده مرکز وګرځېد. دا ښار د هسپانېې د کورنۍ جګړې په مهال له ۱۹۳۶ څخه تر ۱۹۳۷ پورې د هسپانوي حکومت یو تصادفي ناستځای شو.  

ددې ښار بندر د  اروپا  او مدیتراني د سمندر پنځم خورا بوخت کانتنري بندر دی. دا ښار د نړیوال کېدو او د نړۍ د ښارونو د څېړنې شبکې له خوا د ګاما د کچې درجه لرونکی ښار وپېژندل شو. د دې ښار تاریخې مرکز په هسپانیا کې یو له لویو مرکزوبلل کېږي چې په اټکلي ډول ۱۶۹ هکتاره یا ۴۲۰ جریبه ځمکه یې نیولې ده. د اوږده تاریخ له امله چې دا ښار یې لري، والنشیا ګڼ شمېر نمانځنې او عرفونه لري لکه د فالس Falles ( یو مذهبي نمانځنه ده) چې د  یونسکو له خوا په هسپانیا کې دتوریستانو دعلاقې وړ ملي جشنونو او نه لاس وهل شوو فرهنګي میراثونو په توګه اعلان شول. توریست جان ریبوJoan Ribó د کامپرومیس څخه له  ۲۰۱۵ ز کال را دېخوا دې ښار ښاروال پاتې شوی دی. [۳۷][۳۸][۳۹]

نوم

[سمول]

د دې ښار لاتین نوم والینتیا و چې معنی یې ځواک یا زړه ورتوب دی چې دا نوم  له یوې جګړې وروسته درومیانو له خوا د پخوانیو رومي پوځیانو د زړه ورتوب د تصدیق کولو یو رسم بلل کېده.  رومي تاریخپوه لیوي Livy تشرېح ورکوي چې له زیږ د مخه په ۲ پېړۍ کې د والینشیا بنسټ ايښودنه د رومې عسکرو د مېشت کېدو له امله وه چې د ویریاتس Viriatus ( د لویستانیانو مشر چې د روم د سترواکۍ د خپریدو په وړاندې یې مقاومت کاوه) د لوستانیانی Lusitanian یاغیانو په وړاندې د لویستانیاني جګړې  په دریم یرغل کې جنګېدل. [۴۰]

دهسپانیا د مسلمان سلظنت د واکنۍ په مهال ، دې ښارته د کلمې په کلمې ژباړې له مخې  د مدینه الطرب چې معنی د خوښۍ ښاردی  لقب او دا چې داښار د سیند په غاړه پروت و نو د د مدینه التراب یا د ریګ د ښارلقب ورکړل شو. دا روښانه نه ده چې د بالانسیا نوم د ټول نوم Balansiyy نوم د والنشیا طایفې ( د موري طایفې سلطنت په هسپانیا کې) ټول سلطنت ته ورکړل شو که یواځې ښار ته. د غږ د تدریجی بدلونونو له امله د Valentiaپه Valencia [baˈlenθja] اوښتې، (د تلفظ  په وخت کې دریدونکی حالت یا هغه حالت چې د تلفظ زور په پوزه راځي). د  Valencian ( والنشین) کلمه کې e په شد سره ادا کیږي او  è د /e/ په مقابل کې /ɛ/  کې ښیي خو د València د دې قاعدې یوه استثنا ده è د/e/ په ډول تلفظ کیږي. د "València"  املاء د AVL د ( والنشیا د ژبو اکادمي) د یوه رسم په توګه تر بحث وروسته منظوره شوه او د "València"   له ۲۰۱۷ ز کال څخه را په دېخوا د دې ښار يواځينی نوم پاتې شوی دی. [۴۱][۴۲]       

جغرافیه

[سمول]

موقعیت

[سمول]

د ایبرین شبه جزیرې په غاړه، د مدیترانې د بحر سهیل ته او د والنشیا خلیج ته مخامخ ته والنشیا د توریا د سیند Turia River ښکتنۍ برخه کې په یو سیلابي دښته کې چې د خورا حاصل خېزو خړود راټولېدو له امله جوړه شوې پرته ده او له بحرڅخه ۶.۴ کیلومتره ( ۴ میله) لرې د توریا د سیند په جزیره باندې موقعیت لري.  [۴۳]

