Jump to content

دېموکریتوس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
دېموکریتوس
دېموکریتوس

د شخص مالومات
پيدايښت
مړینه تړون 360 م.ز  ويکيډاټا کې (P570) ځانګړنې بدلې کړئ
يونان   ويکيډاټا کې (P20) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
نامتو زده کونکي بقراط   ويکيډاټا کې (P802) ځانګړنې بدلې کړئ
کار/مسلک
کاروونکي ژبه زړه يوناني   ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
د کړنې څانګه فلسفه   ويکيډاټا کې (P101) ځانګړنې بدلې کړئ
خوځښت اتوميزم (د اتوم يا د ذرې په اصليت باور)   ويکيډاټا کې (P135) ځانګړنې بدلې کړئ

دېموکریتوس (/dɪˈmɒkrɪtəs/؛ یوناني: Δημόκριτος, Dēmókritos، چې معنا یې "د خلکو غوره شوی"؛ شاوخوا ۴۶۰ – ۳۷۰ قبل المیلاد) یو پخوانی یوناني تر سقراط وړاندې دورې فیلسوف و، چې په اوسني وخت کې تر ډېره د کایناتو د اتومي تیورۍ د جوړولو له کبله یادېږي.[۱]

دېموکریتوس په شاوخوا ۴۶۰ قبل المیلاد کې د یونان د ټرېس سیمې په ابدېرا کې زیږېدلی دی. که څه هم د زیږون د دقیق کال په اړه یې اختلافات شته دی. د هغه علمي ونډې او کارونه په دقیقه توګه د هغه د روزونکي یا استاد لیوکیپوس له هغو څخه جلا کول ستونزمن دي، ځکه دوی ډېری وختونه په متنونو کې یوځای یاد شوي دي. د اتومونو په اړه د دوی قیاس او انګېرنه، چې له لیوکیپوس څخه اخیستل شوې، د اتومي جوړښت په اړه د ۱۹مې پېړۍ له درک او پوهاوي سره یو سرسري او جزوي ورته والی لري چې ځینې یې دې پایلې ته رسولي چې دېموکریتوس د نورو یوناني فیلسوفانو په پرتله ډېر ساینس پوه وګڼي. له دې سره سره، د دوی نظرونه پر خورا متفاوتو اساساتو ولاړ وو. دېموکریتوس، چې په لرغوني آتن ښار کې تر ډېره له پامه غورځول شوی و، ویل کېږي چې د افلاطون لپاره دومره ناخوښ و چې غوښتل یې د هغه ټول کتابونه وسوځوي. له دې پرته نوموړی بیا په شمال کې زیږېدلي خپل ملګري فیلسوف ارسطو سره پوره اشنا و، او هم د بل فیلسوف پروتاګوراس ښوونکی و.[۲][۳][۴][۵]

ډېری پوهان نوموړی "د عصري علومو پلار" ګڼي. د هغه هېڅ لیکنه نه ده پاتې. د هغه د پراخو اثارو یوازې ځینې ټوټې پېژندل شوې دي.[۶][۷][۸]

فلسفه او ساینس

[سمول]

ډېری سرچینې وايي چې دېموکریتوس د لیوکیپوس دود تعقیب کړی او دوی له مېلیتوس سره تړلې ساینسي منطقي فلسفه پرمخ وړله. دواړه په بشپړ ډول ماده پرستان وو، او پر دې باور وو چې هرڅه د طبیعي قوانینو پایله ده. د ارسطو یا افلاطون خلاف، دغو اتوم پوهانو هڅه وکړه چې نړۍ د هدف، اصلي محرک، یا وروستي لامل په اړه له تفکر او استدلال پرته تشریح کړي. د دغو اتوم پوهانو باور دا و چې د فزیک پوښتنو ته باید له میخانیکي توضیحاتو سره ځواب ورکړل شي ("کوم مخکیني شرایط د دې پېښې لامل شوي؟")، په داسې حال کې چې د دوی مخالفین د داسې توضیحاتو لټون کوي ​​چې پر مادي او میخانیکي هغو سربېره، صوري یا رسمي او غایت پېژندنه هم پکې شامل دي ("دا پېښه د کومې موخې لپاره ده؟"). اوسیبیوس د مسینا د اریستوس په حواله دېموکریتوس ته د فلسفې په یوه داسې کرښه کې ځای ورکوي چې له کزینوفانس څخه پیل او له پیرهونیزم سره اوج ته رسېږي.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

