يوان کورنۍ
لوی يوان Great Yuan 大元 | ||||
سلطنت | ||||
| ||||
يوان کورنۍ 1294 | ||||
پلازمېنه | خان بالک (بېجينګ) | |||
ژبې | چينايي مغولي | |||
مذهب | بودیزم - چینايي اور تېبېتي تاوميزم کنفيوشيزم چينايي ولسي مذهب سماواتيت مسيحيت اسلام | |||
حکومت | پاچاهي | |||
پاچا | ||||
- 1260–1294 | قبلايي خان | |||
- 1333–1370 (جاري.) | اوخاتو خان | |||
تاريخي دور | تر کلاسيکې دورې وروسته | |||
- د چنګيزخان مغولي سلطنت پيل | پسرلی، 1206 | |||
- د يوان کورنۍ رسمي اعلان | 18 ډېسمبرr 1271 1271 | |||
- شيانګ يانګ جګړه | 1268-1273 | |||
- د سوېلي سونګ بری | 4 فېبروری 1276 | |||
- کېنګ يامين | 19 مارچ 1279 | |||
- سقوط خان بالک | 14 سېپتمبر 1368 | |||
- شمالي يوان کورنۍ بغاوت | 1368-1388 | |||
ځمکه | ||||
- 1310 | ۱۴٬۰۰۰٬۰۰۰ مربع کلوميټر (۵٬۴۰۵٬۴۳۰ مربع ميل) | |||
آبادي | ||||
- 1290 تخمينه | ۷۷٬۰۰۰٬۰۰۰ | |||
- 1293 تخمينه | ۷۹٬۸۱۶٬۰۰۰ | |||
- 1330 تخمينه | ۸۳٬۸۷۳٬۰۰۰ | |||
- 1350 تخمينه | ۸۷٬۱۴۷٬۰۰۰ | |||
سکه | په ټوليزه ډول کاغذي کرنسي (چاو) | |||
اوسني هېوادونه | مغولستان چين هانګ کانګ مکاو هند شمالي کوريا سوېلي کوريا لاوس ويتنام ميانمار روسيه | |||
Warning: Value specified for "continent" does not comply |
يوان واکمنه کورنۍ، چې په رسمي ډول ستر يوان بلل کېږي، د مغولو په مشرۍ د چين يوه شاهي واکمنه کورنۍ، او له وېش وروسته د مغولو د سترواکۍ ځای نيونکی دولت و. قوبلای يې بنسټ ايښي و (سترواک شيزو يا سيټسن خان)، د بورجيګين قبيلې د مغولو د سترواکۍ پنځم خاقان سترواک، او د 1271 څخه تر 1368 پورې يې دوام وکړ. په چينايي تاریخ کې، يوان واکمنه کورنۍ له «سانګ» واکمنې کورنۍ څخه وروسته راغله، او له منګ واکمنې کورنۍ څخه مخکې وه.[۱]
که څه هم په 1206ز کال کې د خاقان په توګه د چنګيزخان پر تخت کېناستل، په چينايي کې د هان په سبک د سترواک د لقب اخيستلو په توګه تشریح شوي دي، او مغول سترواکۍ د اوسني چين د شمالي سيمو په ګډون په ډېرو سيمو د لسيزو لپاره واکمني وکړه، خو تر 1271 پورې قوبلای خان په رسمي ډول د دوديز هان په سبک د دې واکمنې کورنۍ ادعا وکړه، او فتوحات يې تر 1279ز کال پورې نه و بشپړ شوي، تر څو سويلي «سانګ» واکمنې کورنۍ ته د «يامين» په جګړه کې ماتې ورکړل شوه. په دې وخت کې د هغه قلمرو د مغولو په مشرۍ د نورو خاناتو څخه ګوښه او د اوسني وخت د چين ډېره برخه او د منګولیا په ګډون شا اوخوا سيمې يې په واک کې درلودې، دا لومړۍ واکمنه کورنۍ وه چې بنسټ يې يو داسې چا ايښودلی و چې توکميز هان نه و، او په ټول چين يې واکمني وکړه. په 1368ز کال کې، د «منګ» واکمنې کورنۍ له خوا د «يوان» ځواکونو ته له ماتې ورکولو وروسته، چنګيزي شويو واکمنو د منګولیا لوړو سيمو ته شاتګ وکړ، او تر 1635ز کال پورې يې تر هغه وخته واکمني وکړه، تر څو وروستۍ «جين» واکمنې کورنۍ (کومه چې وروسته په شينواکمنې کورنۍ بدله شوه) ته تسليم شول. پاتې شونی دولت يې په تاريخ لیکنه کې د شمالي «يوان» واکمنې کورنۍ په نوم پېژندل کېږي.[۲][۳][۴]
د «يوان» ځينې سترواکانو په چینايي ژبه کې مهارت تر لاسه کړ، په داسې حال کې چې نورو يې يوازې مغولي ژبه او فاګس-پا رسم الخط استعمالول.