د البوفرا Albufera جهیل چې د طبعي ښار سویل ته په ۱۲ کیلومترې ( ۷ میل) کې پروت دی او د ښاروالۍ یوه برخه ده په اصل کې د تروو اوبو یو جهیل و خو له بحر څخه د نښلتوب له جلا کېدو دا جهیل د تازه اوبو په جهیل واووښت او زیاتېدونکي ډول کوچنی شو. د دې له چاپېر یال څخه د شولو د نیالګیو او وریجو کرلو اوکبانو د ښکار لپاره ګټه اخیستل کیږي [۴۴]

د ښار شورا ۱۹۱۱ کې د هسپانیا له پاچا دا خلیج د۱.۰۷۲.۹۸۰ پیستاس په بدل کې وپېره او نن ورځ د البوفرا طبیعي ذخېرې یوه برخه ده چې پراخوالی یې ۲۱.۱۲۰ هکتاره یا ۵۲.۲۰۰ جریبه ده. په ۱۹۷۶ ز کال کې دا ځای د کلتوري، تاریخي او ایکولیجیکي ارزښت درلودلو له امله یو طبیعي پارک اعلان شو.  [۴۵]

ولانشیا

[سمول]

ولانشیا د مدیترانې اقلیم (Köppen: Csa) لرونکی ښار دی چې ژمي یې نرم اودوبي يې وچ اوسوځند وي. د Siegmund/Frankenberg د اقلیم د طبقه بندۍ له مخې، والنشیا یو نسبي ګرم اقلیم لري. اعظمي حد ورښتونه په منې کې وي ، دا د کال له هغه وخت سره برابر ده چې د سختوبارانونودورې په لوړه ارتفاع کې دفشار ټیټ سیستمونه چې د مدیتراني په لویديځې څنډې کې معمول دي اغیزمنوی د خو بیا هم په دې ښار کې د ورښتونو کلنی تغیر د پام وړده.   [۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰][۵۱][۵۲]

په دې ښار کې د ورځې له مخې د تودوخې منځنۍ کچه ۱۸.۳ سلسیوس( ۶۴.۹ فارنهایت) او په شپه کې ۱۳.۸ سلسیوس ( ۵۶.۸ فارنهایت درجې) ده. د جنورۍ په میاشت کې چې خورا سړه مياشت ده په عمومي توګه د ورځې له مخې د تودوخې لوړه کچه د ۱۴ تر ۲۰ سلسیوس درجې   ( ۵۷ تر ۶۸ فارنهایت )، او د تودوخې ټيټه کچه د شپې له مخې ۵ تر ۱۰ سلسیوس درجې( ۴۱ تر ۵۰ فارنهایت ) درجې ده. په خورا تودو میاشتو جولای او اګست کې د ورځې له مخې د تودوخې لوړه کچه په عمومي توګه ۲۸ تر ۳۲ سلسیوس (۸۲ تر ۹۰فارنهایت درجې وي او په شپه کې ۲۱ تر ۲۳ سلسیوس ( ۷۰ تر ۷۳ فارنهایت درجې وي). د مارچ میاشت بیا د اقلیم د تغیر میاشت ده او د تودوخې کچه ډېری وخت له ۲۰ سلسیوس (۶۸ فارنهایت درجې ) څخه ډیريږي چې د ورځې له مخې د تودخې منځنۍ کچه ۱۹.۳ سلسیوس( ۶۶.۷ فارنهایت درجې وي) او په شپه کې ۱۰ سلسیوس ( ۵۰ فارنهایت درجې) وي. دسمبر، جنوري اوفبروري په دې ښارکې خورا سړې میاشتې دي چې په ورځ کې د تودوخې منځنۍ کچه ۱۷ سلسیوس ( ۶۳ فارنهایت درجې) او د شپې له مخې ۸ سلسیوس ( ۴۸ فارنهایت) درجې وي. د واورې اوریدل په دې ښار کې نهایتا کم دي او د ۱۹۶۰ ز کال د جنورۍ د میاشتې په ۱۱ په ځمکه د واورې غونډېډل خوار نوې پېښه ده.  [۵۳][۵۴][۵۵]