د دېموکریتوس نقل قول: "که تاسو د آرامۍ په لټه کې یاست، لږ څه وکړئ." د ګریګوري هایس په وینا، د مارکوس اوریلیوس له تفکراتو څخه، څلورم: ۲۴ (د جي هایس یادښتونه)[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

جمالیات یا ښکلا پېژندنه

[سمول]

وروستي یوناني تاریخپوهان دېموکریتوس د یوه داسې فیلسوف په توګه په پام کې نیسي چې جمالیات یې د څېړنې او مطالعې د یوې موضوع په توګه رامنځته کړي، ځکه هغه د ارسطو په څېر لیکوالانو څخه ډېر مخکې په تیوریکي توګه د شعر او هنر په اړه لیکل کړي دي. په ځانګړې توګه، تراسیلوس د دغه فیلسوف په اثارو کې شپږ داسې اثار په ګوته کړل چې د څېړنې د یوې څانګې په توګه یې له جمالیاتو سره تړاو درلود، مګر د اړوندو اثارو یوازې ځینې ټوټې شته دي. له دې کبله د دېموکریتوس له ټولو لیکنو څخه، د هغه د افکارو او نظرونو یوازې یوه لږه سلنه یې د پېژندلو وړ ده.[۱۹]

اتومي فرضیه

[سمول]

د دېموکریتوس نظریه دا وه چې هر څه له "اتومونو" څخه جوړ شوي دي، کوم چې له فزیکي نظره، نه له هندسي نظره، د وېش وړ نه دي؛ او دا چې د اتومونو په منځ کې خالي ځای شته دی؛ او دا چې اتومونه نه ویجاړېدونکي دي او تل په حرکت کې وو او وي به؛ او دا چې بې شمېره اتومونه او د اتومونو ډولونه شته دي، چې د شکل او اندازې له پلوه سره توپیر لري. دېموکریتوس د اتومونو د حجم او کتلې په اړه وویل: "هرڅومره چې د نه وېشل کېدو له حد څخه زیات وي، هغومره دروند وي." که څه هم، د اتومي وزن په اړه د هغه د دقیق دریځ په اړه اختلاف شته دی.[۲۰]

لیوکیپوس ته په پراخه کچه د اتومېزم د تیورۍ د رامنځته کولو د لومړي کس په توګه اعتبار ورکول کېږي، که څه هم اسحاق نیوټن غوره وګڼله چې مبهم فنیقي موچوس ته (چې د هغه په باور د بایبل موسی "ع" و) د پوسیډونیوس او سټرابو په صلاحیت د دې مفکورې د اختراع کوونکي په توګه اعتبار ورکړي. د فلسفې د سټانفورډ دایرة المعارف وایي: "نه ښکاري چې دا تر الهیاتي انګېزې لاندې نظر دې د ډېرو تاریخي شواهدو ادعا وکړای شي".[۲۱][۲۲]