د مغولي سترواکۍ له وېش وروسته، د يوان واکمنه کورنۍ خانات و چې د «مونکو خان» د ځای ناستو له خوا ادره کېده. په رسمي چينايي تاریخونو کې، يوان واکمنې کورنۍ اسماني اختيار درلود. دا واکمنه کورنۍ د قوبلای خان له خوا جوړه شوې وه، خو بیا هم نوموړي په رسمي تاريخونو کې خپل نېکه جنګيز خان د دې واکمنې کورنۍ د رسمي بنسټګر په توګه ياد کړی دی، او د معبد نوم يې «تايزو» کېښود. په 1271ز کال کې صادر شوي کورني نوم د اعلان په عنوان کې، قوبلای خان د دې واکمنې کورنۍ نوم د لوی يوان په توګه اعلان کړ، او د درې خپلواکانو او پنځو سترواکانو څځه تر «ټانګ» واکمنې کورنۍ پورې، د پخوانيو چينايي واکمنو کورنيو د ځای ناستيتوب ادعا يې وکړه.[۵][۶]
د چين پر سترواک سربېره، قوبلای همدا راز د لوی خان د لقب ادعا هم وکړه، چې په نورو ځای ناستو خاناتو لوړ و: چې هغه چغتايي، زرينه قبيله، او الخانات وو. په دې ډول، يوان ته همدا راز کله کله د لوی خان د سترواک په توګه هم اشاره کېده. په هر حال، په داسې حال کې چې د يوان سترواکانو له خوا د لوړوالي ادعا هغه مهال د لوېديځو خانانو له خوا منل شوې وه، د دوی تابعداري يوازې تش په نوم وه، او هر يو يې خپل جلا پرمختګ ته دوام ورکړ.[۷][۸]
نومونه
[سمول]په 1271ز کال کې، قوبلای د ستر يوان نوم تحميل کړ، او په دې ډول يې د يوان واکمنې کورنۍ بنسټ کېښود. د (大元) ټکی د "大哉乾元" له فقرې څخه اخيستل شوی دی، (چين ستر دی، پيلونکی) کومه چې د لومړي مسدس "کين" (乾) په اړه د «Classic of Changes» کتاب په اړوند تبصرو کې موجوده ده. په مغولي ژبه کې د دي مساوي ټکی « Dai Ön Ulus» و، چې د « Ikh Yuan Üls» یا « Yekhe Yuan Ulus» په توګه هم بلل کېږي. په مغولي ژبه کې، «Dai Ön» ټکی (چې د چينايي ژبې د Dà Yuán ټکي مغولي شوې بڼه ده) عموماً د "Yeke Mongghul Ulus" عبارت په تړاو کارېدو (چې تحت اللفظي معنا يې ده "ستر مغولي دولت")، کوم چې په مغولي ژبه کې د « ᠳᠠᠢ ᠥᠨ ᠶᠡᠬᠡ ᠮᠣᠩᠭᠣᠯ ᠤᠯᠤᠰ» په بڼه منځ ته راغی (او په چينايي ژبه کې په大元也克蒙古兀魯思 بڼه ليکل کېږي) او معنا يې ده لوی يوان – لوی مغولي دولت (大元大蒙古國).[۹][۱۰]
د تاریخ ليکنې د معاصرو اصولو تر مخې، يوان واکمنه کورنۍ، عموماً هغې قلمرو ته اشاره کوي، چې مرکزي پلازمېنه يې «دادو» (اوسنی بجنګ) وه. په هر حال، د هان په سبک د واکمنې کورنۍ نوم "لوی يوان" او چينايي سياسي عقيدې ادعا څخه موخه ټوله مغولي سترواکي وه. دا استعمال، د غېر چینايي متنونو په ګډون، په لیکنو کې ليدل کېدای شي، کومې چې د يوان واکمنې کورنۍ پر مهال لېکل شوي دي. له دې سره سره، د مغولي سترواکۍ د خپرېدونکي طبيعيت له امله، نوي پوهان د تعريف په پراخه معنا کې د يوان واکمنه کورنۍ ډېره کمه کارول کېږي.[۱۱][۱۲][۱۳]