سرچينې

[سمول]
  1. BOE ID: BOE-A-2017-4116.
  2. "Decret 16/2017, de 10 de febrer, del Consell, pel qual s'aprova el canvi de denominació del municipi de Valencia per la forma exclusiva en valencià de València." (PDF). Diari Oficial de la Generalitat Valenciana (په Valenciano). Generalitat Valenciana.{{cite web}}: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link)
  3. ذکر کېدنه: Modifications in the municipalities produced from 01-01-2017 al 01-01-2018. Publisher: National Statistics Institute.
  4. ذکر کېدنه: Municipal Register of Spain of 2023. ليکوال: National Statistics Institute. خپرېدو نېټه: ۱۳ ډيسمبر ۲۰۲۳.
  5. National Statistics Institute (۲۸ ډيسمبر ۲۰۱۳). "Municipal Register of Spain 2013". Boletín Oficial del Estado.
  6. National Statistics Institute (۲۹ ډيسمبر ۲۰۱۲). "Municipal Register of Spain 2012". Boletín Oficial del Estado.
  7. National Statistics Institute (۱۷ ډيسمبر ۲۰۱۱). "Municipal Register of Spain 2011". Boletín Oficial del Estado.
  8. National Statistics Institute (۲۳ ډيسمبر ۲۰۱۰). "Municipal Register of Spain 2010". Boletín Oficial del Estado.
  9. National Statistics Institute (۲۴ ډيسمبر ۲۰۰۹). "Municipal Register of Spain 2009". Boletín Oficial del Estado.
  10. National Statistics Institute (۲۷ ډيسمبر ۲۰۰۸). "Municipal Register of Spain 2008". Boletín Oficial del Estado.
  11. "Municipal Register of Spain 2007". Boletín Oficial del Estado. ۲۸ ډيسمبر ۲۰۰۷.
  12. National Statistics Institute (۳۰ ډيسمبر ۲۰۰۶). "Municipal Register of Spain 2006". Boletín Oficial del Estado.
  13. National Statistics Institute (۱ ډيسمبر ۲۰۰۵). "Municipal Register of Spain 2005". Boletín Oficial del Estado.
  14. National Statistics Institute (۳۰ ډيسمبر ۲۰۰۴). "Municipal Register of Spain 2004". Boletín Oficial del Estado.
  15. National Statistics Institute (۲۸ ډيسمبر ۲۰۰۲). "Municipal Register of Spain 2002". Boletín Oficial del Estado.
  16. National Statistics Institute (۵ جنوري ۲۰۰۲). "Municipal Register of Spain 2001". Boletín Oficial del Estado.
  17. National Statistics Institute (۲۲ ډيسمبر ۲۰۱۴). "Municipal Register of Spain 2014". Boletín Oficial del Estado.
  18. National Statistics Institute (۱۷ ډيسمبر ۲۰۱۵). "Municipal Register of Spain 2015". Boletín Oficial del Estado.
  19. National Statistics Institute (۱۷ ډيسمبر ۲۰۱۶). "Municipal Register of Spain 2016". Boletín Oficial del Estado.
  20. National Statistics Institute (۲۹ ډيسمبر ۲۰۱۷). "Municipal Register of Spain 2017". Boletín Oficial del Estado.
  21. National Statistics Institute (۲۹ ډيسمبر ۲۰۱۸). "Municipal Register of Spain 2018". Boletín Oficial del Estado.
  22. "Cifras oficiales de población resultantes de la revisión del Padrón municipal a 1 de enero". National Statistics Institute. Retrieved 2019. {{cite web}}: Check date values in: |access-date= (help)
  23. National Statistics Institute (۲۷ ډيسمبر ۲۰۱۹). "Municipal Register of Spain 2019". Boletín Oficial del Estado.
  24. National Statistics Institute (۳۰ ډيسمبر ۲۰۲۰). "Municipal Register of Spain 2020". Boletín Oficial del Estado.
  25. ذکر کېدنه: Municipal Register of Spain of 2021. ليکوال: National Statistics Institute. خپرېدو نېټه: ۳۰ ډيسمبر ۲۰۲۱.
  26. ذکر کېدنه: Municipal Register of Spain of 2022. ليکوال: National Statistics Institute. Page(s): 1,235. خپرېدو نېټه: ۱۶ مې ۲۰۲۲.
  27. "Llei 4/1983, de 23 de novembre, d'Ús i Ensenyament del Valencià".
  28. "Ley 4/1983, de 23 de noviembre, de Uso y Enseñanza del Valenciano".
  29. "Els gentilicis valencians". Retrieved 8 مې 2020.
  30. Retrieved: ۲۲ سپټمبر ۲۰۲۰.
  31. ۳۱٫۰ ۳۱٫۱ سرچينې تړی: http://www.avl.gva.es/lexicval/?paraula=valentí.
  32. ArchINFORM location ID: 1733. ذکر کېدنه: آرک انفارم. Retrieved: ۶ اگسټ ۲۰۱۸. اثر ژبه: جرمني ژبه.
  33. ۳۳٫۰ ۳۳٫۱ "Argos" (په کاتالونيايي ژبه).{{cite web}}: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link)