دېموکریتوس له لیوکیپوس او ایپیکوروس سره یوځای، د اتومونو د شکلونو او ارتباط یا اتصال په اړه لومړني نظرونه وړاندې کړل. دوی استدلال وکړ چې د موادو ټینګښت د اړوندو اتومونو له شکل سره مطابقت لري. په دې توګه، د اوسپنې اتومونه د قلابونو په مرسته داسې کلک او قوي دي چې دوی په یوه جامد حالت کې رابندوي؛ د اوبو اتومونه نرم او ښوی دي؛ د مالګې اتومونه د دوی د خوند له امله تېز او تېره دي؛ او د هوا اتومونه رڼا او څرخېدونکي دي، او نورو ټولو موادو ته نفوذ کوي. نوموړي د انساني حواسو له تجربو څخه په استفادې سره د اتوم یو داسې تصویر یا انځور وړاندې کړ چې د دوی د شکل، اندازې او د دوی د برخو د ترتیب له مخې یې له یو بل څخه توپیروي. پردې سربېره، اړیکې یې د مادي تړاوونو په واسطه تشریح شوې وې چې په کې واحد یا منفرد اتومونه له ضمیمو سره وړاندې شوي وو: ځینې یې له قلابو او سترګو سره، نور یې له توپونو او ساکټونو سره. د دېموکریتوس اتوم یو غیر فعال یا بې اثره جامد دی (یوازې نور اجسام له خپل حجم څخه باسي یا حذفوي) چې له نورو اتومونو سره په میخانیکي توګه تعامل کوي. بالعکس، عصري، کوانټم میخانیکي اتومونه د برېښنا او مقناطیسي ځواک د ساحو له لارې تعامل کوي او له غیر فعال والي یا بې اثروالي څخه لرې دي.[۲۳][۲۴]

داسې ښکاري چې د دغو اتوم‌پوهانو تیوري د بلې هرې لرغونې تیورۍ په پرتله له عصري ساینس او علومو سره نږدې تړاو او همغږي لري. که څه هم، د ساینس له عصري مفاهیمو سره دا ورته والی د فرضیې پر اصلي سرچینه د پوهېدو د هڅې پر مهال ممکن ګیچ کوونکی وي. کلاسیکو اتوم‌پوهانو نه شو کولی د اتومونو او مالیکولونو د عصري مفاهیمو لپاره تجربي بنسټ ولري.

اخلاقیات او سیاست

[سمول]

د دېموکریتوس اخلاقیات او سیاست تر ډېره موږ ته د اصولو او قواعدو په بڼه رسېږي. لکه څنګه چې د فلسفې سټانفورډ دایرة المعارف تر دې حده وړاندې ځي، چې وایي: "له ډېرو اخلاقي ویناوو سره سره، د دېموکریتوس د اخلاقي نظریاتو یو منسجم راپور جوړول ستونزمن دي"، خاصتا دې ته په پام سره چې "دا پرېکړه کول ستونزمن دي چې کوم قطعات یا ټوټې واقعا د دېموکریتوس دي."[۲۵]

هغه وايي، چې "مساوات په هر ځای کې ښه دي." په ډیموکراسۍ کې بې وزلي د ظالمانو په واکمنۍ کې تر سوکالۍ غوره ده، او همدا لامل دی چې یو فرد باید آزادۍ ته پر غلامۍ ترجیح ورکړي. برټرانډ راسل په خپل د لوېدیځې فلسفې تاریخ اثر کې لیکي چې دېموکریتوس له "هغه څه سره مینه لرله کوم څه چې یونانیانو ډیموکراسي بلله." دېموکریتوس ویل چې "هوښیار سړی په ټولو هېوادونو پورې اړه لري، ځکه د یوې سترې اروا کور ټوله نړۍ ده." دېموکریتوس لیکلي چې هغه څوک چې په واک کې دي باید "بې وزلو خلکو ته پور ورکول او له دوی سره مرسته کول او د هغوی ملاتړ پر غاړه واخلي، په دې صورت کې به بیا همدردي وي، انزوا به نه وي، بلکې ملګرتیا او متقابله دفاع به وي او د وګړو ترمنځ به توافق وي او نور ډېر غوره څیزونه به وي چې سړی یې فهرست کړي." کله چې پیسې په عقلانیت سره وکارول شي، د سخاوت او خیرات لامل کېږي، په داسې حال کې چې که پیسې په حماقت سره وکارول شي، د ټولې ټولنې لپاره به یو عام لګښت رامنځته کوي – د خپلو بچیانو لپاره د پیسو ډېر ذخیره کول بخیلي او حرص دی. نوموړی وایي، په داسې حال کې چې پیسې ګټل بې ګټې نه دي، خو د غلط کار په پایله کې دا کار کول بیا "تر هر څه ډېر بد" دی. نوموړی په ​​ټوله کې د شتمنۍ په تړاو دوه‌ګونی چلند لري، او دې ته بیا د ځان بسیاینې په پرتله خورا لږ ارزښت ورکوي. نوموړي تاوتریخوالی نه خوښاوه، خو سوله غوښتونکی هم نه و: هغه له ښارونو څخه غوښتل چې د جګړې لپاره چمتو شي، او پر دې باور و چې یوه ټولنه حق لري چې مجرم یا دښمن اعدام کړي، خو تر هغه چې دا له کوم قانون، تړون یا لوړې څخه سرغړونه نه وي.[۲۶][۲۷]