يوان واکمنه کورنۍ همدا راز د لوېديځوالو له خوا د مغول واکمنې کورنۍ يا د چين مغولې واکمنې کورنۍ په توګه هم پېژندل کېږي، چې د «مانچو» واکمنې کورنۍ يا د چين مانچو واکمنۍ کورنۍ له نوم سره ورته دی، کوم نومونه چې د لوېديځوالو له خوا د «شينګ» واکمنې کورنۍ لپاره کارېدل. سربېره پر دې، يوان کله کله د لوی خان د سترواکۍ يا د لوی خان خانات په نوم هم پېژندل کېږي، کوم چې په ځانګړي ډول د يوان په ځینو نقشو څرګند شوی دی، ځکه چې يوان سترواکانو تش په نوم د لوی خان لقب خپل کړی و. سره له دې، دواړه اصطلاحات په 1271ز کال کې د قوبلای خان له خوا د يوان واکمنې کورنۍ د واقعي بنسټ اېښودلو څخه مخکې د مغول سترواکۍ په داخل کې خاناتو ته هم اشاره کولای شي، په کومو چې نېغ په نېغه خانانو واکمني کوله. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]
تاريخ
[سمول]مخينه
[سمول]چنګيز خان د اوارو سيمو مغول قبيلې سره متحدې او په 1206ز کال کې لوی خان شو. نوموړي او د هغه ځای ناستو په اسيا کې مغولي سترواکۍ پراخه کړه. د چنګيز د درېيم زوی اوګتای خان تر واکمنۍ لاندې، مغولو په 1234ز کال کې کمزورې شوې «جين» واکمنه کورنۍ له منځه یوړه، او د شمالي چین ډېره برخه يې ونيوله. اوګتای خان خپل وراره قوبلای خان ته په «شينګ چو»، «هيبي» کې د يوې دندې وړانديز وکړ. قوبلای چينايي ژبه نه شوه لوستلای، خو د ژوند له لومړيو کلونو راهيسې د خپلې مور «سرقويتي» په واسطه يې ګڼ هان ښوونکي درلودل چې له هغه سره ملګري وو. نوموړي د چينايي بودايانو او «کنفيشس» (لرغوني چينايي عقايد او د هغوی پيروان) سلاکارانو څخه مشوررې غوښتې. مونکو خان په 1251ز کال کې د اوګتای خان د زوی «ګيوک خان» پر ځای ستر خان شو. نوموړي خپل ورور قوبلای خان ته په چین کې د مغولو تر واک لاندې سيمو واک وسپاره. قوبلای د «کنفيشس» پوهانو لپاره ښوونځي جوړ کړل، کاغذي پيسې يې صادرې کړې، چينايي مذهبي رسومات يې راژوندي کړل، او هغه تګلارې يې تايید کړې چې کرنيزه او سوداګريزه وده يې په خوځښت راوستلای شوای. نوموړي د منګوليا په داخل کې «کاپنګ» د خپلې پلازمېنې په توګه غوره کړه، چې وروسته د «شينګډو» نوم ورکړل شو.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]
ډيری هان چينايان او «کايتن» د «جن» پر ضد جنګېدو په موخه له مغولو سره يوځای شول. دوه هان چینايي رهبران هر يو «شي تياينزا»، «ليو هيما»، او «کايتن» «شاو ژوالا» جلا او د مغولو په پوځ کې يې د درې پوځي واحدونو (Tumen د لس زره سرتېرو واحد و) مشري وکړه. «ليو هيما» او «شي تياينزا» د اوګدای خان خدمت وکړ. ليو هيما او «شي تيان شيانګ» د لوېديځ «شا» پر ضد د مغولو په پلوۍ د پوځونو مشري وکړه. په دې ځای کې څلور هان پوځي واحدونه او درې کايتن پوځي واحدونه موجود وو، چې هر واحد يې له لس زره سرتېرو جوړ و. درې کايتن جنرالان هر يو «شيموبايډير»، «تبوير» او «چونګ شي»، د «شاوجا چي» زوی، د درې کايتن پوځي واحدونو مشري په غاړه درلوده، او څلورو هان جنرالانو هر يو «چانګ رو»، «يان شي»، «شي تيانزا» او «ليو هيما» د اوګدای خان تر قوماندې لاندې د څلورو هان پوځي واحدونو مشري وکړه.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]