  34. Acadèmia Valenciana de la Llengua. "Els gentilicis valencians" (PDF). Archived from the original (PDF) on 3 March 2016. Retrieved 13 January 2016.
  35. World Urban Areas Archived 3 May 2018 at the Wayback Machine. – Demographia, 04.2018
  36. Áreas urbanas +50, Ministerio de Fomento de España Archived 26 August 2014 at the Wayback Machine..
  37. "The World According to GaWC 2020". GaWC - Research Network. Globalization and World Cities. Archived from the original on 24 August 2020. Retrieved 31 August 2020.
  38. "Districte 1. Ciutat Vella" (PDF). Oficina d'Estadística. Ajuntament de València (په Ca و اسپانيايي). 2008. Archived from the original (PDF) on 5 اپرېل 2010. Retrieved 16 فبروري 2010.
  39. (په 2010 باندې). Listado de Fiestas de Interés Turístico de La Comunitat Valenciana Declaradas Por La Conselleria de Turisme.[مړه لينکونه]
  40. A. E. Astin (1989). The Cambridge Ancient History. Cambridge University Press. p. 140. ISBN 978-0-521-23448-1. Archived from the original on 5 May 2016. Retrieved 14 November 2015.
  41. Agustí Galbis (19 June 2009). "La ciutat de Valencia i El nom de "Madinat al-Turab"". Del Sit a Jaume I "Bloc en els artículs d'Agustí Galbis (په Ca). Archived from the original on 7 April 2014. Retrieved 24 June 2014.
  42. Generalitat Valenciana (14 February 2017). "DECRET 16/2017, de 10 de febrer, del Consell, pel qual s'aprova el canvi de denominació del municipi de Valencia per la forma exclusiva en valencià de València. [2017/1189]" (PDF) (په Ca و اسپانيايي). Archived (PDF) from the original on 21 January 2021. Retrieved 29 June 2020.
  43. Puncel Chornet 1999.
  44. Clemente Meoro 2008، م. 1.
  45. Francisco de P. Momblanch y Gonzálbez (1960). Historia de la Albufera de Valencia. Excmo. Anuntamiento. p. 301. ISBN 9788484840701. Archived from the original on 1 January 2014. Retrieved 5 February 2013.
  46. Pérez Cueva, Alejandro J. (1994). Conselleria de Vivienda, Obras Públicas y Vertebración del Territorio (ed.). Atlas climático de la Comunidad Valenciana: 1961-1990 (1ª ed.). Valencia: Generalitat Valenciana. p. 205. ISBN 84-482-0310-0. OCLC 807093628. Archived from the original on 10 March 2021. Retrieved 13 September 2020.
  47. "Guía resumida del clima en España (1981-2010)". Agencia Estatal de Meteorología (په اسپانيايي). Archived from the original on 9 April 2016. Retrieved 7 November 2016.
  48. Kottek, M.; Grieser, J.; Beck, C.; Rudolf, B.; Rubel, F. (10 July 2006). "World Map of the Köppen-Geiger climate classification updated". Meteorol. Z. 15 (3): 259–263. Bibcode:2006MetZe..15..259K. doi:10.1127/0941-2948/2006/0130. Archived from the original on 9 October 2018. Retrieved 22 April 2009.
  49. "Mapa topográfico de España del Instituto Geográfico Nacional". Archived from the original on 19 July 2017. Retrieved 6 September 2021.
  50. Die Klimatypen der Erde Archived 14 November 2021 at the Wayback Machine. - Pädagogische Hochschule in Heidelberg
  51. "La gota fría: dónde, cuándo y cómo se produce". Nueva Tribuna. 13 September 2019. Archived from the original on 21 July 2020. Retrieved 21 July 2020.
  52. Rivera, Antonio (20 January 2012). "El clima de Valencia". Las Provincias. Archived from the original on 21 July 2020. Retrieved 21 July 2020.
  53. "Se cumplen 60 años de la última nevada en València". La Vanguardia. 11 January 2020. Archived from the original on 12 January 2020. Retrieved 24 January 2020.
  54. "L'efecte Foehn, fogony o "ponentà"" (په والنشيايي). VilMeteo (Meteo Villarreal). 5 February 2020. Archived from the original on 2 December 2021. Retrieved 2 December 2021.
  55. "València: València - Valores extremos absolutos - Selector - Agencia Estatal de Meteorología - AEMET. Gobierno de España" (په اسپانيايي). AEMET. Archived from the original on 2 December 2021. Retrieved 2 December 2021.