سرچينې

[سمول]
  1. Barnes (1987).
  2. Russell, pp. 64–65.
  3. Stephen Toulmin and June Goodfield, The Architecture of Matter (Chicago: University of Chicago Press, 1962), 56.
  4. Diogenes Laërtius, Lives and Opinions of Eminent Philosophers, ix. 40: "Aristoxenus in his Historical Notes affirms that Plato wished to burn all the writings of Democritus that he could collect".
  5. Diogenes Laertius, Lives of Eminent Philosophers Book IX, Chapter 8, Section 50.
  6. Pamela Gossin, Encyclopedia of Literature and Science, 2002.
  7. Williams., Matt (11 December 2015). "Who Was Democritus?". Universe Today. Archived from the original on 6 May 2021. نه اخيستل شوی 6 May 2021.
  8. "Democritus at Stanford Encyclopedia of Philosophy". Plato.stanford.edu. Archived from the original on 17 September 2018. نه اخيستل شوی 2 May 2005.
  9. Aristotle, De Coel. iii.4, Meteor. ii.7
  10. Diogenes Laërtius, ix. 34, etc.
  11. Diogenes Laërtius, ix. 41.
  12. "The latter date [460 BC] is perhaps somewhat preferable, especially given the evident temptation to classify Democritus as older than Socrates on generic grounds, i.e. that Democritus was the last 'scientific' philosopher, Socrates the first 'ethical' one". Cynthia Farrar, 1989, The Origins of Democratic Thinking: The Invention of Politics in Classical Athens, p. 195. Cambridge University Press
  13. John Burnet (1955). Greek Philosophy: Thales to Plato, London: Macmillan, p. 194.
  14. Cicero, de Finibus, v. 19; Strabo, xvi.
  15. Diodorus, i.98.
  16. Clement of Alexandria, Stromata, i.
  17. Aelian, Varia Historia, iv. 20; Diogenes Laërtius, ix. 35.
  18. Tatian, Orat. cont. Graec. 17. "However, this Democritus, whom Tatian identified with the philosopher, was a certain Bolus of Mendes who, under the name of Democritus, wrote a book on sympathies and antipathies" – Owsei Temkin (1991), Hippocrates in a World of Pagans and Christians, p. 120. JHU Press.
  19. Tatarkiewicz, Wladyslaw (2006). J. Harrell; C. Barrett; D. Petsch (eds.). History of Aesthetics. A&C Black. p. 89. ISBN 0826488552. Archived from the original on 9 April 2022. نه اخيستل شوی 2015-05-06.
  20. Russell, pp. 64–65.
  21. Sylvia Berryman (2005). "Ancient Atomism" Archived 17 January 2013 at the Wayback Machine., Stanford Encyclopedia of Philosophy. – Retrieved on 15 July 2009.
  22. Derek Gjertsen (1986), The Newton Handbook, p. 468.
  23. Pfeffer, Jeremy, I.; Nir, Shlomo (2001). Modern Physics: An Introduction Text. World Scientific Publishing Company. p. 183. ISBN 1-86094-250-4.
  24. See testimonia DK 68 A 80, DK 68 A 37 and DK 68 A 43. See also Cassirer, Ernst (1953). An Essay on Man: an Introduction to the Philosophy of Human Culture. Doubleday & Co. p. 214. ASIN B0007EK5MM.
  25. "Democritus (Stanford Encyclopedia of Philosophy)". Plato.stanford.edu. Archived from the original on 17 September 2018. نه اخيستل شوی 15 October 2012.
  26. Barnes (1987).
  27. Popper, Karl R. (1945). The Open Society and its Enemies. Vol I.: The Spell of Plato. London: George Routledge & Sons.