سرچينې
[سمول]- ↑ Simon, Karla W. (26 April 2013). Civil Society in China: The Legal Framework from Ancient Times to the 'New Reform Era'. Oxford University Press. p. 39 n. 69. ISBN 9780190297640.
- ↑ Atwood, Christopher Pratt (2004). Encyclopedia of Mongolia and the Mongol Empire. Facts On File. ISBN 978-0-8160-4671-3.
- ↑ San, Tan Koon (2014). Dynastic China: An Elementary History. Kuala Lumpur: The Other Press. pp. 312, 323. ISBN 978-983-9541-88-5. OCLC 898313910.
- ↑ Eberhard, Wolfram (1971). A History of China (3rd ed.). Berkeley, California: University of California Press. p. 232. ISBN 0-520-01518-5.کينډۍ:Pn
- ↑ Kublai Emperor (18 December 1271), 《建國號詔》 [Edict to Establish the Name of the State], 《元典章》[Statutes of Yuan] (په Literary Chinese)
- ↑ Franke, Herbert (1953). "Could the Mongol emperors read and write Chinese?" (PDF). Asia Major. Second series. Academica Sinica. 3 (1): 28–41.[مړه لينکونه]
- ↑ Saunders, John Joseph (2001) [1971]. The History of the Mongol Conquests. University of Pennsylvania Press. p. 116. ISBN 978-0-8122-1766-7.
- ↑ Grousset, René (1939). L'empire des steppes: Attila, Gengis-Khan, Tamerlan [The Empire of Steppes] (په فرانسوي).
- ↑ Volker Rybatzki; Alessandra Pozzi; Peter W. Geier; John R. Krueger, eds. (2009). The Early Mongols Language, Culture and History. Studies in Honor of Igor de Rachewiltz on the Occasion of his 80th Birthday. Indiana University Press. p. 116. ISBN 9780933070578.
- ↑ Simon, Karla W. (26 April 2013). Civil Society in China: The Legal Framework from Ancient Times to the 'New Reform Era'. Oxford University Press. p. 39 n. 69. ISBN 9780190297640.
- ↑ Kublai Emperor (18 December 1271), 《建國號詔》 [Edict to Establish the Name of the State], 《元典章》[Statutes of Yuan] (په Literary Chinese)
- ↑ Robinson, David (2019). In the Shadow of the Mongol Empire: Ming China and Eurasia. Cambridge University Press. p. 50. ISBN 978-1-108-48244-8.کينډۍ:PbRobinson, David (2009). Empire's Twilight: Northeast Asia Under the Mongols. Harvard–Yenching Institute Monograph Series 68 Studies in East Asian Law. Brill. p. 293. ISBN 978-0-674-03608-6.کينډۍ:PbHodong Kim (2018). "Mongol Perceptions of "China" and the Yuan Dynasty". In Brook, Timothy; Walt van Praag, Michael van; Boltjes, Miek (eds.). Sacred Mandates: Asian International Relations since Chinggis Khan. University of Chicago Press. pp. 45–56. ISBN 978-0-226-56293-3. At p. 45.
- ↑ Robinson, David (2019). In the Shadow of the Mongol Empire: Ming China and Eurasia. Cambridge University Press. p. 50. ISBN 978-1-108-48244-8.کينډۍ:PbRobinson, David (2009). Empire's Twilight: Northeast Asia Under the Mongols. Harvard–Yenching Institute Monograph Series 68 Studies in East Asian Law. Brill. p. 293. ISBN 978-0-674-03608-6.کينډۍ:PbHodong Kim (2018). "Mongol Perceptions of "China" and the Yuan Dynasty". In Brook, Timothy; Walt van Praag, Michael van; Boltjes, Miek (eds.). Sacred Mandates: Asian International Relations since Chinggis Khan. University of Chicago Press. pp. 45–56. ISBN 978-0-226-56293-3. At p. 45.
- ↑ William Honeychurch; Chunag Amartuvshin (2006). "States on Horseback: The Rise of Inner Asian Confederations and Empires". In Miriam T. Stark (ed.). Archaeology of Asia. Wiley Blackwell. pp. 255–278. doi:10.1002/9780470774670.ch12. ISBN 9780470774670.
- ↑ Piero Corradini (1962). "Civil Administration at the Beginning of the Manchu Dynasty: A note on the establishment of the Six Ministries (Liu-pu)". Oriens Extremus. Harrassowitz Verlag. 9 (2): 133–138. JSTOR 43382329.
- ↑ Elizabeth E. Bacon (September 1971). "Reviewed Work: Central Asia. Gavin Hambly". American Journal of Sociology (book review). University of Chicago Press. 77 (2): 364–366. doi:10.1086/225131. JSTOR 2776897.
- ↑ Ronald Findlay; Mats Lundahl (2006). "The First Globalization Episode: The Creation of the Mongol Empire, or the Economics of Chinggis Khan". In Göran Therborn; Habibul Khondker (eds.). Asia and Europe in Globalization. Brill. pp. 13–54. doi:10.1163/9789047410812_005. ISBN 9789047410812.
- ↑ Rossabi 2012، م. 65.
- ↑ Rossabi 1994، م. 418.
- ↑ Allsen 1994، م. 394.
- ↑ Allsen 1994، م. 392.
- ↑ Rossabi 1994، م. 415.
- ↑ Ebrey 2010، مم. 169–170.
- ↑ Ebrey 2010، م. 169.
- ↑ کينډۍ:Cite periodical
- ↑ Françoise Aubin (1987). "The Rebirth of Chinese Rule in Times of Trouble". In Schram, Stuart Reynolds (ed.). Foundations and Limits of State Power in China. pp. 113–146. ISBN 978-0-7286-0139-0.
- ↑ Ruth Dunnell (1989). "The Fall of the Xia Empire: Sino-Steppe Relations in the Late 12th – Early 13th Centuries". In Seaman, Gary; Marks, Daniel (eds.). Rulers from the Steppe: State Formation on the Eurasian periphery. Ethnographics Monograph Series No. 2. University of Southern California Press. pp. 158–185. ISBN 1-878986-01-5. Proceedings of the Soviet-American Academic Symposia "Nomads: Masters of the Eurasian Steppe".
- ↑ Hu Xiaopeng (胡小鹏) (2001). 窝阔台汗己丑年汉军万户萧札剌考辨——兼论金元之际的汉地七万户 [A Study of Xiao Zhala the Han Army commander of 10,000 families in the jichou Year of 1229 during the Period of Ögedei Khan – with a discursus on the Han territory of 70,000 families at the Northern Jin–Yuan boundary]. Journal of Northwest Normal University (Social Sciences) (په Simplified Chinese) (6): 36–42. doi:10.3969/j.issn.1001-9162.2001.06.008.
- ↑ Ke Shaomin (1920). "Volume 146: Biographies #43". New History of Yuan.